مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-03-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کندهاریان : امریکایان او دکندهاروالي درواغ وائې

راحیله جواد - کابل

په کندهار کي د تیري ورځي خونړي وحشي پیښي  راوروسته  ډیري کندهاریان امریکایانو او دکندهار والي ته په غوصه دي چي ولي د زنګي اباد دپیښي  پر جزیاتو ئې په سپینو سترګو د درواغو نقاب وغوړاوه .

امریکایانو او کندهار والي دواړو په بیلابیلو اعلامیو کي دغه پیښه د یوکس بولي چي په ملکي کالو کي د بیس یا مرکز څخه وتلی او یادو کورونو ته ننوتلی او تر ۲۵ زیات ملکي کسانو ته ئې مرګ ژوبله اړولې ده .

د کندهار یوشمیرفرهنګپالو او قومي مشرانو بېنوا ته په بېلابیلو  لیکونو او تماسونو کي ویلي دي چي په پکتیا کي د یو امریکائې سرتیري دبیس څخه وتل چي طالبانو وروسته وتښتاو په ټول افغانستان کي دامریکائې ځواکونو په قوانینو کي جدي تغیرات راوستل . چي لمخي ئې  هیڅ نظامي یا ملکي  بهرني افسر ته  په فردي شکل دوتلو اجازه نسته حتا دغه نافذ قوانین دوه او دریو سرتېرو ته  دمشر افسر داجازې پرته  دوتلو حق نسته .

دکندهار په زنګي اباد سیمه کي عیني شاهدانو او دکندهار دولایتي شورا ځینو غړو دا منلې چي په سیمه کي د امریکا ځانګړو ځواکونو عملیات کړي او دا وژني د یو کس نه او نه دیو توپک څخه رامنځته کیدلی سي ، دوی ادعا کوي چي ځینو شهیدانو ان ۵ مرمۍ هم په بدن خوړلي دي .ځینو جسدونو ته اورونه اچول سوي او ځيني مړي سوځیدلي هم دي  او په سیمه کي سلګونه فیره مرمۍ چلیدلی ددې ښکارندويي کوي چي  دلته یو کس نه بلکې زیاتو ځواکونو برخه درلودل .

دپیښي په ځای کي چیري چي درې کورونه زیانمن سوي او ښځي او ماشومان ئې وژل سوي د کورونو دروازي هم  دیو کس دماتیدو خبره نه کوي .

ولي دکندهار دولتي اداره  او په باګرام کي دامریکا دسرتیرو قومنداني  په دو جلاجلا اعلامیوکي او دکندهار والي توریالۍ ویسا په یو خبري غونډه کي دا ټول دیو کس کار بولي چي د دماغي ناروغي له کبله دبیس څخه وتلی او بیا بیرته د روغ لیوني په څیر ئې خپل بیس ته تللی او خپله سلاح ئې نورو سرتیرو ته تسلیم کړې ده .

امریکايان  او په کندهار کي ولایتي اداره دواړه ددغې وحشیانه فاجعې ترسره کوونکي په ذهني او نفسیاتي رنځ مبتلا بولې او غواړي هغه ته په دې وسیله نجات ورکړي


 
ډیر کندهاریان  او عام افغانان  تر ولسمشر کرزي پوري همدا سوال کوي چي که واقعا ددغې جنایتکارانه پیښې عاملین لیونیان او په ذهني مرض مبتلاوی نو دا له پوځي پلوه بل اخلاقي جنایت دی چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې لیونیانو او عصبي ناروغانوته وژونکې وسلې په لاس ورکوي او هغوئ یې بیاورباندي په بیوزله افغانانو دټولو نورمونو خلاف ناتار ډزي  کوي .
دوی وائې دا دنړئ دکومو پوځي مقرراتو له مخې جوازلري چې لیونیان دې په پوځي تشکیلاتوکې مسلح او بیادي ورته دسولې دتأ مین مسؤلیت وسپارل شي

ډیر شمیر کندهاریان اوس په دې پوه سوي چي د کندهار دولتي اداره او کاناډائې والي توریالۍ ویسا هیڅ کله دکندهاریانو په غم کي نه بلکي دهغه وحشي امریکايي په غم کي دي چي څنګه او په کوم شکل د سزا څخه برأت ورکړل سي . دکندهار دزنګ اباد دسیمي یو قومي مشر وائې چي په سیمه کي دولسمشر استازي اسدالله خالد او دکندهار امنیه قومندان دواړو ته دا سي ثبوتونه وښودل سوه چي دلته یو کس وژل ندي کړي دلته دامریکایی سرتیرو څو موټران راغلي او په نیمه شپه کي ئې په یادو دریو کورونو کي عملیات کړي او تر قتل عام ورورسته خپلو سیمو ته ستانه سوي دي .

په سیمه کي ځیني شننونکي بیا په دې اندي دي چي دا کار دامریکا د ځانګړو ځواکونو لخوا په قصدي توګه ترسره سوی تر څو ولسمشر کرزی تر فشار لاندي راولي چي دشپنیو عملیاتو د شرط پرته ستراتیژک تړون ته غاړه کښیږدي . ددوي په وینا دا کار  د یوې پلان سوي پروژې لمخي سرته رسیدلی تر څو ولسمشر کرزي ته دا روښانه کي چي که امریکا د شپنیو عملیاتو څخه تیره هم سي بیا هم کولای سي چي  د لیوني او اعصابي په پلموخپلوچاپو ته ادامه ورکړي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery