مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-07-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له سليم صافي سره دبي بي سي مرکه

سيدحسين پاچا

 

[[سوله خو څوک نه خوري، خو موږ سوله خوړلې چې وختي هضمه شوې، نو ځکه يې خو يې اوس د الهي او نبوي ارشاداتو او د افغاني رواياتو باوجود هم لاسته نه شو راوړلی]]

[[خلک وخت په وخت د ځان د پياوړتيا او د نوې تېکنالوژۍ د ترلاسه کولو لپاره خپلې غوښتنې نوې کوي، د مسلمو وغيرمسلمو خو يې ونه منله، خو دا پلا يې په لندن کې د اسرائيلو په منځګړيتوب سولې ته غاړه کېښووه، خو زموږ سرزوري په دې نه توانيږي چې که جهاد امر الهي دی، نو سوله هم امر الهي ده، د خپل ولس لپاره له خپلو غوښتنو نه تيريږي، نو ځکه له خپل پښتون مشر سره سولې ته هم نشي تيارېدای. د ټولنې اصلاح (سمون) به له دننه ډېره مؤثر وي نه له بهره]]

[[د ډيورند خيالي کرښه چې هېڅ ثبوت وشواهد او لاسوند يې نه تر سترګو کيږي، خو بيا هم افسانوي وهم يې لا پروت دی. د ډرون حملې خو د خپل ځان په اړه پر خپلې خپلواکۍ تېری بولي، خو پر ما چې توغندي راولي او هم مې په خاوره کې راننوتی، نو بيا يې تېری نه، بلکې د خپل ځان لپاره مشروع بولي، نو اميرالمؤمنين، حقاني او مفسر به مې کله پوه شي؟ که مو قوي مرکزي حکومت درلودای، نو د هانکانګ غوندې به زما مساله هم يوې خوا ته شوی وای. هغه علم ومدرسه دې ورکه شي چې حق نه شي ويلای په رښتيا چې ځانځاني لويه بلا ده]]


بي بي سي، پښتو :
پاکستان يوځل بيا له امريکا غوښتي دي چې په خاوره يې د بې پېلوټه الوتکو بريدونه بند کړي. دا غوښتنه په امريکا کې د پاکستان سفيرې شيري رحمن کړې ده. نوموړې ومنله چې دا بريدونه القاعدې په تاوان رسولو کې ډېر ګټور دي، خو زياته يې کړه چې دا له اورپکو سره د نويو کسانو په پيدا کولو کې هم مرسته کوي.

د بې پېلوټه الوتکو بريدونه په ظاهره د واشنګټن و پاکستان ترمينځ اړيکو د ترينګلتيا يو لوی علت بلل کيږي او ټاکل شوې ده چې په راتلونکې اوونۍ کې د دواړو هېوادو د استخباراتو مشران په خپلې غونډې کې په در خبرې وکړي.

د سيمي د چارو شنونکي له سليم صافي نه مې لږ وړاندې وپوښتل چې پاکستان دې غوښتنې ته څنګه ګوري، او ايا فکر کوئ چې د واشنګټن په دريځ کې به په دې تړاو څه بدلون راشي ؟

نه، زه فکر نه کوم چې څه بدلون به راشي. ځکه چې د پاکستان دا غوښتنه څه نوې نه ده. پاکستان په تېرو وختونو کې هم دا غوښتنه کړې وه او امريکا دغه غوښتنه نه ده منلې. په تېرو وختونو کې چې پاکستان کله د ناټو سپلايي بنده کړې وه، نو په هغه وخت کې امريکا څه لږو ډېره مختاجه شانته هم وه، نو چې په هغه وخت کې امريکې د پاکستان دا غوښتنه ونه منله، نو له دېنه پس خو ما ته د هغې هېڅ امکان نه ښکاري.

ځينې کسان داسې شک کوي چې د پاکستان حکومت په پټه دغه خبره منلې ده چې تاسو بريدونه کوئ او موږ به يې غندنه کوو. دا خبره تر کومه درسته کېدای شي ؟

ګوره ترڅو پورې په ړومبي پړاو کې د ډرون حملو چې تعلق دی د پروېز مشرف په دور کې، نو دا خبره اوس پټه نه ده پاتې شوې چې دا حملې د پاکستان د حکومت نه يوازې دا چې په اجازت باندې کيږي، بلکې باقاعده د هغوی لپاره يو کارتور هم امريکايانو ته ورکړل شوی دی لکه په هغې کې شمالي وزيرستان دی، په هغې کې کورمې ايجنسي ده او په هغې کې باجوړ دی. ځکه تاسو به کتلي وي چې په تېرو وختونو کې په کوټه کې په کوم ځايونو کې چې امريکايان زيات تور لګوي چې هلته کې افغاني طالبان دي هلته د ډرون حمله نه ده شوې. دغه راز په مهمندو ايجنسۍ کې هم نه ده شوې او په هغې کې هم د دې ذکر راغلی دی چې يوځل د امريکې سفير خپل حکومت ته دا شکايت کړی وو چې يو ډرون پاکستان ته داسې راداخل شوی وو چې د هغې نمبر او پرېکنسي له مخکې نه د پاکستان مامورينو ته نه وه ورکړ شوې، نو هغه خپل حکومت ته ويلي وو چې د بيا لپاره دې داسې کار ونه شي. بيا په دې موجوده حکومت د زرداري صاحب په شروع کې دا خبره هم مخې ته راغلې ده چې دا سياسي مشران چې کوم دي زموږ  د پرايم مينيسټر (لومړي وزير) په هکله باندې ويل شوي وو چې هغه امريکايانو ته دا ويلي وو چې تاسو بريدونه کوئ او موږ به يې غندنه کوو.  اوس که د هر څه مودې نه د پاکستان حکومت دا تشويش خپل کړی دی په خاصه توګه باندې د پاکستان پوځ دا غوښتنه کوي چې يا دې دا حملې بندې شي او يا دې دا تېکنالوژي پاکستان ته ورکړ شي. خو ولې امريکايان په دې باندې هم پوی دي چې د پاکستان د غوښتنې نه سېوا دې اړوند کې څه نه شي کولای، نو ځکه ما ته نه برېښي چې دا حملې به په راتلونکي وخت کې بندې شي.

ښه، دا چې شيري رحمن په امريکا کې د پاکستان سفيره ده د هغې له خولې ويل شوي دي چې د بې پېلوټه الوتکو دغه حملې منفي پايلې لري يعنې له وسله والو سره مرسته کوي چې نوي کسان وګوماري، تاسو هم په دې نظر ياست ؟

ګوره په هغې کې که چېرې بېګناه خلک مري، نو يقيناً چې د هغې دغه عکس العمل راوځي. دويمه دا خبره هم ده چې په هر حال دا حملې د پاکستان د سويرينټې sovereignty او د خپلواکۍ خلاف دي. تر هغې پورې چې ترڅو پورې چې د پاکستان په ظاهره د هغې مخالفت کوي بيا په هغې باندې که دننه خبره هر څنګه وي د پاکستان پورې يوه خندا هم ده چې خپله د پاکستان واکمن هم په دې خندا کې شريک دي.حتا امريکايان په دې خبره باندې پوی دي او هغوی دا خبره کوي چې تراوسه پورې القاعده ته هم په دغه سيمه کې څه نقصان رسولی دی هغه دغه بې پېلوټه الوتکو او ډرون رسولی دی. او دغه راز دا خبره هم له چا نه پټه نه ده چې د پاکستان د طالبانو مشر بيت الله محسود هم په دغه حملو کې ووژل شو او دغه راز قاري حسين په دغه حملو کې په نښه شو او د تحريک طالبان يو شمېر نور کسان هم هغه په دغه حملو کې له دغې لارې نه وژل شوي دي. او د هغې په وجه باندې القاعده او د تحريک طالبان د غړو ترمينځ کمونېکېشن هم ډېر مشکل شوي دي. نو امريکايان خو دا په دې لحاظ باندې د ځان لپاره ډېر فايده من بولي چې په هغې کې د هغوې د پوځيانو او د هغوی د خلکو د مړه کېدو هېڅ امکان نشته. خرچه هم پرې کمه ده او بل طرف ته د هغوی مخالفينو ته نقصان هم ډېر رسيږي.

ښه، نو ستاسو په فکر د پاکستان حکومت په دغه ډول ناندريو کې ځان راښکېلوي چې د ميډيا د ريپوټونو پر بنسټ د بندولو غوښتنه کوي يعنې د دې هدف څه دی په سياسي ډګر کې ؟

ګوره، د پاکستان او د امريکي حکومتونو دواړو يوه اشتباه کړې ده. په امريکا کې هم د امريکې حکومت د خپلې ميډيا او د خپلو نورو طريقو باندې د پاکستان خلاف کرکه او نفرت راخپور کړی دی او بل طرف ته د هغوی استبليشمينټ هم د پاکستان سره په دې دوران کې همکاري کوله. په پاکستان هم د پروېز مشرف په وخت کې دا کار شوی دي چې دلته د امريکې خلاف هم او د ډرون خلاف هم يو نفرت د پاکستان د استبليشمينټ په وينا باندې خپور شوی دی. اوس د امريکې حکومت هم د هغې پرسيپشن کې نښتی دی او د پاکستان حکومت په هغه پرسيپشن کې چې کوم دوی په دې اړه د ميډيا په طريقه باندې خپور کړی دی په هغې کې نښتی دی. نو هغوی چونکه خلک د پاکستان د حکومت پر ضد باندې ميډيا د دې خلاف ده، نو پاکستان له دې وجهې نه د هغې غندنه کوي او د هغې د بندولو غوښتنه کوي. او بل طرف ته د پاکستان حکومت دا غواړي چې په دې طريقه باندې هغوی دغه تېکنالوژي له امريکا نه ترلاسه کړي د کوم چې زيات امکان نه ښکاري. دا دواړو ملکونو د استبليشمينټ سياست دی چې له يو بل سره يې کوي او په مينځ کې د افغانستان وپاکستان ولس چې دی سپر کيږي او هغوی پکې مري او خواريږي.

[د سياسي چارو شنونکي سليم صافی وو چې د پاکستان وامريکا ترمينځ د بې پيلوټه الوتکو د ناندريو پر سر راسره خبرې کولې.]

په درنښت


http://www.bbc.co.uk/pashto/multimedia/2012/03/000001_evening_prog.shtml

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery