دخپریدو نیټه : 2012-03-15 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
له فاسد والي توریالي ويسا څخه د کندهاريانو فرياد
سید عبدالله
څه له پاسه درې کاله پخوا په کندهار ولايت کي د استوګنو کاناډایي ځواکونو له خوا توريالى ویسا افغانستان ته را وبلل سو، او د کابل هوايي ډګر ته په رارسېدو سره سمدستي د ارګ ماڼۍ ته دعوت او هلته د کندهار د والي په توګه تعين او کندهار ته د کاناډا سفارت د څو تنو مامورينو سره يو ځاى راولېږل سو.
ښاغلي توريالي ویسا کندهاري ولس ته په خپله لومړنۍ وينا کي په خلاص کومي وويل چي: (زه خوشاله يم او افتخار کوم چي د افغاني تابعيت تر څنګ کاناډايي تابعيت هم لرم او د کاناډا د خلکو او دولت پوره باور او ملاتړ له ځان سره لرم).
په همدې اساس ښاغلي توريالي په خپله لومړنۍ وينا کي څرګنده او ثابته کړه، چي هغه نه افغان او نه د افغانستان دئ، بلکي نوموړى يو کاناډايي تبعه او د کاناډايانو د ګټو ساتونکى او نګهبان دى.
دا چي زموږ حکومت او واکداران خپل او پردى نه پېژني او هر څه د مصلحت او قرابت قرباني کوي، دا بيا بېله خبره ده، خو حقيقت دا ئ، چي ددغه ډول افرادو او اشخاصو تعين او تقرر د ملي ګټو او ملي ارزښتونو سره هيڅ سر نه خوري. خو دا کار ښايي د ځينو دوستانو لخوا په دې موخه سوى وي چي له يوې خوا کاناډايان خوشاله او له بلي خوا د هغوى څخه په دې پلمه چي تاسو هم په حکومت کي راسره ياست، زیات امتیازات تر لاسه کړي.
توريالي ویسا د ولايت چوکۍ د تصرف او قبضې سره سم، دده په خبره د کاناډايي وروڼو سره خپلي اړيکي نوري هم ژوري او پياوړي کړې. هغه چي په چور او چپاول، رشوت او اختلاس کي ځانګړى شهرت او مهارت، تجريبه او سابقه لري او په دې لاره کي د ماسټرۍ او دوکتورې تر حده رسېدلى دئ، د خپل ماموريت په دوران کي له بېلابېلو لارو په لکونو ډالرونه تر لاسه کړي او په خپلو بانکي حسابونو کي جمع کړي دي، چي له بده مرغه دا لړۍ اوس هم روانه ده.
د شاولیکوټ ولسوالي د دهلې بند د بیارغوني له پاره د کاناډا له خوا د ۲۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت لویه پروژه چي د ویسا صاحب او د هغه د نژدې انډیوال انجنیر کاظمي او ځیني نورو له خوا په نوموړې پروژه کي څه له پاسه پنځوس میلیونه ډالره غیب او غړوب سول، چي له همدې کبله دغه ستره حیاتي او بنیادي پروژه دا مهال په ټپه ولاړه ده.
د کندهار په ولایت کي د دولتي املاکو غصب او قبضه اوج ته رسېدلې ده، په ټول ولایت، خاصتاً د ښار په مربوطاتو کي یو جریب مځکه چي د حکومت په قبضه کي وي پاته نه ده، د غصب او قبضو لمن ان د کندهار ښار عمومي هدیرې ته هم رسېدلې ده، چي له کبله یې د نوموړي ستري هدیرې ډېره برخه د زورواکانو له خوا غصب سوې، دوکانونه، اپارتمانونه او مارکېټونه پرې جوړ سوي دي.
همدغه راز په ډېري خواشینۍ سره چي څه موده مخکي د کندهار ښار د لومړۍ ناحيې د کابل شاه په اړونده سیمه کي د څه له پاسه سلو کالو پخوانیو شهیدانو هديره کوم چي د انګرېزي یرغل د عصر د غازیانو په نامه مسمی وه، د ښاغلي ویسا په امر او قومانده وختل او د دغو سترو او باتورو غازیانو او شهیدانو هډوکي په امبارو کي وغورځول سول او د نوموړي هديرې مځکه د والي صاحب د کورنۍ د غړو لخوا غصب او قبضه سوه، چي اوسمهال دوکانونه پر جوړ سوي دي. د کندهار د معارف رئيس چي د ٩٠ لکه افغانيو د اختلاس په تور وپېژندل سو، د ښاغلي ويسا په خاص سفارش او ځانګړې غوښتنه د څارنوالۍ له خوا د نوموړي عدلي تعقيب معطل سو.
دغه راز ډيري پيښي او واقعيتونه موجود دي چي د ټولو يادونه او ليکنه ښايي ډېر وخت په بر کي ونيسي.
د کندهار په ملکي او امنيتي ادارو کي وړ، بادرده، او با مسئوليته کسان هم موجود دي، چي د هغوى کار او زيار، زحمت او خدمت د قدر وړ دئ، خو والي ويسا د کندهار په اداره کي د پاکو او وطندوستو کسانو سره همکاري او همږغي نه لري، هغه يوازي د خپل شخصي ټيم د حمايې او تقويې په هڅه کي دئ، کوم چي د ويسا صاحب شخصي ګټي او پروژې تامينوي.
د کندهار خلک تر ډېري مودې پوري مشکلات او تکليفات مني او زغمي، خو کله چي خبره له حد او اندازې ووزي او پوه سي، چي نور نو د اصلاح او هدايت وخت تېر سوى دئ، بيا نو خپله خاموشي او سقوط ماتوي او په ډاګه د ظلم او فساد، خيانت او بربريت په وړاندي خپله مقابله، مخالفت او بغاوت اعلانوي او په دې لاره کي د هيچا پروا هم نه لري.
له همدې کبله د کندهار باتور او مېړنى ولس نور د ښاغلي توريالي ويسا په وړاندي خپل زغم پاى ته رسوي او د نوموړي د ناکاره کارونو مخه په خپل ټول توان او قوت سره نيسي او له دې څخه زيات موقع نه ورکوي چي د کندهاريانو په سرنوشت، عزت او حيثيت لوبي وسي.
د کاناډايانو دغه ښاغلي د خپل درې کلن ماموريت په دوران کي په کندهار ولايت کي نه امنيت، نه باسازي، او نه هم د زراعت او تجارت په برخو کي داسي کار کړى دئ، چي د يادولو وړ و اوسي، که څه سوي دي د هغه فنډ او بودجې سره چي پرې مصرف سوي دي، په هيڅ ډول نه مقايسه کيږي، په لسهاوو هغه فابريکې او کارخانې چي د زرګونو کسانو لپاره د کار او روزګار موقع پکښي برابرېدل، د برېښنا او امنيت د نشتون له کبله تړلي دي.
د کندهار په سياسي، امنيتي، اقتصادي او اجتماعي حالت کي هيڅ مثبت او مثمر بدلون نه دى راغلى. د ښاغلي توريالي په دوران کي ددې ولايت ډېر مخور، زړور، منور او پر وطن مين شخصيتونه چي هيڅ وخت د هېرولو نه دي، ترور او شهيدان سول. په لسګونه او سلګونه کسان مو په بېلابېلو پېښو کي شهيدان او زخميان سول. ډېري مېندي بوري او ډېر نازولي بې پلاره سول. خو له توريالي ويسا څخه هيڅ پوښتنه ونه سوه، چي آيا د هغه مسئوليت څه دئ.
په دولتي ادارو کي تر نيمايي زيات سرپرست رئيسان دي. په يوه رياست کي دوه او په دوو رياستونو کي يو رئيس کار کوي. فساد، رشوت خوري او اختلاس په ډېرو ادارو خصوصاً په عدلي او قضايي ارګانو کي له حد او اندازې څخه وتلى دئ. که څوک ښاغلي توريالي ويسا ته شکايت کوي چي په ادارو کي فساد موجود دئ، هغه ورته په جواب کي وايي چي فساد په ټول افغانستان کي موجود دئ، دا يوازي د کندهار مشکل نه دئ، زه به څه وکړم.
د معارف او روغتيا، امنيت او برېښنا په برخو کي د خلکو شکايات او مشکلات، په يو شمېر ولسواليو کي د چارواکو د کړنو او کارونو څخه د خلکو نا راضي او ناخوښي هغه څه دي چي ښاغلى توريالى ويسا په خبر هم نه دئ.
د بيارغوني په کارونو او د خلکو د مشکلاتو په حلولو کي د کندهار د ولايتي شورا رول او تاثير کار او زيار د منني او ستايني وړ دئ، خو د ولايت مقام له خوا څخه په دې برخو کي هيڅ هم نه دي سوي او نه بايد تمه ترې وسي.
ښاغلي ويسا يو لوى او د يادوني وړ کار دا کړى دئ، چي خپل ټول دوستان او اطرافيان يې په نس ماړه او د شتمنيو خاوندان کړل. د کندهار په ښار کي د سولر څراغانو لويه پروژه چي لکونه ډالره ارزښت لري خپل اخښي ته ورکړې ده، چي دا کار د مشت نمونه خروار په توګه يادولاى سو.
د کندهار د سپين ږيرو او مشرانو پر مخ د ښاغلي ويسا د دفتر دروازه همېشه بنده او تړلې ده، هغه هيڅ وخت د کندهار د سپين ږيرو او مشرانو سره په هيڅ موضوع او مسئله کي مشوره او مفاهمه نه لري او نه علاقمند دئ، چي د ولسي مشرانو او سپين ږيرو سره وګوري. له همدې کبله د کندهار د دولتي ادارې او خلکو تر منځ لوى واټن رامنځته سوى دئ، چي له دې واټن څخه د حکومت مخالفينو ستره ګټه پورته کړې او پورته کوي، ځکه په ښاغلي ويسا کي دا وړتيا او ځانګړتيا نسته چي خلک، قومونه او ولسونه پر ځان راټول او د هغوى باور ترلاسه کړي.
بناءً دغه ډول ناخوالو او نيمګړتياوو ته په کتو سره د افغانستان له جمهور رئيس جلالتماب حامد کرزي څخه د کندهاريانو هيله او غوښتنه دا ده چي پر کندهار او کندهاريانو باندي ترحم وکړي، او نور دا مظلوم او دردېدلى ولس د دې لوى عذاب او مصيبت څخه خلاص کړي او کندهار ته يو مناسب استازى راولېږي، چي په رښتيني ډول ددې کړېدلي ولس قدر او خدمت وکړي او د کندهار د سرلوړۍ او ابادۍ لپاره کار وکړي.