دخپریدو نیټه : 2012-01-17 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
هند؛ دسلمان رشدي راتګ لانجې را پورته کړي.
عبدالمقیم افغان ـ هند
ټاکل شوې وه چې سلمان رشدي به دهند په جیپور ښار کې دادبیاتو کلنۍ غونډې ته وینا وکړي، خو دیو لړ امنیتي او نورو ستونزو له امله دیادې غونډې جوړوونکو ته دجیپور ځايې حکومت امر کړي چې له سلمان رشدي نه وغواړي ترڅو په غونډه کې ګډون ونکړي. دجیپور ځايې حکومت دا هم ویلي چې دسلمان رشدي شتون به یولړستونزې را ولاړې کړي، او ځني ډلې به دده په راتګ سخت غبرګون وښيي.
دا پداسي حال کې ده چې یوې ډلې له وړاندي لا دهغه چا لپاره دانعام وړانديز کړی چې پر سلمان رشدي دبوټو ګذار وکړي.
دراجستان ایالت وزیر ویلي ( موږ دسلمان رشدي له پلان نه په دقیق ډول خبرنه یو یوزاي درسنیو له لارې مو اوریدلي چې راځي، خو دا ډېره داندیښنې وړ خبره ده )
دیادې غونډې یوې سمبالوونکې نامیتا ویلي چې سلمان رشدي به په غونډه کې برخه واخلي خو په لمړۍ ورځ او پرانیستونکې غونډه کې به نه وي.
له بلې خوا په هند کې د دیوبند د دارلعلوم مشر مولانا عبدالقاسم په یوه خبري ناسته کې دهند له حکومت نه غوښتي چې دسلمان رشدي ویزه بیرته ترې واخلي او اجازه ورنکړي چې هند ته راشي، ځکه ده دمسلمانانو احساسات راپارولي.
دهندي الاصله انګریز ناول لیکونکي سلمان رشدي په وړاندي هغه وخت په ټوله اسلامي نړۍ کې دمسلمانانو غبرګونونه راپورته شول کله چې ده په ۱۹۸۸ زیږدیز کال کې د ((شیطاني ایتونو)) په نوم کتاب چاپ کړ، په یاد کتاب کې يې داسلام دستر پیغمبر سپکاوی کړی وو.پرنوموړي کتاب په ډیرو اسلامي اودهند په ګډون هغو هیوادونو کې چې مسلمانان مېشت دي بندیز ولګید.
دسلمان رشدي ددې ناوړه کړنې په وړاندي ایران لمړنی اسلامي هیواد ووچې فتوا يې صادره کړه، او دسلمان رشدي دوژلو پر سر يې انعام وټاکه، لدې وروسته دسلمان رشدي ژوند له ګواښ سره مخ شو او تراوسه يې پولیس ساتنه کوي. په ۱۹۸۹ کې دسلمان رشدي پر سر ایران له انګلستان سره خپلې ډیپلوماتیکي اړيکې وشکولې.
د( شیطاني ایتونو ) دکتاب له خپرولو ورسته که له یوې خوا په اسلامي نړۍ کې دسلمان رشدي په وړاندي غبرګونونه راوپاریدل له بلې خوا دلویدیزو هیوادونو لخوا په خورا ډيرو مډالونو او سوغاتونو وستایل شو چې پدې لړ کې په ۲۰۰۷ کال کې دانګلستان ملکې الیزابت سلمان رشدي ددې لپاره چې ادبیاتو ته يې ستر خدمت کړی لوړ مډال ورکړ.
دیادولو ده چې سلمان رشدي لمړنی مسلمان وو چې ، داسلام او داسلام دستر پیغمبر دسپکاوي لپاره يې غیرمسلمانانو ته لار پرانیستله، چي لده نه وروسته په ډنمارک، ناروي او فرانسه کې همداسي ناوړه عملونه تکرار شول.