د ۱۳۷۵ هجري لمریز کال دمیزان دمیاشتې په شپږمه شپه ( ۱۹۹۶/۹/۲۷ ) دافغانستان پلازمینه کابل دطالبانو په لاس فتحه شو، دفوځي عملیاتو په زور د پلازمینې فتحه له نظامي او سیاسي لیدلوري مهمه پیښه بلل کیږي ، له همدې امله دطالبانو لخوا دکابل فتحې ته هم په ملي او بین المللي کچه دیوه مهم تاریخي رویداد په سترګه کتل کیږي ، چې دافغانستان او سیمې په سیاست یې ژور اغیز پریښود ، داچې دا پیښه ( رښتیا ) څرنګه واقع شوه ، په لاندینۍ لیکنه کې هڅه کوو په دې اړوند شته حقائق درسره شریک کړو . دکابل دنیولو لپاره دطالبانو هڅې او دمسعود تعلل په ۱۹۹۵/۲/۵ نیټه دطالبانو اسلامي تحریک دمیدان وردګو ولایت مرکز میدان ښار دحزب اسلامي له سرتیرو ونیو او په دې توګه دکابل په دروازه ودرېدل ، دطالبانو برق آسا فتوحاتو په نړیواله میډیا او افغاني دخیلو خواوو کې سخته غوغا ګډه کړې وه ، تردې چې ټولو افغاني جنګي خواوو فکر کاوو چې دپوځي مقاومت له لارې دطالبانو مخه نیول ناشونی کار دی ، ددې لپاره چې طالبان څه موده په کابل له برید څخه منصرف کړي ، دکابل اصلي واکدار احمدشاه مسعود میدان ښار ته سفر وکړ ، دطالبانو په وړاندې یې دتسلیمۍ دتمثیل په دود خپله توپانچه کیښودله او ویې ویل چې دجګړې دپای ته رسولو لپاره هرډول همکارۍ ته تیار دی ، ځیني کسان دمسعود داحرکت دنوموړي له سولې سره دعلاقې یو ثبوت بولي ، خو واقعیت دادی چې مسعود په دې حرکت کې مخلص نه وو ، بلکې دایې د کابل ددفاع لپاره یوه غولوونکې هڅه وه ، دنوموړی یو نږدې ملګری جنرال داود چې له مسعودسره په دې سفر کې ملګری وو وایي چې دمسعود له دې سفر سره یې ملګري مخالف وو خو مسعود ددې ملاقات وجه دا وښودله (اگر تا مدتی، طالبان را عقب دروازه های کابل متوقف نکنیم، جنگ را می بازیم. روحیه مجاهدین ضعیف است و فکر می کنند که طالبان شکست ناپذیر اند. کسانی که به پیروزی حتمی معتقد نباشند،شکست می خورند. باید به هر طریق ممکن، طالبان چند ماه در خطوط جنگ کابل متوقف بمانند تا افراد ما به تدریج به این نتیجه برسند که آن ها هم مثل خود شان انسان اند و با یک گلوله از پا در می آیند ) طالبانو هغه مهال داحمدشاه مسعود دسولې سره په علاقه باور وکړ نوځکه یې دعملیاتو مخه له کابل څخه دلوګر په خوا واړوله ، خو وروسته ورته څرګنده شوه ، چې مسعود هیڅکله نه غواړي جګړه مارۍ ته دپای ټکی کیږدي ، له همدې امله په کابل بریدونه پیل شول ، طالبانو نږدې یونیم کال دمیدان ښار ، چهار اسیاب ، او عینک لخوا په کابل بریدونو ته دوام ورکړ ، خو دکابل په نیولو ونه توانیدل . د ۱۳۷۵ کال داسد دمیاشتې په لومړۍ نیمایي کې طالبانو دپکتیکا په اورګون کې دحزب دقومندان خالدفاروقي په خلاف عملیات پیل کړل ، چې نوموړی یې له سیمې تیښتې ته اړ کړ، له دې وروسته دطالبانوهمدا لښکر دپکتیا مرکز ګردیز ته راغی او له هغه ځایه یې دځاځیو په احمدخیلو ، اریوب او نورو سیمو عملیات پیل کړل ، دطالبانو لښکر چې شهید ملابورجان یې مشري کوله ، دهمدې کال دسنبلې په لومړیو ورځو کې احمدخېل ولسوالي ، دځاځیو دعلي خیلو چوڼۍ ، داتحاد دتوربابا غونډ او ورپسې سپینه شګه ونیوله ، او دلوګر دازرې په خوا یې لښکر کشي پيل کړه . دافغانستان پخوانی داخله وزیر او دطالبانو یو لوړ رتبه قومندان دکندهار دسپین بولدک اوسیدونکی ملاعبدالرزاق اخند چې همدې عملیاتو برخوال وو ، ددې جریاناتو په اړه وایي . کله چې موږ سپینه شګه ونیوله ، نو دمسعود لخوا ناڅاپه یوځل بیا احوال راغی ، چې زه غواړم مذاکرات وکړم او جګړې ته دپای ټکی کیږدم ، موږ دده دمذاکراتو خبره ومنله ، دمسعود استازی چې مولوي قربان یي مشري کوله میدان ښار ته راغی او ما دطالبانو په نمایندګي ورسره مذاکرات وکړل ، دمسعود پلاوي ویل چې مسعود ویل چې لومړی زما لخوا طالبانو ته دسپینې شګې دنیولې مبارکي ووایاست او بله داچې زه حاضریم چې نور جګړه مارۍ ته دپای ټکی کیږدم ستونزه دخبرې له لارې حل کړم خو تاسو یوازې خپل عملیات ودروئ ، زه حاضر یم چې دځان دسپینولو لپاره حتی رباني ، سیاف او حکمتیار کندهار ته درولم ، خوموږ چې دمسعود تیره دوکه ، دروغ او تاکتیکي چلند لیدلي وو ، دې نتیجې ته ورسیدو ، چې مسعود یوځل بیا غواړي په دې اوتو بوتو دطالبانو دپرمختګ مخه ډب کړي ، موږ څو نور مسائل ورسره وڅيړل چې تاسو که رښتیني یاست دستونزې دحل په موخه له موږ سره په دې برخو کې مقدماتي همکارۍ وکړئ ترڅو موږ پوه شو چې تاسو واقعا څومره سولې ته لیواله یاست ، خو زموږ تصفیوي عملیات به جریان لري . طالبان دافغانستان دختیځ په خوا طالبانو ازره او حصارک ونیول او له هغه ځایه په جلال اباد ورغلل ، دجلال اباد دحاکمې شورا ډیر غړو ( دحاجي قدیر له ډلې پرته ) له وړاندې له طالبانو سره تماس نیولی وو او دطالبانو دورتګ هرکلی یي کړی وو دامهال که له یوې خوا طالبان له دحصارک لخوا دجلال اباد په خوا روان وو له بلې خوا دتورخم دسرحدي ښار واک هم طالبانو دځایي قومندانانو او مجاهدینو سره دمخکنۍ مفاهمې له لارې ترلاسه کړی وو، دجلال اباد دشورا تقریبا اویا تنه غړي او منسوبین چې انجینیر محمود ، حاجي سازنور ، نادر عرب ، نعیم پاچا ، محمداکبر مجددي او نور په کې شامل وو له طالبانو سره دپیوستون په خاطر په دتورخم په خوا روان شول ، چې په لاره کې کمین ورته نیول شوی او تقریبا ټول یې په سخته بۍ رحمۍ په شهادت ورسول ، په همدې کې کله چې په ۱۹۹۶/۹/۱۱ نیټه د طالبانو زر کسیز لښکر جلال اباد ته ننوتلو نو دحضرت علي او مسعود قواوې تردوی دمخه ښار ته ننوتې وې ، طالبان د درونټې په سیمه کې دحضرت علي دکسانو له کمین سره مخامخ شول ، خو حضرت علي ډیر زر شکست وخوړ او مخ په لغمان وتښتید ، په ښار کې یوازې دکابل درژیم ځینو راغلیو وسلوالو خال خال مقاومت وکړ ، نور جلال اباد په پوره امن دطالبانو لاس ته ولوېد ، دجلال اباد له نیولو وروسته په داسې حال کې چې په طالبانو پرلپسې دکابل درژیم لخوا بمبار روان وو ، حضرت علي یوځل بیا دلغمان لخوا په جلال اباد دبرید هڅه وکړه ، او ددوراهي په سیمه کې سرک ته راووت ، طالبان دملابورجان په مشرۍ دنوموړي په تعقیب ووتل ، چې نه یوازې یې په دې عملیاتو کې حضرت علي ته سخت شکست ورکړ بلکې دلغمان مرکز مهترلام او نورې ډیرې سیمې یې هم ونیولې او دحضرت علي کسان علیشنګ او دولت شاه ته وتښتیدل ، له دې وروسته طالبان دملابورجان اخند په مشرۍ د سبتمبر په ۲۱ نیټه دکونړ ولایت مرکز اسعداباد ته داخل شول ، دکابل درژیم یو قومندان شیرافضل له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو او نورو دتیښتې لاره ونیوله . په دې مهال چې طالبان په کونړ کې او لغمان کې دچارو په تنظیم بوخت وو دکابل لخوا دمسعود او حکمتیار ګڼې قواوې وریښمین تنګي ته راغلې او په طالبانو دبرید لپاره یې ترتیبات پيل کړل ، دطالبانو وتلي قومندانان چې دا خطر یې حس کړی وو له کونړ څخه بیرته همدې سیمې ته راوګرځیدل ، د سبتمبر په ۲۲ نيټه دمسعود او حکمتیار قواوو د وریښمین تنګي له استقامته په طالبانو برید پیل کړ ، چې سخت بمبار د هم ورسره ملګری وو ، دوی د دوراهي په سیمه کې له طالبانو سره ونښتل خوطالبانو دکابل درژیم دابرید په شا وتمباوو ، په دې مهال دطالبانو مشهور قومندان ملابورجان په کونړ کې وو او په سیمه کې دطالبانو مشري ملاعبدالرزاق کوله نوموړی وایي د دوراهي په سیمه کې موږ یوازې ددفاع په نیت جګړه کوله ، خو دجګړې په وروستۍ شیبه کې مې په مخابرو کې ددوی وارخطایي او دعقب نشینۍ اوامر واوریدل ، له همدې امله مو په دوی تعرض ته زور ورکر ترڅو دوی دوریښمین تنګي په خوا وتښتیدل ، سهار مو چې کتل دښمن له سیمې تښتیدلی وو نو په تعقیب یې روان شوو ترڅو وریښمین تنګي ته ورسیدو ، دلته زموږ دوه موټر ماینونو والوزول ترڅو وریښمین تنګي ته ورسیدو له دې وروسته موږ دوه ورځې همدلته انتظار شوو ترڅو ملا بورجان اخند له کونړ څخه راوګرځید او بیا مو په دښمن عملیات پیل کړل . طالبان څنګه په کابل وروختل دطالبانو لخوا دکابل دنیولو عملیات دافغانستان دجګړو په تاریخ کې بي ساري عملیات بلل کیږي ، یو لویدیځوال ژورنالیست ډیویډ لاین دپوځي چارو دیوه کارپوه له قوله ددې جګړې په اړه وایي ( دا دخوځنده جګړې یوه خورا نادره او اغیزمنه بیلګه وه دافغانستان په جګړه ایز تاریخ کې تراوسه هیڅ کومې ډلې هم په دومره پراخه عملیاتي سیمه کې په داسې پیچلو او پریکنده عملیاتو لاس نه وو پورې کړی ) رښتیا هم دطالبانو لخوا دوریښمن تنګي ، سروبي او ماهیپر فتحه کول او بیا په فاتحانه دريځ په پلازمینه ورهسکېدل ، خورا هیښوونکې بریا وه ، دطالبانو ددې عملیاتو د یوه برخوال ملاعبدالرزاق له قوله په دې عملیاتو کې دطالبانو شمیر شاوخوا ۷۰۰ تنه وو چې په ملابورجان او ملاعبدالرزاق سربیره ، ملاسیف الرحمن منصور ،مولوي خوشال ملنګ غوندې ځینې نور دطالبانو وتلي قومندانان هم وو خو عمومي مشري دملابورجان اخند په غاړه وه دطالبانو په مقابل کې دحکمتیار او مسعود په سلګونو ځواکونو په دې غرنۍ سیمه کې محکم سنګرونه نیولي وو ، نه یوازې دکابل درژیم ځمکنۍ قواوې ډيرې وې بلکې هغوی له ډیرې مودې راهیسې په دې سیمه کې په سرک ، دغره په ډډو ، دسیند په غاړو ، ترپلونو لاندې او بل هرځای کې ماینونه هم خښ کړي وو او یو زیات شمیر نور یې په سرک دانفجار لپاره اماده کړي وو ، داسیمه چې پخوا شورویانو هم په ماینونه فرش کړې وه دمسعود او حکمتیار لخوا یوځل بیا دطالبانو دمخنیوي په خاطر په ماینونه فرش شوې وه په دې سربیره په طالبانو دهوا لخوا سخت بمبار هم روان وو ، داچې په داسې پیچلو شرایطو کې طالبان څنګه وتوانیدل ، ددښمن خنډونه مات کړي راځئ دعملیاتو یوه برخوال ملا عبدالرزاق اخند ته غوږ شو چې خپل دسترګو لیدلی حال راته بیان کړي . ملا عبدالرزاق اخند دهیواد ورځپاڼې د پنځمې دورې له (۳۲۸ ) ګڼې سره په مرکه کې وایي ( په وریښمین تنګې کې له دوه ورځې پښه پرځای انتظار وروسته دمیزان په څلورمه نیټه ملابورجان اخند له کونړ ه راغی ، او دکابل دنیولو دعملیاتو نقشه یې جوړه کړه ، نقشه داسې وه چې دملافضل محمد په مشرۍ طالبان به دحصارک لخوا پرمختګ ته دوام ورکوي ، او موږ به له دې خوا دسروبي په خوا پرمختګ ته دوام ورکوو . دمیزان په دریمه دماسپښین په یوه بجه په وریښمین تنګي کې دشهید ملابورجان اخندپه قومانده ددښمن په دفاعي خط برید پیل شو ، برید یو څه وخت دوام وکړ ، ترڅو شیبه وروسته ددښمن خط مات شو، او طالبانو پرمختګ ته دوام ورکړ ، په همدې ورځ دمازدیګر څلور بجې وې ، ماته چې د وروستنیو ملګرو دسرپرستۍ وظیفه سپارل شوې وه ، په دې وخت کې دجګړې لومړۍ کرښې ته راغلم ، چې ملابورجان اخند همدلته دتعرض مشري کوله ، ملابورجان اخند چې ولیدلم رانږدې شو او راته یې وویل چې مخکې زه یم تاسو ترشا راځئ همدلته مو څو خبرې سره وکړې ، چې ددښمن لخوا د درنو اوسپکو وسلو سخت ګوزارونه کیدل ، ده راته وویل چې هله یو ټانګ رامخکې کړئ ، ترڅو ددښمن په مورچو بریدونه وکړي ، زه دهمدې لپاره دبیرته راګرځیدو په حال کې وم چې ملابورجان اخند دهشتادو توپ دمرمۍ دلګیدو له امله سخت ولګید او ځای په ځای په شهادت ورسید، ما او دده څو نږدې انډیوالانو دده په جسد پټو واچاوو ، او په موټر کې مو کیښود ، همدې ملګرو ته مې وویل چې هیڅوک باید دملابورجان اخندپه شهادت خبر نه شي او داخبره ټینګه له ځان سره وساتئ ) دبي بي سي خبریال ډیویډ لاین دخپلو معلوماتو په بنسټ ددې جګړې په اړه په خپل کتاب ( بوچر اینډ بولټ ) کې لیکي (په وریښمین تنګې کې دطالبانو جګړه ایز پرمختګ دمخالفو وسله والو لخوا دمرمیو دسخت باران له امله په ټپه ولاړ وو ، دطالبانو مشر دجګړې لومړۍ کرښې ته راغی ، ملابورجان له خپل (هیلکس پیکپ ) موټر څخه ښکته شو او په ملګرو یې غږ کړ، که څه درپیښیدل هغه به یوازې دشهادت مرګ وي ، ولې پرمخ نه ځئ ، طالبان دخپل قومندان دامر سره یوڅه په وړاندې وخوځیدل خو دمرمیو دکڼوونکي باران په شور کې بیا ودریدل ، په دې وخت ملابورجان خپل کلاشینکوف ته لاس کړ ، مخ په وړاندې یې زړوره منډه وکړه او غږ یې کړ ، دادی زه مو ترمخ یم تاسو ولې شاته پاته یاست ، داپه حقیقت کې دکابل دنیولو لپاره دطالبانو دجګړې ترټولو پریکنده شیبه وه ، طالبانو دخپل قومندان په ګام پل کیښود او وړاندې تګ یې پیل کړ ، دمرمیو په کڼوونکي شور کې دطالبانو دالله اکبر نعرې هم اوریدل کیدلې ، طالبان په وړاندې روان وو او ددښمن دمقاومت اراده یې ماته کړې وه چې دتودې جګړې په ترڅ کې ناڅاپه دطالبانو مشر ( ملابورجان ) ولګید، دنوموړي موټرچلوونکي ۱۸ کلن نقیب چې په عمر خام خو دپخې ارادې خاوند معلومیده ، ډیر ژر یې لګیدلی قومندان په غیږ کې واخیست او موټر ته یې ورساوو ، په هغه یې پټو اوار کړ ، او طالبانو ته یې وویل چې ځئ مخکې چې ملابورجان اخند مخکې تللی ، که کوم چا به په موټر کې دپراته شخص په اړه پوښتنه کوله ، نقیب او څو تنو خبرو ملګرو یې ځواب ورکاوو یوطالب ټپي شوی دلته استراحت کوي ) دملا بورجان له شهادت وروسته څرنګه چې یوازې ملاعبدالرزاق اوڅو دګوتو په شمیر نږدې ملګري یې په شهادت خبر وو او په توده جګړه کې ددې راز افشاء دطالبانو مورال ته زیان رساوو ، نوځکه یې دده دشهادت خبره پټه وساتله ، دنور جریان په اړه ملاعبدالرزاق وایي ( موږ دماینونو له مشکلاتو ، بمبار او ددښمن له سخت مقاومت سره پرمختګ ته دوام ورکړ ، ترڅو ماښام سروبي ته راورسیدو ، لمونځ مو په لاره کې وکړ ، او ماخستن له حصارک او کلالې څخه هم ځیني ملګري راورسیدل ، ماخستن مو په سروبي کې دزرداد په غونډبرید پيل کړ، مایوه ملګري ته وویل چې ته بي بي سي راډیو ونیسه ، دبي بي سي خبرونه مو چې واوریدل نو دملابورجان اخند دشهادت خبره یې په کې نه وکړه ، په دې مې ډیر طبیعت سم شو چې ښه ده دا خبره نه ده افشاء شوې ، په دې وخت کې خدای تعالی دغونډ فتحه هم رانصیب کړه ، دزرداد غونډ له نیولو وروسته موږ مشران ملګري چې دحصارک څخه رارسیدلي ملافاضل ، ملادوست محمد ، ملاسلام راکټي هم وو سره راټولو شوو ، او دراتلونکې پلان په اړه مو خبرې وکړې ، دخدای فضل وو هیڅ یوه ډلګۍ مشر دا پوښتنه ونه کړه ، چې ملابورجان اخند ولې نشته ، مشوره داسې وشوه چې دجلال اباد او حصارک لخوا راغلي سره یوځای شوي تشکیلات به نه سره ګډوو دملادوست محمد اخند ، ملاسلام راکټي ، او دوهم ملامشر په مشرۍ دحصارک لخوا راغلي طالبان به دلته بندله لارې په کابل برید کوي او موږ دجلال اباد لخوا راغلي ملګري به به په ماهیپر حمله کوو ، سبا لس بجې موږ له سروبي څخه جنګ شروع کړ ، دپرمختګ په مهال دښمن دالوتکو او چورلکو سخت بمبار کاوو ، دکود برق له فابریکې سره پله ته چې راورسیدو نو ترپله لاندې لوګي پورته کیدل ، یوه طالب ورمنډه کړه چې کتل یې ترپله لاندې یې ډیر زیات باورت ایښي دي ، او شیبه په شیبه دثانیه سوز اور ورنږدې کیږي ، طالب ورباندې حمل کړه ثانیه سوز یې پرې کړاو په دې توګه یې د پله دتخریب مخه ونیوله ، دښمن هڅه کوله په دې برخه کې دپلونو او تونلونو په منفجرولو سره زموږ مخه ونیسي کله چې ماهیپر ته راورسیدو ، په ماهیپر کې چې دوی له وړاندې محکم سنګرونه جوړ کړي وو ، دری ساعته یې سخت مقاومت وکړ ، ماسپښین مهال چې کله جګړه ډیره اوږده شوه ، نو مو پریکړه وکړه چې یوځل وروستی زور ورباندې ازمویو که مقاومت مات نه شو ، نو دشپې لپاره داقامت ترتیبات نیسو او خپله دفاع به قوي کوو ، د وروستي برید لپاره مو ټانګونو ته دپرمختګ امر ورکړ ترڅو تونل ته نږدې ددښمن په مورچل بریدونه پیل کړي، زموږ یو برید کوونکی ټانګ چې د تونل په خوا ورپه مخ شو ، په یوډیر تنګ ځای کې ددښمن لخوا وویشتل شو، اور ورباندې بل شو او ځای په ځای داسې ودرید چې لاره یې په مکمله توګه بنده کړه ، په دې کار سره ټول سخت متحیر شوو ، ځکه په ټانګ کې ډیرې مرمۍ وې چې هره شیبه یې دانفجار ویره وه له بلې خوایې لاره بنده کړې وه ، چې دوړاندې تیریدا بله هیڅ لاره نه وه ، موږ په همدې اړه فکر کاوو ، چې دالله تعالی نصرت مو په خپله ولید ، هغه داسې چې ټانګ له یوې شیبې ځای په ځای دریدو وروسته خپله په شا روان شو، دسرک دغاړې محکم دیوال یې ورسره واخیست او لاندې سیند ته وغورځیده چې په دې توګه لاره خلاصه شوه ، داشیبه نو ټول ملګري بیرته سخت خوشاله شول ، تردې چې زما سره نږدې یو ملګری دپکتیکا ولایت اوسیدونکي ملاعبدالقهار له ډیرې خوشالۍ لویه چیغه وکړه او طالبانو ته یې وویل چې هسې پرې ورځغلی همدا موقع ده . په دې وخت کې ملګرو په پوره زړورتوب په تونل ورځغستل ، کله چې تونل ته ورسیدو ګورو چې دتونل دانفجار لپاره په زیاته اندازه بارود ، پټاخې او نور وسائل رایوځای شوي ، خو یوازې بسته شوي نه دي ) ګلبدین حکمتیار د خپل کتاب ( پټې توطیې بربنډې څيرې ) په ۲۲۶ مخ کې ددې پیښو په اړه لیکي ( دسروبي له نیولو وروسته طالبان له دوو لارو لته بند او ماهیپر لخوا دکابل په خوا وخوځیدل ، مسعود خپلو کسانو ته په مخابره کې ویل چې دماهیپر تنګی منفجر کړئ ، پل والوزوئ او لاره بنده کړئ ، هرځلې هغوی ورته ویل : صیب باروت مې تیار کړل ، دا دی موټر هم تیار شو ، همدا اوس خوځیږي ، مطمئن اوسئ لار بندوو خو ترپایه یې دا کار ونه کړ ) دشورای نظار یو مشهور قومندان محمدقسیم فهیم چې اوس ورته دمارشال لقب ورکړل شوی دی ،په دې جګړه کې یې دکابل درژیم په ځانګړي ډول دمسعود دځواکونو مشري ورپه غاړه وه ، نوموړی په دې ټاکوونکې او تاریخي جګړې کې دخپل شکست وجوهات داسې بیانوي (نيروهاي دولت ازسرخکان تا سروبي قدم به قدم جنگيدند. ما درتنگي ابريشم بوديم که طالبان ازسمت راست به جگدلک دست يافتند. وقتي درسروبي خط دفاعي ايجاد کرديم، طالبان از لته بند به منطقه پلچرخي نفوذ کردند. نيروهاي ما درتنگي ابريشم تا سروبي ششصد نفر کشته واسير دادند وطالبان درنتيجه جنگ به کابل آمدند) دمسعود ځیني پلویان وایي د ( پنجشیر زمری !!!) له کابل څخه ځکه وتښتید ، چې ویره یې لرله هسې نه طالبان یې دتګاب له لارې له شاراتاو شي او ګرد چاپیره یې محاصره کړي ، نوځکه یې دزړه مقاومت نه کاوو ، خو دقسیم فهیم اظهارات او د ده دتلفاتو لوړه کچه ښیي چې ټولې هڅې یې کړې خو نتیجه یې نه ده ورکړې ، دمعلوماتو له مخې کله چې طالبانو سروبی ونیو ، نو مسعود له جبل السراج څخه کابل ته راغی او په داسې مهال چې طالبان په ماهیپر ختلي او قوای چهار ته رسیدلي وو ، دمیزان په پنځمه مسعود دکابل په ختیځ کې خپله دجګړې قومنده په واک کې واخیسته ، چې له همدې امله دمیزان په پنځمه دپل چرخي او حربي پوهنتون په سیمه کې دمسعود قواوو یوځل بیا سخت مقاومت وښود ، خو ترډيره یې دوام ورنه کړای شو . دطالبانو لخوا دماهیپرنیول له دوی سره دالهي نصرت دڅرګند ثبوت پرته بل څه نه شو بللی ، ځکه دلته اراضي خورا پیچلې ده ، دچورلکو له بمبار سره سره په دې ټوله لار ماینونو هم سخت مشکلات جوړ کړي وو ، ملاعبدالرزاق اخند وایي ملابورجان له شهادت څخه وړاندې ورته ویلي وو ، چې له پل سرخکانو څخه یې په دې لاره ترڅلویښت زیات ماینونه له لارې ایسته کړي او یا کښلي دي . ملاعبدالرزاق اخند وایي ( کله چې له ماهیپره ووتلو نو دلته چې لږ وړاندې ځې یوه چینه راځي ، په دې چینه مې اودس کاوو چې حاجي معاون صاحب ( مرحوم ملامحمد رباني ) د مشرملاصاحب ( ملامحمد عمر مجاهد ) له پیغام سره راورسید ، راته یې وویل چې دملابورجان دشهادت دخبر له رسیدو ورسته ملاصاحب امر کړی چې عمومي قومنده تا ( ملاعبدالرزاق ) ته وسپارل شي ، ما ورته وویل چې سمه ده ، خو داخبره به ملګرو ته په دې شکل نه اعلانوو چې ملابورجان شهید شوی او اوس مسؤل زه یم ، بې له هغې هم دوی زما اطاعت کوي ، نوځکه یې داوس لپاره اعلان ته ضرورت نشته . په همدې ماښام له نورو ملګرو سره چې دلته بند لخوا را روان وو په تماس کې شوو ، هغوی وویل چې موږ هم دپلچرخي په خوا در روان یو ، په همدې ګړۍ د مس عینک لخوا دمجاهدینو دتعرض او ددښمن دکمربند ماتیدو خبر هم راغی چې دملګرو حوصله نوره هم ورسره لوړه شوه ، دښمن په قوای چهار کې راته کمربند واچاوو او موږ هم شپه همدلته نږدې وکړه ، سهار مو میدان ښار او دچهاراسیاب په خوا کې هم جنګي کرښو ته احوال ولیږه چې په بریدونه پیل کړي ، په اتو بجو همدلته په دښمن تعرض پیل کړ ، دښمن شکست وخوړ دپل چرخي سیمه فتحه شوه همدلته دلته بند لخوا راروان شوي ملګري هم راورسیدل ، او دپل چرخي په پله سره یوځای شوو ، په دې ورځ که له یوې خوا دګمرګ او حربي پوهنتون په ساحه کې سخت جنګ روان وو ، بله خوا دملافضل محمد اخند په مشرۍ مجاهدینو په کارته نو، تپه مرنجان باندې هم کار شروع کړی وو او ددښمن قواوې یې شاتګ ته اړ کړې وې ، ماسپښین ناوخته دکابل ښار په ختیځ کې جګړې سخت زور واخیست ، ددښمن محاربوي ټانګونو سختې حملې وکړې ، دغه راز له تلویزون غره څخه دتوپچي بریدونه هم کیدل ، موږ په دې خاطر چې ښار او ښاریانو ته زیان ونه رسیږي ، دلویې اسلحې په بریدونو مطلق بندیز لګولی وو او یوازې مو دراکټ او کلاشینکوف داستعمال اجازه ورکړې وه ، دجګړې په ترڅ کې مو یوازې په تیلویزون تپه څو د دستګاه فیرونه وکړل نور دټانګ یا توپ هیڅ مرمۍ استعمال نه شوه . په همدې وخت کې ددښمن ټولو هغو کسانو ته چې وسله کیږدي ، دامیرالمؤمنین دملامحمد عمر مجاهد لخوا دعمومي عفوې اعلان هم وشو چې په دې سره زموږ په مقابل کې مقاومت ډیر کمزوری شو او ددښمن اکثره جنګیاليو له جګړې لاس واخیست . په همدې مازدیګر موږ معلومات ترلاسه کړل چې دښمن عملا له ښار څخه دتیښتې په حال کې دی ، ددوی مقاومت هم په ټولو خواوو کې ختمیده ، دماښام له تیارې سره دچهاراسیاب لخوا هم دوی رامات شول ، زموږ په مقابل کې مقاومت په بشپړ ډول ختم شوی وو ، خو دماښام له لمانځه وروسته مو په دې مشوره پیل کړه چې ښار نابلده دی ، باید څنګه داخل شو، دلته مو یو څه نور انتظار وکړ ، چې له ټولو خواوو ملګري سره رانږدې شول ، په دې وخت کې دهغو ډیپوګانو دانفجار غږونه هم پورته شول چې دښمن له تیښتې وروسته اور ورته اچولی وو ، دشپې څه باندې یوولس بجې وې چې موږ ښار ته داخلیدو تکل وکړ ، او تقریبا دشپې دوه بجې وې چې موږ ارګ ته ننوتلو . ګلبدین حکمتیار ددې صحنې په اړه په خپل کتاب کې لیکي ( زه په صدارت کې وم وروڼو دمسؤلینو دوتلو اطلاع راکړه ، ارګ ته لاړم ، په ارګ کې له څو انضباطانو پرته هیڅوک هم نه وو ، راته وویلی شول چې استاد په بلنداژونو کې ستاسو انتظار کوي ، هلته ورسیدم ګورو چې ټولو بار بستره تړلې او دجبل السراج په لورې دخوځیدو لپاره تیاری نیسي ) په کابل طالبان له دریو خواوو په جګړه ورننوتل ، یوازې دمیدان ښار لخوا چیرته چې طالبانو دکابل دنیولو ډيرې هڅې کړې ، طالبان په پوره اطمئنان او بې له جګړې کابل ته داخل شول ، یو طالب چې دمیدان ښار لخوا کابل ته داخل شوی وایي ( زموږ لپاره ډيره عجیبه وه چې ددښمن په دفاعي خط ناڅاپه ور روان شوو ، ددښمن پوستې ټولې تخلیه وې او هرڅه یې په خپل حال پاته وو ، دمسعود عسکرو هغه کارتونه چې دفاع وزارت ورکړی وو شکولي وي ، دریشۍ یې پریښې وې او په ساده جامو کې تښتیدلي وو) په دې توګه طالبانو دطالبان د۱۳۷۵ لمریز کال میزان په شپږمه دجمعې په شپه کابل ونیو او ډاکټر نجیب یې له وړاندې دشوې پریکړې له مخې اعدام کړ. ــــــــــــــــــــــــــــــ هغه منابع چې په دې لیکنه کې ترې استفاده شوي ـــ دافغانستان دکورنیو چارو له پخواني وزیر ملاعبدالرزاق اخند سره ځانګړې غږیزه مرکه ـــ دشریعت اونیزې کلکسیون ـــ له هیواد ورځپانې سره د ملاعبدالرزاق اخند مرکه ـــ د رزاق مأمون لیکنه ( جزیات ملاقات مسعود با طالبان ) ـــ افغانستان تروروستي افغانه څلورم ټوک ـــ پتې توطیې بربنډې څيرې ــ سالهای تجاوز ومقاومت داکرام اندیشمند کتاب ــ دافغانستان په معاصر تاریخ لنډه کتنه دابراهیم عطایي اثر ــ او ځینې نور پاشلي منابع |