مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-11-11   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

كندهارۍ مېرمني خپلو لاسي صنايعو ته وړ بازار غواړي.

پښتنه اميد

هغه كندهارۍ ميرمني چې د لاسي كارونو  په كولو سره خپلي ورځنۍ اقتصادي اړتياوي پوره كوي وايې چې دولت يې لاسي صنايعو ته بازار نه دى پيدا كړى او خصوصي سكتور يې يې  په ډېره ټېټه بيه ترې غواړي .
دوى غوښتنه كوي چې د ښځو چارو رياست دي د دې ستونزي د حل دپاره كار وكړي .
په كندهار كې د  تېرو لسګونو كلنو راهيسي ناخوالو د دې ولايت د اوسيدونكو  پر اقتصاد زيات منفي اثرات شيندلي دي او خلكو ته يې زيات اقتصادي زيانونه رسولي دي .
په كندهار كې د ښووني او روزني پر بهير هم منفي اثراتو خلك اړ كړي دي چي تعليم پريږدي او د خپل ورځني ژوند دپاره د كار كولو له لاري څه لاسته راوړي .
د نارينه وو تر څنګ ښځي هم په كار كولو بوختي دي او هڅه يې دا ده چې د ورځنيو اړتياوو د پوره كولو دپاره د كورونو نه دباندي او يا هم په كورونو كې كار وكړي .
د نورو كارونو تر څنګ دا مهال زياتي ميرمني او انجوني د لاسي صنايعو له لاري د خپلي كورنۍ مهمي اړتياوي پوره كوي .
په كندهار كې د لاسي صنايعو په برخه كې خامك هغه كار او كندهارى دود دى چې د سلګونو كلنو راهيسي په دې ولايت كې رواج دى او د نړۍ په سطحه يې خلك خوښوي .
كندهارى خامك د خامكي غاړو ، لستوڼو او پټوانو په جوړيدو كې استعماليږي او ډير  هغه نارينه  خامكي غاړي اغوندي او خامكي پټوان پر اوږو كوي چې نوي نامزاد شوي وي  او يا يې هم تازه ودونه كړي وي .
د كندهار په هر كور كې داسي ښځه او يا ښځي شته چې خامك يې زده كړى وي .
 ډيري ښځي يې د پيسو د ګټلو دپاره ، ځيني يې د خپلي كورنۍ د غړو دپاره او زيات يې د انجلۍ د راتلونكي خاوند دپاره خامكي كارونه كوي  . 
په پخوا وختو كې رخچيني هم خامكي جوړيدلي خو اوس هغه دود په بشپړ ډول له منځه تللى دى .
هغه ميرمني او انجوني چې د پيسو د ګټلو او د خپلي كورنۍ د اقتصادي اړتياوو د پوره كولو دپاره  خامكي كارونه كوي وايې چې دا مهال يې د   لاسي صنايع بازار خورا سوړ دى او هڅه كيږي چې په هر څومره ټيټه بيه وي د دوى خامكي غاړه او يا نور خامكي توكي واخستل شي .
د خامك جوړوني دا ميرمني او انجوني وايې چې يوه خامكي غاړه په ډېر وخت او ډېرو خواريو جوړوي خو كله چې يې بازار ته وړاندي كړي نو په ډېره ټيټه بيه ورته خرڅيږي .
د كندهار ښار په دريمه ناحيه كې د محمدجان د كور ۳۰ كلنه ميرمن بي بي خديجه چې  له وړكتوب څخه په خامك كولو بوخته ده وايې :
(( زه خپلي مور له كوچنيوالي څخه په خامك كولو عادت كړي يم او خامكي غاړي او خامكي پټوان جوړوم ، كله چې پيغله وم د مور په كور كې مي هم خامك كوى ، پلار مي غريب دى هغه به په بازار كې خرڅول او زموږ ګذاره پرې كېده ، اوس لس كاله كيږي چې واده شوى يم ، دلته د خاوند په كور كې هم د خامك كار كوم ، خاوند كي غريب دى او د ميوې ريړۍ كوي ، زه دغه خامكي غاړي جوړم او بيا يې په بازار كې خرڅوو .
يوه ډكه او اوږده غاړه په پنځه يا شپږ مياشتي جوړوم او ډيري خوارۍ ورسره كاږم خو په بازار كې يې په ارزانه راڅخه اخلي او ډېره ګټه دكانداران پرې كوي .
زه د حكومت څخه غواړم چې زموږ څخه په ګرانه بيه خامكي غاړي رانيسي او بيا يې په دنيا كې خرڅي كړي . ))

د كندهار ښار د شپږمي ناحيي د حاجي ګل محمد د كور ميرمن بي بي نظيفه هم ورته څرګندوني كوي .
(( زه كوچنۍ په دغه خامكي كار كې را لوى شوې يم .
زه اوس د پنځه ديرشو كالو ، د پلار په كور كې مي هم دغه كار كوى او دلته د خاوند په كور كې هم خامك كوم .
زه څلور  ډوله خامكي غاړه جوړوم ډكې او اوږدي غاړي ، پتنوسي غاړي ، شهبازي غاړي او كالري غاړي .
هره غاړ په مياشتو جوړيږي خو زموږ څخه يې په ډېره ارزانه بيه غواړي .
زه غوښتنه كوم چې دولت دي زموږ خامكي شيانو ته سم بازار پيدا كړي ، موږ غريبان يو او ډوډۍ د همدې لاري تر لاسه كوو . ))
دوى د دولت څخه غوښتنه كوي چې خامكي توكو ته يې بازار پيدا شي څو د دوى كښل شوى زيار بې ځايه ولاړ نه شي .
د خامكي هنر تر سره كوونكي غواړي چې دولت د دوى لاسي صنايع په ښه بيه ترې واخلي او بيا يې نړيوالو بازارونو ته وړاندي كړي ، په وينا يې چې په دې كار سره له يوه لوري كندهاري خامكي هنر نور شهرت هم پيدا كوي او له بل لوري به  دلته په كندهار كې د كورنيو اقتصاد ته هم ګټه رسوي .
په كندهار كې د ښځو چارو د رياست چارواكي وايې چې تر خپله وسه يې كندهاري خامك  ته د بازار پيدا كېدو په برخه كې هڅي كړي او بازارموندنه ورته شوې ده .
د كندهار د ښځو چارو رئيسه اغلي رقيه اڅكزۍ وايې د كندهار (PRT) په مرسته يې د (PRT) اونيز بازار او د كندهار د هوايي ډګر په اونيز بازار كې يې دا زمينه برابره كړې ده چې كندهاري خامكي توكي بازار ته وړاندي شي او هلته  يې هغه بهرني كسان چې كندهار ته راغلي دي رانيسي .
اغلي اڅكزۍ وويل چې كندهاريو  ، خامكي توكو ته يې د نړيوال بازار د موندلو په اړه  د خپل اړوند وزارت سره خبري كړي او اوس هڅي رواني دي چې په نړيوال بآزار كې كندهاري خامكي توكي وپلورل شي .
د ښځو چارو رئيسې وويل چې د كندهار په نوي جوړ شوي ښارګوټي عينو مېنه كې په پنځلس جريبه ځمكه كې د ښځو چارو دپاره نوي ودانۍ جوړوي .
په وينا يې چې هلته د كندهاري لاسي صنايع دپاره يو بازار هم جوړوي څو هلته ښځي خپل لاسي جوړ شوي توكي په خپله وپلوري او له لاري يې ښه ګټه تر لاسه كړي .
د ښځو چارو رئيسه وايې چې د څه مودي راهيسي يې په رياست كې د لاسي صنايعو د ودي دپاره بېلابېل پروګرامونه تر سره كړي دي او په همدې رياست كې يې د حرفوي زده كړو دپاره سلګونو ښځو ته روزنيز پروګرامونه هم په لاره اچولي او سلګونه ښځي يې روزلي دي چې دا مهال د خپلو لاسي صنايعو له لاري ورځنۍ اقتصادي اړتياوي پوره كوي .
د اقتصادي چارو پوهان وايې چې كه دولت لاسي صنايعو ته نړيوال بازارونه پيدا كړي او هلته افغاني توليدات چې نړيوال شهرت لري  و پلورل شي ليري به نه وي چې افغاني ميرمني به يوه ښه اقتصادي كورنۍ ولري .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery