مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-10-16   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

زابليان اوس هم روغتيايي ستونزي ګالي

پښتنه اميد

په زابل ولايت كي ډير خلك روغتيايي خدماتو ته لاس رسى نه لري او وايي چي د ليرو پرتو سيمو څخه مركز كلات ته راتلونكي ناروغان ډير وخت ژوند د لاسه وركوي .
دوۍ غوښتنه كوي چي زابل ته  دي د روغتيايي خدماتو په زياتولو كي پاملرنه وسي .
چارواكي هم يادي ستونزي پر ځاى بولي او وايي كه د روغتيا وزارت د پرسونل د كمبود ستونزه ورته حل او نور روغتيايي مركزونه  هم جوړ كړي نو ستونزه به تر يو ځايه حل سي
اوس مهال په زابل ولايت کې پر مرکز کلات سربېره د لسو ولسواليو په کچه يوازي دوه بستريز روغتونونه شتون لري  او دا روغتونه ددي ولايت د ډېرو ناروغانو در ملنه نه سي کولاى.
ددي ولايت اوسيدونکي وايې چې د زابل  ولايت مرکزي روغتون د  ټول ولايت لپاره بسنه نه کوي ځکه چې د دې ولايت وګړي ډېر  او روغتونونه لږ دي .
د دوى د څرګندونو له مخي  چي په ليرو پرتو سيمو كي روغتيايي مركزونه نسته نو كله چي تر مركزه پوري ناروغ رسوي يا په لاره كي سا وركوي او يا د ژوند تر وروستيو سلګيو پوري رسيږي .
د زابل ولايت اوسيدونكي وايي  په روغتون كي  درمل نسته او دوى په دي موخه روغتون ته ځي څو ناروغانو ته يې وړيا درمل ورکول سي خو نه وركول كيږي .
له بلي خوا وايې چې په ولسواليو کې ځيني روغتيايې مرکزونه سته  خو دا مرکزونه بايد ليري پرتو سيمو ته وليږدول سي.

زابل مېشت وايي  چې په مرکزي روغتون کې د لويو ناروغيو درملنه نه سي کيداى لامل يې دادى چې دي روغتون ته وړ او مسلکي ډاکتران  نه دي وركول سوي
دوۍ غوښتنه كوي  چې مرکزي دولت دي په دي برخه کې خپله پاملرنه زياته کړي څو ولسي وګړي نور له ستونزو وژغورل سي.
د زابل ولايت د عامي روغتيا  د رياست مرستيال ډاكټر احمدشا  وايې چې ددي ولايت په کچه دوه بستريز روغتونونه لري او پاتي نور ټول کوچني مرکزونه دي.
نوموړي وويل چې اوس مهال د مرکزي روغتون له لاري د مياشتي په منځنۍ کچه ديارلس زره تنه ناروغان مراجعه کوي او له دي څخه ټول يې په همدي روغتون کې درملنه کيږي.
ډاكټر احمدشاه    تر ډيره بريده د خلكو ستونزي او څرګندوني پر ځاى بولي خو وايي چي په  كم پرسونل او لږو امكاناتو  خلكو ته پوره روغتيايي خدمات نه سي وړاندي كولاى ، هغه له دولته غواړي چي پوه او پوره كاركوونكي په دندو وګماري . 
د  روغتيا مرستيال  زياته كړه  چې په دي ولايت کې دغه دوه مرکزونه د خلکو لپاره کار نه کوي ځکه چې ددي ولايت ډېر وګړي په دي برخه کې ستونزي لري.
مرستيال وويل ،  په وينا چې په اوسمهال کې اوو بستريزو روغتيايې مرکزونو ته اړتيا سته ولي په کار داده چې مرکزي دولت يې پر غوښتنو غور وکړي .
زابل د هيواد په سهيل کې پروت ولايت دى کوم چې ددي حوزي د نورو ولايتونو تر څنګ دا ولايت هم رواني نا امنۍ ترټلى دى او د نورو ستونزو تر څنک يې روغتيا هم نا امنۍ ځپلي ده او د ليري پرتو سيمو اوسيدونکي يې په خپلو سيمو کې روغتيايې ستونزي لري چې ډير وخت يې ناروغان ليري سيمو ته د ليږد په وخت کې خپل ژوند د لاسه ورکوي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery