مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-03-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

هر افغان بچې باید په ښونځی کې وي

حبيب الرحمن تاثير

 

ډېر په خوشحالی سره باید وایم چې په بلوچستان ایالت کې چې د افغان کډالو ځوانانو په خاصه توګه محترم ظاهر بښتون چې د دغه ځوانانو مشري کوي.
د ۲۰۱۱ کال را په دې خوا یې دلته د خپل قوم او  هیواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره او خاصتا د افغان کډالو د تعلم او په بلوچستان کې د دوی د ستونځو د حل کولو لپاره په دغسي سختو شرایطو کې لاسونه رابډوهلي دي چې څلور ځله یې د افغان کډالو د ستونځو د حل لپاره لویې جلسې چې مطبوعات یې شاهد دي جوړې کړې او دا ځل یې د افغان په تاریخ کې لومړی ځل یو داسي کارته یې اوږه لګولې چې افغان تاریخ به د ده پر دې کار ویاړ کوي.

هغه دا چې د ۲۰۱۲ کال د فبروري د میاشتی پر ۲۱مه نیټه باندي یوه لویه غونډه جوړ کړه، چې هر افغان بچی باید زدکړه حاصله کړي، دغی غونډې ته د کډالو ریس ښاغلی مرتضی خرومی، د معارف استازی نظامی، د کوچینانو د ساتنې او روزنې د موسیسې استازی ښاغلی بایذید محتاج، د ویس استازی رافع او د کوټي، پښین، کچلاک، یارو، سرخاب، سرانانو او ځنګل پیرعليزۍ سیمو څخه درانه میلمانه هم راغلي وو.
دا غونډه د نوي کمپ سرانانو د افغانانو ۱۲م نمبر په ښوونځی کې پر لس بجې پیل او تر دوو بجو پورې یې دوام وکړ. روان وه چې پورتنی ذکر سوو اغلو مقاماتو هر یوه خبل بر نوبت وینا وی وکړی او د محترم ظاهر پښتون د دې اقدام ستاینه یې وکړه.

او د لوی څښتن تعالی څخه یې د نور قوت او برکت غوښتنه ورته وکړه، چې د هیواد د بچیو لپاره نور څه هم وکړي، خو محترم ظاهر پښتون په خپله وینا کې ګډون والو ته وویل: زه د ملګرو ملتونو دعالي سازمان یا یو این ایچ سی ار څخه مننه کوم چې: زموږ افغان کډالو سره یې خپل تر وسه پوري د زړه بې دریغه مرستې کړې دي او د کوچینانو د ساتنې او روزنې د موسیسې د نه ستړې کېدونکې مرستو یادونه یې هم وکړه او په خپلو خبرو کې یې زیاته کړه: دا کمپاین به تر هغه پورې چلوم چې تر څو پوري مې په د هر افغان کډال کور ته دا پیغام [چې هر افغان بچی باید په ښوونځۍ کې وي] چې وروړی مې نه وي.

د افغان کډالو ادبي ټولنې له غړوڅخه یې مننه وکړ چې: په دا څو پنډغالو کې یې خپل تر وسه پوري تعلم او روغتیا برخه کې هلې ځلې کړي دي او په اخر کې یې ښوونکو د تنخواوو د کمښت یادونه وکړه او له مقاماتو څخه یې د زیاتوالو غوښتنه وکړه.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery