مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-07-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کابل : د افغان ځوانانو د همغږۍ جرګې کتابتون پرانست

benawa afghanistan
حیران
د افغان ځوانانو د همغږۍ جرګې په کابل ولایت کې کتابتون پرانست
د افغان ځوانانو د همغږۍ جرګې له خپلې ژمنې سره سم چې د کابل ولایت په ولایتي جرګه کې کړې وه چې د کابل له جرګې وروسته به په  کابل ولایت کې د ځوانانو د سالمې بوختیا لپاره کتابتون جوړوي تېره اونۍ یې د سرطان په دویشتمه نیټه دغه ژمنه پوره کړه چې په پرانست غونډه کې د افغان ځوانانو د همغږۍ دجرګې دمرکزي کمیټې د غړو په  شمول د هېواد یو شمېر مخورو  لیکوالو ګډون درلود د یادونې ده چې دغه کتابتون دهېواد د تکړه لیکوال محمد اصف صمیم په  نامه  ونومول شو همدارنګ د افغان ځوانانو  دهمغږۍ جرګې مشرې ماریاتوتاخېل په  خپلو خبرو کې وویل چې ورته کتابتونونه به د هېواد په  ټولو ولایاتو او ولسوالیو کې جوړوي ترڅو ورنه ځوانان ګټه پورته کړي چې پيل یې له کابله وشود افغان ځوانانو دهمغږۍجرګه چې د ځوانانو ترمنځ د همغږۍ په موخه جوړه شوې ده  هران هوډ لري ترڅو د ځوانانو  ترمنځ همغږي رامنځته  کړي زموږدځوانانو ذهني او فکري ترمرکز د ځینو سیاسي ډلو ټپلو له خو پاشل شوی دی دغه جرګه د د غبرګولي ۲۵ مه په  کابل کې د کابل ولایت په کچه داریاناکابل هوټل کې لومړنۍ جرګه وکړه چې له دې نه ورسته  به  د هيواد په  نور ولایاتو، ولسوالیو او کلو کې جوړيږي او خپل پیغام به د هېواد ګوډ ګوډ ته  رسوي د یادوني ده چې دغه جرګه کامل خپلواکه او هیچا پورې تړاو نه لري
 


 د کتابتون پته : کابل د دیمزنګ لومړي سرک ته مخامخ مخب زاده مارکيټ ۱۱ نمبر دوکان
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery