مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-02-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دولسمشر مرستیالان دمځکو دغصب مخکښان دي

راحیله جواد- کابل

بېنوا پاڼي ته د ارګ ماڼۍ څخه ترلاسه سوي معلومات ښئ چي په افغانستان کي دمځکو د غصب تر ټولو لوی مخکښان د افغان ولسمشر دوه مرستیالان دي چي قابو یولس زره هکټاره مځکه ئې یا خپله او یا د خپلو وړونو لخوا غصب کړې او دا لړۍ لا په خورا شدت سره دوام لري . راپور مخکي کاږي چي افغان ولسمشر ته دغه معلومات د ښارجوړولو ، عدلې ، کرهڼي او مالیه وزارتونو لخوا برابر سوي وه خو ولس مشر ئې په اړه غوږونه کاڼه اچولي دي او یاد راپور ته ئې هیڅ اهمیت ندی ورکړي .

په راپور کي راغلي چي د ولسمشر دوهم مرستیال کریم خلیلي او دهغه ورور حاجي محمدنبي نژدې ۷ زره هکټاره دولتي مځکي غصب کړې او یاده مځکه ئې په خلکو ان جریب په ۷۰ زره امریکايې ډالره پلورلې اوڅه دپاسه دولس سوه میلونه امریکائې ډالره ئې له یاد غصب څخه ترلاسه کړي دي .

راپور ښي چي دولسمشر لومړي مرستیال قسیم فهیم او دهغه ورور حیسن فهیم نژدې ۴ زره هکټاره مځکه په مرکز او ۴ ولایتو کي غصب کړې او درې حصې ددغه غصب ئې دشهرکونو په نامه په ناقانونه ډول پلورلې ده .

په اوسني دولت کي د افغانستان د مځکو غصب ددې هیواد په تاریخ کي ساری نه لري او نه ئې هم په ګاونډيو هیوادونو کي ساری لیدل کیږي . شنونکي لا دا هم وائې چي دکورنیو جګړو په محال چي کلی په کلي ځانته پاچاهي وي او هیڅ قانون او ملي ځواک موجود نه و هم دونه دمځکو غصب نه و رامنځته سوي .

تر دې مخکي د افغانستان د دفاع وزارت لخوا دولس مشر په وړونو احمد ولي کرزي او محمود کرزي تور لګیدلی و چي په کندهار کي ئې څه دپاسه درې نیم زره هکټاره مځکه غصب کړې او نژدې نیمائې ددغه غصب ئې د عینو مېني په نامه دښارګوټي له لیاري په خلکو پلورلې ده . دیاد ښارګوټي مځکه مخکي د افغانستان د دفاع په وزارت د ۱۵ پلي فرقې اړوند وه چي په دې ورستیو کي د کندهار ښاروالي د ولسمشر په امر جریب په ۱۰۰ امریکائې ډالره دعینو مېنه په پانګوالو پلورلې چي په راس کي دولسمشرورور محمود کرزی قرار لري اونموړي پانګوالو یاده مځکه جریب په ۳۰ زره امریکایئ ډالره په خلکو پلورلی دی.

که څه هم په هغه وخت کي دولسمشر ، دهغه دورور احمدولي کرزي او محمود کرزي لخوا یاد تورونه په کلکه ردسوي وه .

شنونکي افغان دولت په خپله د قانون په ماتولو او دمځکو په غصب تورنوي او ګواښ کوي چي که چیري اوسنئ دولت دمځکو دغصب لړۍ ته په جدیت سره پام ونه کړي نو په راتلونکي کي بې ټولي خطرناکي پایلي د اوسنیو واکدارانو په زمه وي .او دابه راتلونکو نسلونو ته مرګوني او نه جبرانیدونکي پایلي تر شا پریږدي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery