مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-05-14   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

خصوصي محصلين : توتاخېل مو د لوړو زده مخه نيسي

راحيله جواد

د تيرو دريو مياشتو راهيسي په كندهار كې د لمړي ځل دپاره د ملالۍ ميوندۍ او ميرويس نيكه د لوړو زده كړو دوو موسسو په فعاليت پيل كړى دى  چې يوې يې خپل درسونه پيل كړي او بلې يې هم د كانكور ازموينه اخستي او درسونه يې د پيليدو په حال كې دي .
كندهار چې له هري خوا ځپلى دى او د مركز له لوري هم د تعصبه ډكه چلند ورسره كېږي زيات هغه ځوانان چې د كانكور په ازموينه كې بې نتيجي پاتي كيږي په خصوصي ډول د لوړو زده كړو زمينه نه ده ورته برابره .
خو اوس مهال كندهاري ځوانان خوشبينه دي چې د لوړو زده كړو دوه پوهنتونه ورته جوړ شوي او دا مهال په سلګونه كسان په طب ، حقوقو او نورو برخو كې زده كړي پكښي كوي .
خو د دې موسسو مسوولين ، استادان او محصلين وايې  چې د كندهار پوهنتون ريس يې په وړاندي ستونزي پېښوي او د شخصي تعصباتو له مخي خصوصي محصلين تهديدوي او په ټولګيو كې يې توهينوي .
د ميرويس نيكه په نوم د لوړو زده كړو موسسي علمي مرستيال نقيب الله مطمين وايې :
(( دوې ورځي مخكي موږ ته د لوړو زده د وزارت معين راغلى او د پوهنتون څخه يې ليدنه كول چې د كندهار پوهنتون ريس ډاكټر حضرت مير توتاخيل هم ورسره وه ، ښاغلي توتاخيل محصلين سخت توهين كړه او په حركاتو يې د ورايه ښكاريدل چې هغه دا كار د كندهاريانو سره د شخصي تعصب له مخي كوي او نه غواړي چې كندهاري ځوانان  لوړي زده كړي وكړي .
هغه محصلينو ته وويل چې تاسو نالايقه ياست ، تاسو په كانكور كې بې نتيجي باتي شوي ياست ، تاسو درس نه شى ويلاوى  او نوري داسي خبري يې وكړي چې د انسانيت په چوكاټ كې نه وي .
موږ د لوړو زده كړو د وزارت څخه غوښتنه كوو چې موږ نور د توتاخيل د غلامۍ نه خلاص كړي او هغه منعه كړي چې نور د خصوصي پوهنتونو د محصلينو سره په اخلاق او انسانيت خبري وكړي ، موږ توتاخيل ته وايو كه چيري ته غواړي چې كندهاريان لوړي زده كړي ونه كړي او د هغوى څخه غله او يا نور ورانكاران جوړ شي ، دا خوب به دې رشتيا نه شي . ))
د ميرويس نيكه د لوړو زده كړو د موسسې محصل محمدناصر مبارز هم ورته خبره كوي او وايې :
(( توتاخيل صاحب هغه بله ورځ زموږ پوهنتون ته راغى دلته يې د زده كوونكو سره خورا بد چلند وكړ ، يوه زده كوونكي ته يې وويل چې ته نجار يې ته پوهنتون څنګه وايې ، بل ته يې ويل چې ته ټمبل يې ته بې نتيجې شوې ته پوهنتون څنګه وايې او تاسو بايد پوهنتون ونه واياست ، د توتاخېل صاحب حركاتو او خبرو دا ښودل چې دى نه غواړي كندهاري ځوانان لوړي زده كړي وكړې  .))
په دې اړه په جوړه شوي غونډه كې ، د همدې پوهنتون د ښځينه محصلينو په استازيتوب اغلي شهيره هم ورته خبري وكړې او ويې ويل چې هيڅ څوك د دوى په وړاندي د لوړو زده كړو دروازه نه شي بندولاى .
محصلينو په دې اړه په جوړه شوې غونډه كې يو پرېكړه ليك هم صادر كړ او ويې ويل كه يې په وړاندي همدا ستونزي جاري وساتل شي نو دوى به تر جمهوري رياسته هم خپل ږغ ورسوي .
د كندهار پوهنتون ريس ډاكټر حضرت مير توتاخيل بيا د خصوصي پوهنتونونو د محصلينو دا ادعاوي بې ځايه بولي او وايې چې د خصوصي پوهنتونونو څار ، تعقيب او نيوكي پرې كول د كندهار پوهنتون صلاحيت او مسووليت نه دى ، د توتاخيل په خبره چې د خصوصي پوهنتونونو د جوړيدو ، د  څار او كتني دپاره د لوړو زده كړو وزارت خپل لوى رياست لري ، په وينا يې د نوموړي پوهنتون څخه د لوړو زده كړو وزارت مرستيال ليدنه كول نوى دى هم ورسره ملګرى شو .
د توتاخيل په خبره چې دى د كندهاريانو سره هيڅ شخصي ستونزه نه لري او نه هم كوم تعصب ورسره لري ، په وينا يې كه ده تعصب درلودلاى نو د كندهار پوهنتون د پرمختګ دپاره به يې هلي ځلي نه كولاى ، په خبره يې چې د ده تر راتګ مخكي پوهنتون وروسته پاتي وه او اوس پرمختللى دى چې تر هلمند او ارزګان پوري يې هم څانګي غځيدلي دي .
دا په داسي حال كې ده چې د شنبې په ورځ د لوړو زده كړو د وزارت مرستيال تازه جوړو شويو خصوصي پوهنتونو نو ته ورغلى وو  او هلته يې ياد پوهنتونونه پر معيار نه برابر بللي دي  ، دې پلاوي د دواړ پوهنتونونو ادارو ته لارښوونه كړي ده چې د راتلونكي يوې مياشتي په ترڅ كې خپلي نيمګړتياوي اصلاح كړي، خو د خصوصي پوهنتونو مسوولين وايې چې پوهنتونونه يې  نوي جوړ شوي دي او د وخت په تيريدو سره به يې هر څه سم  او پر معيار به برابر شي .


Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery