مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-04-23   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

۳۶ روغتيايي مركزونه د كندهاريانو دپاره بسنه نه كوي .

لودين

په كندهار كې روغتيايي مسوولين وايي چې د ټول ولايت په كچه يې ۳۶ روغتيايي مركزونه بسنه نه كوي او دا مهال د ليرو پرتو سيمو زيات وګړي د روغتيايي اسانتياوو څخه بې برخي دي .
د كندهار د عامي روغتيا ريس ډاكټر عبدالقيوم پخلا وايې ، چې كندهار ټول اوولس ولسوالۍ لري چې ځيني ولسوالۍ يې ډيري پراخي دي او كندهار ښار هم لوى شوى او ورځ تر بلي يې نفوس د ډيريدو په حال كې دي  ، په وينا يې چې د كندهار د نفوس دپاره دومره لږ روغتيايي مركزونه او كم امكانات بسنه نه كوي .
پخلا وايې ،  چې د عامي  روغتيا د وزارت څخه يې په څو څو واره غوښتنه كړې ده خو د دوى د وړانديزونو په اندازه يې امكانات نه دي ورته برابر كړي دي .
ډاكټر پخلا د رسنيو له لاري يو ځل بيا پر اړوند وزارت ږغ وكړ چې ستونزي يې ورته حل او خلكو ته د ښه خدماتو د وړاندي كولو دپاره يې لازم امكانات په لاس كې وركړي .
بلخوا د كندهار د ولسواليو د ليرو پرتو سيمو اوسيدونكي هم له روغتيايي خدماتو د كموالي او يا هم له  بيخي نه شتون څخه په شكايت دي .
د ليري پرتو سيمو اوسيدونكي وايې چې د ناروغ د پيدا كيدو پر مهال حيران پاتي وي چې څه وكړي ، په وينا يې ،  ډير وخت چې كله له خپلو سيمو كندهار ښار ته ناروغان ليږدوي هغوى په لاره كې ژوند د لاسه وركوي.
  نورمحمد چې د كندهار د خاكريز ولسوالۍ د لام د كلي اوسيدونكى دى او خپل دوولس كلن ناروغ زوى يې ميرويس روغتون ته د تداوي دپاره راوستى وو  داسي وويل :
(( زموږ كور په لام كې دى  ، لام ډيري ليري دى ، په لاره كې ماينونه هم دي ، دغه زوى مې ناجوړه شو او يوه هفته كيږي چې تبه يې ده ، د خاكريز مركز ته مي رواستى هغوى ويل ښار ته يې بوزه ، ډير يې  په عذاب كړو،. زموږ په سيمه كې روغتيايي مركز نشته او موږ د ناروغ د پيدا كيدو پر مهال په ځان پوري حيران يو . ))
د كندهار د شاولي كوټ ولسوالۍ اوسيدونكي پنځوس كلنه بي بي رقيه چې د خپل خاوند سره يوه ځاى د خپل ناروغ زوى بستر ته ناسته وه  هم خپله ستونزه داسي ياده كړه .
(( زما دغه زوى څلور كلن زوى  دى يوه مياشت كيږي ناجوړه دى ، ناروغي يې ډيره شوه او اوس مو ښار ته راوستى دى ، د شاولي كوټ په بازار كې يو كلينيك شته نه ډاكټران لري او نه دواوي ، زموږ زوى ډير ناجوړه دى او اوس بستر دى ، ډاكټران وايې ناجوړي يې سخته ده ، كه موږ په خپله سيمه كې سم كلينيك در لودلاى ولې دلته راتلو . ))
كندهار د هيواد له نارامو سيمو څخه شميرل كيږي چې په ډيرو سيمو كې يې ناامنۍ د نورو چارو د ټكني كيدو تر څنګ روغتيايي مركزونه هم تړلي دي چې ځيني ولسوالۍ د ولسوالۍ په كچه بيخي هيڅ روغتيايي مركز نه لري .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery