مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-10-14   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ادبي ناستې غونډه وکړه

زهير پکتين
د تېر په څېر د ناروې په پلازمينه اوسلو کې د افغان ادبي ناستې غړيو، ليکوالو،ژورنالسټانو ،شاعرانو او د ادب مينه والو د ولولو ډکه مشاعره تر سره کړه ٠ غونډه د ځوان شاعر احمد جان پايز له خوا د کلام الله په سپېڅليو اياتونو پرانيستل شوه٠ د پيل وينا د کابل پوهنتون پخواني استاد ښاغلي دين محمد کارواني وکړه ،ښاغلي کارواني د ادبي ناستې د نوښت د ستايلو تر څنګ د ادبي ناستې د ځوانو غړيو د هڅونې او ځلونې په نيت يو شمېر ارزښتناکې تحفې يې ځوان او تاند شاعر احمد جان پايز ، ځوانې شاعرې اغلې لينا احمد فدا او تاند شاعر شمشېر خان عليزي ته ډالۍ کړې او د افغان ادبي ناستې له بنسټوالو ښاغلي حاجي محمد اسحاق امانزي ، اټک يوسفزي او زهير پکتين نه يې د زړه له تله مننه وکړه چې د ادبي چتر لاندې يې ټول منورين افغانان په ډېره مينه او اخلاص سره راټول کړي دي٠ د غونډې دويمه ويناواله د کوربه هېواد ناروې مېرمن انا سوفيا وه ، چې د افغانانو دستايلو تر څنګ يې د ادبي ناستې کړنې وستايلې٠ دغه نوموړې غونډه چې نږدې پنځوسو تنو شاعرانو او د ادب مينه والو په کې برخه اخيستې وه د ټولو خويندو او وروڼو شعرونه په چکچکو بدرګه شول٠ ښاغلي استاد ناقد ، ښاغلي امانزي ، ښاغلي استاد سيد محمد نادر خرم او ښاغلي استاد دلجو حسيني د شعرونو تر څنګ د ادبي ناستې جوړېدا او فعاليت يو ډېر ګټور او ارزښتناکه کار وباله او ښاغلي دلجو وويل : ادبي ناسته زموږ تر منځ يوه تشه او خلاع وه چې خوشبختانه ښاغلي اټک يوسفزي په ډېر زيار او کړاوو را ډګه کړه او دا دی د ملي يووالي ښه بېلګه شوه ښاغلي دلجو د وينا په ترڅ کې خپل يو شعر هم د اټک صادقانه خدمت ته ډالۍ کړ: اجمل ای شاهد جمال وکمال + ای تو از جام عشق مالا مال شمع سان در بساط شعر و ادب + روشني بخشي و خيال و جمال نوموړې غونډه د ځوان شاعر او ژورنالسټ ښاغلي جاويد رباني وطنيار له خوا وه ارزول شوه ٠ پورتنۍ غونډه چې د ماسپښين پر څلورو بجو د ځوان خوږ ژبي وياند زهير پکتين په وياندۍ پيل شوې وه د ماښام پر اتو بجو پای ته ورسېده ٠
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery