برهان الدین دربار - کندهار
د کندهار ولایت که له یوې خوا په افغانستان کي د سیاسي او ستراتیژیکي پلوه تر کابل راوروسته د لومړي درجي په ولایتونو کي د سر په کتار کي لومړي ځای لري خو د اداري او حکومت داری له پلوه اوس اوس په افغانستان کي تر ټولو وروسته پاته او د ناکامه اداري درلودونکی ولایت دي . چي چارواکي ئې ترغوږو په فساد کي غرق دي ، حکومت داري او قانونو د یوڅو ګوټو په شمار کسانو په پښو کي پراته دي او مرکزي حکومت هم چندان سر نه په ګرځوي ځکه چي د کندهار په چارو کي ولسمشر کرزي مستقیما مداخله کوي او نه غواړي په کندهار کي د هغه د ورورنو مافیائې بنسټنو ته زیان ورسیږي .
تیره اوونۍ کندهار ولایت ته د ښووني او روزني ریس معرفي سو چي شیراقا ساپی نومیږي او نوموړی یو ځل د زابل څخه دیادریاست څخه په اخلاقي او اداري فساد پسي اخستل سوی و بیا د هلمند ولایت د ښووني او روزني د ریاست څخه په ورته تورونو تورن وپیژندل سو او دهغه ځایه هم پسي واخستل سو خو اوس کندهار ته راولیږل سو .
تاسي خپله فکر وکړی او اندازه ولګوی چي ددریمي درجې ولایتو فاسد، مجرم او قانون ماتونکي د لومړي درجي په و لایاتو تپل کیږي ایا دا کار به څه لاسته راوړني درلولای سي؟
بل خوا په کندهار کي دوهم عطا محمدنور ( توریالی ویسا) د والي په چوکۍ ناست او ځان ته ئې جلا حکومت اعلان کړي او دکابل مرکزي حکومت ورته د غوایانو غوجله ښکاري . له یوې خوا د کرزي د ورونو لاس پر پروت دي له بلي خوا د کاڼاډا په کاسو رالوی سوي پرديپاله شخصیت لري .
نوموړي د علي بابا او څلویښت غلو په رول کي نه دولس په مال صرفه کوي او نه د بیت مال حتا د کندهار ددولتي ادارو دریسانو څخه لا ججه غواړي . شپږ ریاسته ئې د یو کال راهسي سرپرستان چلوي او ریسان نه لري او درې ریاستونه ئې بیا دوه او درې ریسان لري چي یو دکابله رالیږل سوي بل توریالي ویسا ټاکلۍ او دریم د کندهار عام تام اختیاره ریس تنظمه اسدالله خالد په خپله خوښه ټاکل دی .
دکندهار دنورو ریاستونو ترڅنګ چي کندهاریان زیات ځیني کړیږي یو هم د کندهار دبریښنا ریاست او دکندهار بریښنا (برق ) دی چي اوس ئې په کوڅو او واټونو کي ماشومان هم دبیزو پرهار بولي چي دا به هڅکله جوړ نسي . د کندهار دبریښنا ریاست لکه څرنګه چي مو وویل د کندهار د نورو ریاستونو په څیر ریس نه لري خو یوازي د ریاست خبره نده په کندهارکي د بریښنا چاري د کندهار دوالي او یو ځانګړي باڼد په لاس کي دي چي هغوی ته د پیسو تیاره چینه ګرځيدلې ده په تیرو دریو کالو کي کندهار ته د ۳۷۹ میلونو امریکائې ډالرو په ارزښت تیل ( ډیزل ) دکندهار بریښنا لپاره د بیلابیلو لارو ورکولو سوي خو تر اوسه کندهاریانو ته همغه دکجکي بریښناټول ښار ته په نوبت او د ښار یوې برخي ته ډیزلي بریښنا ورکول کیږي هره ورځ د ښار بریښنا داسي حالت ته رسیدلې ده چي کندهار یان ئې تر راتګ په نه راتګ خوشحاله دي .
په همدي لیکنه کي غواړم هغه حقایق دملت مخي ته کښیږدم چي لمخي ئې ولي د کندهار بریښنا نه جوړیږي او دپردې تر شا څه روان دي .
دکندهاردبریښنادنه جوړیدوسبب که له یوي خوا د اوبو او بریښنا د وزارت دمحترم وزیر تورن اسماعیل خان هغه شخصي عقده ده چي نوموړي دطالبانو په وخت کي همدلته زنداني تیر سوي دی خو دبلي خوا په کابل کښي دبریښناشرکت عمومي ريس اودهغه دتجارت بخش ریس دی داځکه چي دوی ته د کار سړي مهم ندی بلکي دوی په داسي کس پسي ګرځي چي دوي ته په لسګونه زره ډالره ونډه ورکړي او په قرادادو کي هغه څه پلي کړي چي دوی ئې غوښتنه کوي حال داچي دغه دواړه ریس صاحبان یو هم مسلکي انجینران ندي او دواړه په سیاسي قوت دځینو جنګسالارانو په زور دلته ناست دي چي یوئې د مالې وزارت څخه شړل سوي مامور او بل ئې د افغان بسیم شرکت کارکونکي دی چي دبرق راسته او چپه هم نه پیژني او دغه کسان بیا د ولایاتو دوالیانو او نورو لوړپوړو سره فاسدي اړیکي ساتي .
دکندهار ښاریان خبر دي چي دایل بي جي په نامه یو موسیسه د کندهار د والي په موافقه د کندهار دبریښنا جوړوني چاري په لاس کي لري او ادعا کوي چي موږ اوس اوس درې نیم میلونه امریکائې ډالره په کندهار بریښنامصرف کړي دي خو حقیقت دادئ چي دې موسیسې په ټوله کي ۳۰ زره امریکائې ډالره هم ندي مصرف کړي یادي موسیسې په شل پایو زاړه کمپیوټرانو او ددری میاشتي څلور دانې ټونس ډوله موټرانوچي هغه هم د میاشتي په اتلس سوه ډالره په کرایه نیولي وه . ټول کندهار ته د درې نیم میلونه امریکائې ډالرو دمصرف دعوه رامخته کړې ده . چي دا پیسې هم د کندهار دډیزلو دپیسو په څیر دیاد شرکت او ولایتی چارواکو جیبو ته راوني دي
تر ټولو جالبه خو لا دا چي کندهار په ۲۴ ساعته کي ۵ ساعته د بریښنا څخه برخمن لا ندي لاکن د ولایت دمقام په منظوری دکندهار بریښناشرکت ته ۲۳۰د دانې نوی انرژي مټران رانیول سول په داسي حال کي چي ټول کندهار خبر دي چي دکندهار دبریښنا ریاست د میټر فیوزان نه لري ا په عامو خلکو ئې جبرا رانیسي ،په کندهارکي په یوه سویچبورډکي نه مین سویچ سته اونه 400 (چارصد)فیوزان سته .ټوله جکشنونه او سویچبورډونه په داسي حال کي پراته دی چی مسلکي کسانو څه دعامو عادي کندهاریانو ئې په لیدو له زړه ویني څاڅي .
هغه ټول نه جوړيږي ولي ماته په نهه لکه (۹۰۰۰۰۰) امریکائې ډالره انرژي میټران خریداري کیږي ځکه په هغو کي دچارواکو ګټه نسته که هغه وکړي ګټه ئې د ټول کندهار د یتم او اوکونډي تر کورو رسیږي دلته خو فارمول چپه دي لومړي جیب ډکول فرض دي او جیب په نوي میټرانو ډیر ښه ډکیږي ددوي په دې کار ماته هغه ټوکه راپه زړه سي چي یو خرکار د کلي د خانانو سره د سیالی قسم کړي و نویو چارپای ( خر ) ته ئې فرانسوي سلیپر بوټونه ورپه پښو کړي وه اوغوښتل ئې مسجد ته ئې ننباسي کله چي خلکو ولیدی نو ئې په دروازه کي دي سړي ته وویل چي سړیه دا بوده ( خر) دباندي په انبارو وتړه خرکار په ډير غرور ددوي خبري په همدي ټکي ور پرې کړي چي تاسي خر څه کوئ بوټونه خو ئې فرانسوي په پښو دي .!!!
نو اوس هم د کندهار چارواکي چي کله د بریښنا خبره په مطبوعاتو کي کوي نو همهغه د خرکار په فارمول ږغیږي چي تاسي بریښنا څه کوی میټران خو ئې انرژي او نوي ماډل سیسټم دي نور نو دوي هم نورڅه دبریښنا په برخه کي د ویلو نه لري .
دغه میټران په خوارو کندهاریانو په نهه لکه (۹۰۰۰۰۰) امریکائې ډالره حساب سوي دي په داسي حال کي چي د ۲۳۰ دانو میټرانو پر ځای ئې د یو میټر قیمت د کندهار په یو یوسویچبورډو مصرف کړي وائې اوس به دکندهار د بریښنا یو درد په دوا سوي وای .
بل دغه انرژي مټران د ۲۳۰ دانو څخه ئې یووازي ۳۰ داني په کندهار کي نصب سوي او پاته ۲۰۰ دانې همغسي په کارټنانو کي پراته دي او داستعمال وړتیا ئې نده پیدا سوي . نه پوهیږو چی اخیر د کندهار د مظلوم ملت سره ولي داسي ناروا کیږي ؟
لکه مخکي چي مو وویل کندهار ته په تیرو درو کلونو کي ۳۷۹ میلونه امریکائې ډالره د تیلو لپاره ورکول سوي دي او چارواکي ادعا کوي چي په همدغه اندازه ئې تیل په جنراتورنو کي سوځلی دي خو دارنه لوستونکو ته به معلومات وي چي موږ په کندهارکي د هغه تاریخي توبین یعني د بابا صاحب د برق ماشین چي په افغانستان کي د اولینو دریو توربینونو څخه یو دی په دې لس کاله کي جوړ نه سو زه خو وایم چي ددغه ۳۷۹ میلونه امریکا ئې ډالره څخه ۲ میلونه ډالره دغه دکندهار کورني انجینرانو ته په واک کي ورکول سوي وای اوس به نیم کندهار ددې توربین د برکته بریښڼا درلودای .
زه د افغان دولت د لویه څارنوالي څخه په ځانګړي ډول غوښتنه کوم چي دکندهار د بریښنا د تیلو اختلاس په ځانګړي توګه برسي کړي او بیا ووګورئ چي ۳۰۰ میلونه ډالره دچا جیبو ته لویدلي دي ؟
په داسي حال کي چي دکندهار والي ته ۲۴ ساعته کاناډائې جنراتور چالانده وي هغه به د کندهار په ساړه ژمي کي دهغه بي سرپنا ماشومانو څه احساس او غم وکړي چي ټوله شپه تر سهاره د یخني څخه په ویښه کړیږي . د نوموړي بچیان خو دکاناډا په سنټرل ایر سیسټم کي بیغه ویده دي دي به څه د کندهار د بریښنا غم وخوري . دده همهغه وعدي چي په لومړي ورځ ئې په منډیګګ ماڼي کي د لوړي په مراسیمو کي کړي لا هم هغسي پرځای پاته دي . نه ئې امنیت راوست نه ئې بریښنا جوړه کړي او نه ئې اداره بلکي تر هغه ئې لا بتره حالت ته ورسول .
په پای کي د افغانستان د ولسمشر کرزي څخه په ځانګړي ډول غوښتنه کوم چي نور بس دی د کندهار غم وخوره نور دي کندهار ددې تپل سوي ناکامه ادارې د زغملو تاب نه لري .