د ساينس پوهنځۍ چې د کابل پوهنتون په غېږه کې يو له لمړنيو پوهنځيو څخه شميرل کېږي د تېرې چهارشنبې په ورځ د مرغومي د مياشتې په اوومې نيټې د خپلو فارغانو 60 مه کليزه په شانداره مراسمو سره ولمانځله
بصير بهيروردګ له کابل څخه
د ساينس پوهنځۍ چې د کابل پوهنتون په غېږه کې يو له لمړنيو پوهنځيو څخه شميرل کېږي د تېرې چهارشنبې په ورځ د مرغومي د مياشتې په اوومې نيټې د خپلو فارغانو 60 مه کليزه په شانداره مراسمو سره ولمانځله . دا محفل چې د کابل ښار د اسيا په هوټل کې جوړ شوی وو د سهار په لسوبجو د قران کريم په څو مبارکو ايتونو سره پيل وروسته د ساينس دپوهنځۍ سرپرست او د کمپيوټر ساينس د څانګې امرښاغلي پوهندوی همايون ناصري خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې يې په ډير وياړ دا خبره غبرګوله چې موږ خپلې افغاني ټولنې ته يو ځلې بيا خپل لوړ استعدادونه وړاندې کوو تر څو د خپل کړيدلي هيواد د بچيانو د روزلو په برخه کې په پوره ايماندارۍ خدمت وکړي.وروسته د کابل پوهنتون اوسني سرپرست او اداري معين ښاغلي پوهاند ظاهر ستانکزي اوږدې خبرې وکړې او له ټولو فارغانو يې خپله خوښي څرګندوله .وروسته د همدې پوهنځۍ د اړونده څانګو امرينو هر يوه پوهاند نور احمد ميرازي او پوهاند همکار اوږدې خبرې وکړې او هيله يې لرله تر څو همدا فارغان خپل مسړليت وپيژني اوکومه درنده دنده يې چې په غاړه کې ده په ښه صورت سره سرته ورسوي.
د پروګرام دوهمه برخه ممتازو محصلينو ته دډاليو ورکول وو چې د شاداب ظفر د شرکت لخوا برابر شوي وو .
د پروګرام دريمه برخه د ډوډۍ پروګرام وو چې تر دوو بجو يې دوام وموند.
په دې محفل کې په زړه پورې خبره داوه چې د ټولو فارغانو په غاړو کې ځانګړې جامې وې چې د دوی دفراغت ښکارندويي يې کوله او په همدې جامو کې يې د خپلو استادانو څخه دخپل فراغت ستاينليکونه تر لاسه کړل چې له دې وروسته استادانو هم پخپل وار هغه ډالۍ تر لاسه کړې کومې چې د همدې پوهنځۍ د محصلينو لخوا برابر شوي وو .
وروسته محفل په سندريزې فضا سره تود وساتل شو چې ډيری برخه يې ملي اتڼ ته ځانګړې شوې وه چې استادانو او محصلينو پکې پخپل وار څڼې واړولې.
پروګرام د مازديګر تر پنځو بجو دوام وموند او په ډيرې خوښۍ او خوشحالۍ سره په داسې حال کې چې دټولو محصلينو په شونډو موسکا او په سترګو کې يې د خوښۍ اوښکې ګرځيدې پای ته ورسيد.