رپوټ : سيدستار مهتابي :كندهار
خپرونكى : احمد لودين : كندهار
په كندهار كې د اطلاعاتو او كلتور رياست په نوښت د پښتو ژبي د نوموتي ليكوال ، تكړه شاعر او كندهاري مورخ استاد محمد معصوم هوتك په وياړ ادبي غونډه جوړه شوه .
غونډه چې تېره ورځ مازيګر د همدې رياست د غونډو په تالار كې جوړه شوي وه د كندهار والي پوهنوال ډاكټر توريالي ويسا تر څنګ د ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال ، د كندهار سپين ږيرو او ځوانو ليكوالانو، شاعرانو او په لسګونو د ادب مينه والو ګډون پكښي كړى وو .
د غونډي په پيل كې د كندهار د اطلاعاتو او كلتور ريس او د ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال پرانستونكي وينا وكړه ، ښاغلي پتيال دا دود چې افغاني وياړونه د هغوى په ژوند كي ستايل كيږي مخ پر غوړيدو وبلي او ويې ويل چې د پښتو ژبي تكړه ليكوال ، شاعر او مورخ استاد محمدمعصوم هوتك د هيواد او سيمي په كچه بي ساري فرهنګي خدمتونه كړي دي ، هغه وويل استاد هوتك د پښتو ژبي او ادب په اړه مغتنم ، تحقيقي او څيړنيز اثار افغاني ټولني تقديم كړي دي او د خپلي پوهي د ادب او تاريخ په ساحه كې يې د علمي صلاحيت پر اساس په پښتو ژبه او ادبياتو كې ډير نوي موضوعات په ډير دقيق ډول څيړلي او خلكو ته وړاندي كړي دي .
ښاغلي پتيال خوښي وښوده چې د پښتو ژبي د مخورو ليكوالانو او پخو شاعرانو ستاينه د هغوى په ژوند كې كيږي او ژمنه يې وكړه چې په راتلونكي به دا ستر دود ته د غوړيدو او رواجيدو په موخه نوري داسي د وياړني غونډي هم جوړي كړي .
وروسته كندهار والي پوهنوال ډاكټر توريالي ويسا هغه خاطري يادي كړي كوم چې د ښاغلي ويسا او ښاغلي هوتك د ښوونځي او پوهنتون په دورو كې چې دواړه هم دوره وه رامنځ ته شوي وي .
ښاغلي ويسا وويل په هم هغه وخت كې لا ښاغلي هوتك د پښتو ژبي او ادب سره ليونۍ مينه درلودل او هر وخت به يې د ادبي هڅو كارونه له ورايه ښكاريدل .
د كندهار والي په وينا چې ښاغلي هوتك د زده كړو پر مهال هم په كندهار كې سارى نه درلود او د ښوونځي په ټولو مضامينو كې خورا تكړه او لايق وو .
وروسته مخور ليكوال او شاعر ډاكټر عبدالرازق پالوال ، د كندهار پوهنتون استاد انجينر استاد شيرشا رشاد ، استاد حيات الله رفيقي او نورو ويناوالو د استاد محمدمعصوم هوتك په اړه ليكلي مقالي ولوستلي او د استاد د فرهنګي ژوند او ادبي هڅو په اړه يې خبري وكړي ، ويناوالو د پوهني د پياوړتيا او د پښتو ژبي د فرهنګ د غوړيدا په اړه د استاد كورنۍ د رول په اړه هم خبري وكړي او په دې برخو كې يې د هغوى هڅي او نه ستړيدونكي كارونه يې وستايل .
وروسته دروند استاد محمدمعصوم هوتك وينا وكړه .
ښاغلي هوتك زياته خوښي وښودل چې د مسافرۍ څخه خپل پلرني ټاټوبي او ادب او فرهنګ پلار كندهار ته راستون شوى دى .
هغه وويل زيات خوښ دى چې د يوي لويي غونډي په ترڅ كې د خپلو كندهاري ليكوالانو ، شاعرانو او فرهنګي ځوانانو سره ويني .
استاد هوتك د كندهار والي او د ولايت مقام د مرستيال څخه مننه وكړه چې د يوې غونډي په ترڅ كې يې د دد ه ستاينه وكړه او په دې سره يې ده ته وياړ ور وبخښى .
استاد محمد معصوم هوتك ځوانان متوجه كړه چې خپل هڅي ګړندۍ كړي او كه نن دوى ته د پښتو ژبي د فرهنګ او ادب پالل ور پاتي ده خو سبا يې مسووليت د اوسني نسل او اوسنيو ځوانانو دى .
د پښتو ژبي د فرهنګ او ادب لوى استاد محمدمعصوم هوتك د حاجي محمود هوتك زوى او ۶۵ كاله مخكي د كندهار ښار د دريمي ناحيي د ملا ګلداد په كوڅه كې زيږيدلى دى .
ښاغلى هوتك لا تاند ځوان وو چې خپلي زده كړي يې په خورا علاقه او پوره استعداد سره پر مخ بيولي ، د ښوونځي زده كړي يې د حاجي ميرويس خان نيكه په عالي ليسه كې بشپړي او په عالى درجه سره ترې فارغ شو .
د كانكور تر ازمويني وروسته د كابل پوهنتون د حقوقو پوهنځى ته بريالى او لوړي زده كړي يې پيل كړي چې وروسته د ناروغۍ له امله يې زده كړي نيمګړي پاتي او وروسته يې د كندهار دښوونكو د روزني په عالي موسسه كې نيمه لوړي زده كړي وكړي ، بيا يې بيا د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځۍ ولوست .
ښاغلى هوتك په ديني زده كړو كې هم تر چا نه دى پاتي .
د ښاغلۍ هوتك لمړى شعر په طلوع افغان تاريخي ورخپاڼه كې خپور او په همدې ورځو كې يې د پښتو ژبي او افغاني فرهنګ د ودوي دپاره خپلي هڅي نوري هم ګړندۍ كړي ، چې تر دې مهاله يې لسګونه ډول ډول كتابونه ليكلي او هر كتاب يې د هر چا په زړه كې ځاى نيولى دى .
په هيواد كې د سياسي بدلونو او اړو دوړ په پيدا كيدو سره ښاغلى هوتك د خپلي كورنۍ سره يو ځاى د هيواد نه مهاجرت ته اړ او لمړى پاكستان او بيا وروسته كاناډ ته ولاړ .
استاد محمدمعصوم هوتك اوس هم د هيواد نه بهر په كاناډا كې د هيواد نه د جلا كيدو او پرديسۍ دردونه ګالي خو افغانان ، كندهاريان او پښتو فرهنګ يې له پامه نه دى غورځولى او هلته هم د خپل كلتور او فرهنګ د غوړيدا دپاره هڅي كوي او خولې تويوي .
د هيواد لوى ليكوالان او او د ادب مينه وال په دې اند دي كه چيري د استاد هوتك غوندي مخور ليكوالان او شاعران د هغوى په ژوند كې وستايل شي نو د پښتو ژبي او پښتانه ادب په نوښتونو كې به يو بل د ارزښته ډك نوښت را زيږيدلى وي .