د افغانستان د مشرانو جرګې د شكايت اوريدونو كيسيون د سويلې حوزې يو شمير خبريالانو ته چې په خپلو كارونو كې يې د ځانه وړتيا ښودلې ده او په ډيرو ترينګلو حالاتو كې يې د خلكو ږغ پورته كړى او حقايق يې سپړلي دي ستاين ليكونه وركړل .
نوموړي ستاين ليكونه په زابل كې د تكړه خبريال بشيراحمد فيضان په خاصه همكاري د نوموړي كميسيون د مشر ډاكټر زلمي زابلي له لوري برابر شوي دي .
هغه كسان چې د مشرانو جرګې له لوري ستايل شوي دي په كندهار كې د نى د ساحوي دفتر مسوول عبدالسميع غيرتمل ، په كندهار كې د شمشاد تلويزيون خبريال او د بېنوا ويب پاڼي پخوانى همكار احمد لودين ، د ازادۍ راډيو خبريال محمدصادق ريښتينى ، مشر خبريال نورالله نوري ، د كابل نيوز خبريال عبدالمنان ارغند ، د كندهار د اطلاعاتو او كلتور ريس او د ولايت مقام مرستيال او ځوان ليكوال عبدالقديم پتيال ، ليكوال او شاعر محمديار يار او ځيني نور كسان شامل دي .
د مشرانو جرګې د شكايتونو د اوريدلو د كميسيون مشر ډاكټر زلمي زابلي وويل چې د مشرانو جرګې له لوري يادو كسانو ته ستاين ليكونه ځكه وركړل چې يادو كسانو په خپلو كارونو كې زيات كوښښونه كړي دي او د ژورناليزم اصولو ته ژمن او فعال پاتي شوي دي .
د كندهار خبريالان د مشرانو جرګې د دې ابتكار څخه زياته مننه كوي او هرڅه په دې بېت كې ورته وايې .
ستاينه دي منم خو دومره نه يم ____________ دا دي پيرزوينه ده جانانه صدقه دي سم
د رواني اونۍ په لمړۍ ورځ هم د كندهار ځوانانو د كندهار يو شمير خبريالان وستايل او د هغوى د كارونو قدرداني يې وكړه .