مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-10-14   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ختيځ ادبي بهیر خپله ۱۳ مه اونیزه غونډه ترسره کړه

ختیځ ادبي بهیر خپله ۱۳ مه او نیزه غونډه د د عرفان الله بیدار په ویندويۍ د (۱۳۹۱) کال د تلې میاشتې په ۲۱ مه د جلال اباد ښار د میودیتیک په انګړ کې ترسره کړه. داغونډه چې د فضل حق سید لخوا د قران پاک په څو مبارکو ایاتونه پیل شوه، مشر مېلمه يې دوست محمد دوست او د کوربه په څوکۍ انجینر طارق تسل ته د کېناستو بلنه ورکړل شوه. په سرکې د تېرې غونډې د ګزارش لوستلو لپاره ایمل مړوند دریځ ته وبلل شو، د ګزارش له لوستلو ورسته ناستو ملګرو په ګزارش خپل نظرونه ورکړل. پرګزارش د خبرو پیل محمد نادرش دانش وکړ هغه وویل: زه فکر کومه بهیرواوالو ډېره ښه پریکړه کړی، چې ایمل مړوند يې د ګزارش لیکلو لپاره ټاکلی دی، په خبره يې ده کمال کړی دی او ګزارش يې داسې لیکلی دی، چې سړی ځان سره تېرې غونډې ته وړي او د غونډې ټول تصویر ورته مخ کې ګدي. هغه زیاته کړه زه تېره اونۍ نه ومه، خو د ګزارش په اوریدلو مې داسې احساس وکړ، چې ګوندې تېره غونډه کې ناست یمه د دانش په وینا په ګزارش کې ،خو نه وه او تر ټولو يې ډېر خوند ماته د مړوند د لوستلو انداز راکړ. بازمحمد عابد هم د ګزارش د زیاتې ستاینې ترڅنګ نیوکه درلودله، چې په تېره غونډه کې يې د حمزه بابا په بیت ډېرې خبرې کړې وې، خو په پوره ډول نه وې راخیستل شوې . پر ګزارش ډېرې خبرې ونه شوې او د ناستو ټولو ملګرو لخوا يې د لیکلو او لوستلو ستاینه وشوه . د غونډې په دوهمه برخه کې د حضرت یوسف یوسفزي د نشتون له امله ځوان بهیروال سید حضرت شیدا پاچا دریخ ته وبلل شو او د( موزیګي کټ) تر سرلیک لاندې يې خپله لنډه کیسه کرکتنې ته وړاندې کړه . پر لیکنه د خبرو پیل ایمل مړوند وکړ، وې ویل که څه هم نثر ښه لیکل شوی دی او شیدا ښه هنري الفاظ کارولي دي، خو زه يې له دوه درې ځلو لوستلو ورسته هم په هدف پو نه شومه . نقیب احمد اتل تر ډېره د لیکنې په لیکنۍ برخه وګړیدو او په لیکنه کې يې ګڼو لیکنۍ تېروتنو ته ګوته ونیوله. د اتل په وینا نوي ځوان لیکوال باید لیکنۍ برخې ته ډېره جدي پاملرنه وکړي او کله چې یوه لیکنه کوي او یايې کرکتنې ته وړاندې کوي باید څو ځله يې ولولي، چې لیکنې تېروتنې ونه لري د اتل په وینا لیکنۍ تېروتنې د لیکنې او هم د لیکنې د لیکوال په شحصیت بد اغزیز کوي . اتل د لیکنې د جوړښت په اړه هم خبرې وکړې وې ویل: د شیدا پاچا لیکنه يې خوښه شوه هنري الفاظ لري، خو ولې کیسه ورته نه شو ویلی په وینا يې کوم توکي چې په کیسه کې وي د پاچا په لیکنه کې نشته دی او لیکنه يې یوه نثري لیکنه یاده کړه . محمد نادر دانش په سرکې د شیدا پاچا د همت ستاینه وکړه، چې په کم عمر کې يې خپله لیکنه د کره کتنې لپاره راوړې، خو زیاته يې کړه چې د لیکنې تراخره په دې تمه ومه، چې اوس به لیکوال د لیکنې غوټه پرانیزي، خو ترپایه د لیکنې موخه او هدف د تورو په اوبډنه کې ورک شوي و. د دانش په وینا د لیکنې د عنوان په لوستو سړی فکر کوي، چې په دې اړه به پکې څه وي ، خو د تر پایه هم سړی نه پوهیږي، چې د لیکوال هدف څه دی او څه غواړي، خو په لیکنه يې ښه کلیمات ځای کړي دي په باور يې يو ښه ساده نثر يې لیکلی دی . قاري عبدالله سهار هم د اتل سره په یوه خوله و، په وینا يې کیسه نه ده ځکه، چې کیسه ایز توکي پکې نشته او نثر هم ترېنه یو څه ګډو وډ شوی دی یوازې د تورو اوبډنه يې کړې ده چې ښه يې کړې ده . سهار تریوه بریده د دانش سره همغږی و او ویل يې، چې دا یو ساده نثر دی نوموړي د لیکوال د لوستلو انداز وستایلو . ډاکټر بشیر احمد پرهر لیکنه یوه نثري لیکنه یاده کړه او ( لکه سړی چې خپله معشوقه د کور په انګړی کې وګوري) دا جمعله چې د ځينو ملګرو لخوا پرځای کارول شوی جمعله نه وه بلل شوی پرځای وبلله او زیاته يې کړه، چې داسې کیدای شی هغه د خپلو خبرو د پخلي لپاره ګډونوالو ته د بېلګې په ډول وویل: کله چې څوک د یوې اوږدې مساپرۍ ورسته په ناڅاپې ډول کور ته راشي او خپله مېرمن د کور په انګړ کې وګوري، نو همداسې یو انځور وړاندې کوي. پرهر په ټوله کې لیکنه وستایله او په وینا، چې د لیکنې نه د لیکوال هدف تر ډېره د هیواد سره مینه څرګنده وي، خو یوازې دا همدف ېې یو څه ګونګ وړاندې کړی دی. د پرهر په وینا شیدا پاچا، چې لا نوی ځوان دی راتلونکي کې ورته ډېرې هیلې کیدای شي . بازمحمد عابد هم د شیدا پاچا عمر ته په کتو وویل: شیدا کمال کړی او په دې لیکنه کې يې د کلیمو ډېره ښه کارونه کړې ده د عابد په وینا زه هلمند یمه که پاچا همداسې مخکې لاړ شي نوډېر ژر به ډېرې ښې او کره لیکنې وکړي. عابد ځوانانو لیکوالو ته لارښونه وکړه، چې د کیسه لیکلو لپاره د ټولنې له منځ نه ځینې ژوندۍ او پټې سوژې راوخلې او بیا يې کیسې کړې په باور يې د ژوندیو موضوعاتو نه ډېرې ښې کیسې جوړیدای شي . هغه خپلې خبرې د کره والي په موحه د یو بهرني لیکوال یوه لنډه کیسه ګډونوالو ته په لنډ ډول وویله او په هغې يې خبرې وکړې، چې د کیسې لیکوال پکې د ټولنې یوه ژوندۍ موضوع راخیستې وه . دوست محمد دوست هم په لیکنه کې لیکنیو نیمګړتیاو ته ګوته ونیوله، خو د شیدا پاچا جرت يې د ستایلو وړ وبللو. هغه په ټوله کې لیکنه وستایله چې ښه نثري لیکنه ده او په ډېرو هنري کلیمو لیکل شوې ده . غزت الله ځواب بیا د لیکنې د هدف او موخې په اړه خبرې وکړې وې ویل، چې لیکنه تر ډېره ګونګه ده او په بیا بیا لوستلو يې هم لوستونکی په هدف نه پوهیږي، چې لیکوال څه غواړي. د ځواب په وینا په ځينو ځاینو کې د الفاظو په کارونه کې هم ډېره مبالعه شوې ده او ځينې کلیمې په ځای نه دي کارول شوي. محمد زمان سهیل وویل، چې لیکوال غواړي خپل خوب په خپله تعبیر کړي ده وویل که د مشهور کس پرځای د خوب د تعبیر لپاره د کوم ملا نوم یاد کړی شوی و له نظره يې ښه به راغلی و. د ملګرو لخوا پر لیکنه له خبرو ورسته د ویاند لخوا خپله لیکوال دریځ ته وبلل شو شیدا پاچا په سرکې د ټولو ناستو کسانو مننه وکړه، چې د ده په لیکنه يې دومره خبرې وکړې او بیا يې په لیکنه کې د ځينو کلیمو او د لیکنې په جوړښت او موحه ګډونوالو رڼا واچوله. د د شید پاچا پر لیکنه له کرکتنې ورسته یوه ازاده مشاعره شوه چې لاندې کسانو پکې ګډون درلودلو. محمود خزان، محمد نادر دانش، ضیالدین همت مل، هداین الله کامران، حالدټکان، محمد زمان سهیل، میرزا طارق، فرهاد الله اسیب، عبدالقدیر ملنګ، دوست محمد دوست، ایمل مړوند، سید حضرت الله شیدا، زمری غزیزي، الفت پاڅون، محمد طارق تسل،قاري عبدالله سهار، ډاکټر بشیر احمد پرهر، محمد اسمر سمر، نقیب احمد اتل، نیاز محمد صافی، غزت الله ځواب، سمندر ساحل، شریف راحل، فرید الله ملاتړ، بختیار، حفیظ الله نظیمي، صاحب الله عابد، هارون خپلواک، محمد نعیم زهیر، عبد الله هوډ، بازمحمد عابد، او فضل حق سید. د غونډې په پای کې د دې اونې د غونډې مشر مېلمه دوست محمد دوست دریځ ته وبلل شو نوموړي غونډه ښه وارازوله او غونډې ته په خپل وخت په راتلو يې ټينګار وکړ. په پای کې د تېرې اونۍ د کرکتنې لپاره الفت پاڅون د خپل شعر د راوړولو ژمنه وکړه . او په دې سره غونډه غرمه مهال پای ته ورسیده .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery