دخپریدو نیټه : 2012-05-06 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د ارواښاد استاد اولمیر یاد غونډه په ډنمارک کې وشوه .
پیوستون هیواددوست
د مای د میاشتې د پنځمې نېټې پر ماښام په ډنمارک کې د مېشت کونړیانو د فرهنګي ټولنې دغه راز د ډنمارک او افغانستان د لیکوالانو د ټولنې په یوه ګډه غونډه کې د افغانستان د موسیقۍ د سرتاج خدای بښلي استاد اولمیر یاد غونډه د یو لړ درنو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه .په خبر کې راغلي چې لومړۍ د مشرتابه هیاًت په استازیتوب ددغې ټولنې ریًس ښاغلي انجنیر ودیر ساپي د یوې لنډې وینا په ترڅ کې ګډونوالو ته هرکلی ووایه او د خپلو لنډو څرګندونو په ترڅ کې یې د ارواښاد استاد اولمیر له هنري هڅو او د هغه د ژوند له بېلا بېلو اړخونو په قدردانۍ سره یادونه وکړه .ورپسې افغان ژورنالیست او لیکوال ښاغلي محمد یوسف هېواددوست د یوې مقالې په ترڅ کې د استاد اولمیر ټول ژوندلیک او دا چې څنګه مرحوم استاد په خپلو اغېزمنو هڅو سره د افغاني اصلي موسیقۍ ډول او څرنګوالي ته نوی رنګ ورکړ یادونه وکړه . هېواددوست زیاته کړه :دغه راز استاد اولمیر په خپلو هېوادنیو او انقلابي سندرو سره د افغانستان د هر وګړي د هېواددوستۍ او وطنپالنې احساست راپارولي او هره ملي او حماسي سندره یې د افغانستان د دښمنانو په اندامونو لرزه راولي .استاد اولمیر د خپل ویاړلي ژوند په هره شېبه او لمحه کې د افغانستان ملي یووالی او د افغانانو پیوستون خبل شعار ګرخولی و او په خپلو هېوادپالونکو سندرو سره یې د ډیورند ها غاړي د تحمیل شوې کرښې د حامیانو او ښکېلاکګرو په ماڼیو کې د ویرې او ډار روحیه لا هم ورزیاتوله . هېواددوست دا هم زیاته کړه چې استاد اولمیر د وخت د راډیو افغانستان د پښتو ډرام او داستان له څانګې سره هم په ځینو مواردو کې مرسته کړې وه .موږ د استاد اولمیر مړینه د افغانستان ملي او منلې موسیقۍ ته یوه نه جبران کېدونکې ضایعه ګڼو او له لوی خدای نه ورته د ښو جنتونو هیله کوو .په دغه غونډه کې وروسته بیا د افغانستان تکړه او پېژندل شوي لیکوال او ژورنالیست ښاغلي محمد صفر خواریکښ د یوې لنډې وینا په ترڅ کې استاد اولمیر د افغانستان په موسیقۍ کې یو بې بدیله هنرمند په څېر یاد کړ .هغه وویل : ارواښاد استاد اولمیر په کابل کې په خپل پاتې کېدو سره او ددغه هېواد ملي یووالي او لوړتیا ته په خپل صادقانه کار سره ، دا خبره عملا وښوده چې لر او بر یو افغان دی او دا دوه ورونه هیڅوک سره نشي بېلولای .د استاد اولمیر سره چې هر چا هر څنګه چلند کړی ، خو د استاد هره سندره د هر ریښتیني افغان د وطندوستۍ احساسات راپاروي او ټول افغانان په ګډه خپل درانه محافل د استاد په دې سندره راپیلوي چې : دا مو د بابا وطن ، دا مو د دادا وطن ، دا پر موږه ګران دی و دا افغانستان دی . ورپسې ښاغلي ډاکټر عبدالرحمن باباخېل د یوې لنډې وینا په ترڅ کې وړاندیز وکړ چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت باید د موسیقۍ د زده کړې یو ښوونځی د مرحوم استاد اولمیر په نامه یاد کړي چې په دې توګه ددغه ستر انسان نوم به د افغانستان په زړه کې تل تر تله پاتې وي .خبر زیاتوي چې په دغه غونډه کې ښاغلو، ودیر ساپي ،عزیزالرحمن شریفي ډاکټر عبدالرحمن باباخېل ، صفر خواریکښ او یو شمېر نورو هم یو شمېر شعرونه ولوستل .د غونډې په بله برخه کې یوسف هېواددوست خپله یوه لنډه کیسه حاضرینو ته واوروله چې دا ټول ادبي آثار د حاضرینو لخوا په دود هرکلي سره ولمانځل شول .د غوندې د دغې برخې په پای کې حاضرینو د استاد اولمیر د څو سندرو کلیپونه ولیدل چې د ښاغلي عزیز الرحمن شریفي په همت دې غونډې ته وړاندې شول . د غونډې د پای خبره دا وه : دغو ټولنو وپتیله چې نور به هر کال د استاد اولمیر او د افغانستان د موسیقۍ د نورو سرلارو او مخکښانو یاد غونډې جوړوي او سږکال به د مور ورځ او د کونړ د سیند مشاعره دلته په ډنمارک کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځي .زموږ خبریال وایي غونډه د هغې ماښامنۍ په خوړلو سره پای ته ورسېده چې له همدې امله برابره شوې وه .