د افغان- هوتكي پاڅون درې سوومه كاليزه د روان لمريز كال د مرغومي د مياشتې پر اتمه نېټه چې د ۲۰۰۵م كال د ډسمبر له ۲۹مې سره سمون خوري، په كندهار كې د اطلاعاتو، كلتور او ګرځندوى رياست، په دې ولايت كې
راپور : صالح محمد صالح
انځورونه : خليل الله سروري
د افغان- هوتكي پاڅون درې سوومه كاليزه د روان لمريز كال د مرغومي د مياشتې پر اتمه نېټه چې د ۲۰۰۵م كال د ډسمبر له ۲۹مې سره سمون خوري، په كندهار كې د اطلاعاتو، كلتور او ګرځندوى رياست، په دې ولايت كې د مېشتو ازادو ليكوالو او په لويه كې د جرمني مېشتې (د افغان كلتوري ودې ټولنې) په نوښت د لومړي ځل لپاره ولمانځل شوه.
د مراسمو لومړۍ برخه څېړنغونډه وه، چې د منډيګك په ماڼۍ كې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو څخه راغلو ليكوالو، شاعرانو مخورو او دولتي چارواكو په ګډون د سهار پر ۹ بجو د قاري عبدالله كاموال له خوا د قران كريم د څو مباركو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه، د غونډې ويندويي د كندهار د اطلاعاتو، كلتور او ګرځندوى رياست رئيس عبدالمجيد بابي كوله او ټولو ګډونوالو ته يې ښه راغلاست ووايه.
كندهار والي اسدالله خالد د ښه راغلاست تر څنګ د هېواد اوسنۍ سياسي وضعې ته په اشارې سره خپلې خبرې اوږدې كړې او د داسې غونډو ارزښت يې وښود او هيله يې وكړه چې داسې نورې غونډې دې هم جوړې شي.
ورپسې د بېنوا فرهنګي ټولنې مشر عبدالاحمد محمديار د هغو ټولو كسانو ا و ټولنو څخه مننه وكړه چې د دې څېړنغونډې په جوړولو كې يې مرسته كړې وه.
تر محمديار وروسته ډاكټر عبدالرزاق پالوال، عبدالغفور لېوال، عبدالكريم طالب، عصمت الله زهير، محمد صادق ژړك، عبدالقديم پتيال، بارك عاطفي او يوشمېر نورو ليكوالو خپلې ليكنې واورولې. ورپسې د غونډې درې كسيزې جرګه ګۍ د غونډې پرېكړه ليك واوراوه، چې د ځينو ګډونوالو له خوا ځينې مادې ورزياتې شوې، د غونډې په وروستۍ برخه كې د كندهار د عالمانو رئيس خپلې خبرې وكړې او غونډه يې د دعايې په لوستلو سره پايته ورسوله.
غرمنۍ هم په همدې ماڼۍ كې د مېلمنو لپاره تياره شوې وه. تر غرمنۍ او لمانځه وروسته مېلمنو د علامه رشاد بابا په نامه نوى جوړ شوى نندارتون، دغه راز هوتكي واكمنۍ پلازمېنې (نارنج ماڼۍ) چې د كندهار په زاړه ښار كې پرته ده او د هېواد له ارزښتمنو تاريخي ځايونو څخه شمېرل كېږي، وكتله.
د يادولو وړ ده چې دغه ماڼۍ د چارواكو د بېغورۍ له كبله له ستر ګواښ سره مخ ده، دغه راز مېلمانه د حاجي ميرويس خان نيكه زيارت ته هم لاړل، چې د فرهنګيانو له خوا ورته د ګلونو ډالۍ راوړل شوې وه.
د ماښامنۍ لپاره خوشبخت سالون ټاكل شوى و، چې هورې د موسيقۍ او مشاعرې ترتيبات هم نيول شوي وو، چې تكړه سندرغاړي ښاغلي حاجي عبدالرحمن رحماني سيمينار ته لا ښكلا ورپه برخه كړه چې ځينو ځوانانو د اتڼ پروګرام هم درلود، رحماني په خپل خوندور اواز سره ډېرې ښكلې سندرې وويلې، چې ګډونوالو يې ډېر هركلى وكړ. نوموړى د موسيقۍ استاد دى چې په ډنمارك كې په انګريزي او ډنماركي ژبه د كلاسيكۍ موسيقۍ درس وركوي او په سلګونو شاګردان يې روزلي دي.
تر موسيقۍ وروسته مشاعره پيل شوه چې تر سهاره پورې يې دوام وكړ، د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه راغلو شاعرانو خپل شعرونه واورول، چې په منځ منځ كې د كندهار نندارې له خوا نندارليكونه (نمايشنامې) او ځينې تمثيلي سندرې واورول شوې، چې محفل يې لا تود وساته. چې ويندويي يې تكړه وياند عبدالقادر كلاتوال كوله.
ددې څېړندغونډي په لسګونه انځورونه دلته وګوری