ختیځ ادبي بهیر د تل په شان خپله ۳۰ مه اونیزه غونډه د ۱۳۹۱ کال د سلواغې میاشتې په ۲۰ نېټه د جلال اباد ښار د میدوتیک په انګړ کې ترسره کړه.
مشران مېلمانه يې محمد فاروق دیدار او غزیزالدین یوسفزی وو، د کوربه پر څوکې ورسره صف الله سنګین ناست و.او د دریځ چارې جمال ثاقب سمبالولې.
غونډه محمود خزان د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو پرانیستله. د ایمل مړوند د نشتون له امله د تېرې ناستې ګزارش ونه لوستل شو.
د توکو د ارزونې په برخه کې هلال احمد عاجز د (( د ناهیلۍ ))په نوم خپله لنډه کیسه کرکتنې ته وړاندې کړه، چې د خبرو پیل پرې ضیاالدین همت مل وکړ، نوموړي که څه هم د عاجز عاجزانه هڅه وستایله، خو زیاته يې کړه چې د هلال نه کیسه یو څه اوږده شوې همت مل په کیسه کې د شعر راوستل سم ونه بلل او زیاته کړه، چې په کیسو کې شعرونه او سندرې راتلی شي خو عاجز چې په کوم ځای کې شعر راخیستی دی مناسب ځای د شعر لپاره نه دی او اضافي په کې لیکل شوی دی.
ډاکټر بشیر احمد پرهر بیا ځینو تکراري جملو ته ګوته ونیوله چې له انده يې کیسه يې پیکه کړې ده، د پرهر په وینا په کیسه او لیکنه کې باید تر ورستیي بریده هڅه وکړو چې د تکراري او سولیدلو کلیمو څخه ځان وساتو.
د نوموړي په وینا تکراري کلیمي او جملې د کیسې یا داستان خوند له منځه وړي.
نادر دانش هم د پرهر سره په یوه خوله و او ځينو تکراري جملو ته يې اشاره کوله چې په باور يې د کیسې رنګ يې تت کړی دی او لوستونکو ته ستړې کیدونکې تمامیږي .
اومید خیران بیا د کیسې په تخنیکې اړخونو وګړیدلو او ځينو املايي تېروتنې يې یادې کړې هغه وویل موږ باید په لیکلو کې لیک نښو او املايي تېروتنو ته ډېر پام وکړو او خپله لیکنه تل دوه درې ځله ولولولو تر څو په کې کومه تېروتنه ونه اوسي.
احمد جمال جمال وویل: ((میراث مور ته نه پاتې کیږي، بلکې جمال ته پاتې کیږي، نو د مور په مړینه باندې کمال ته میراث نه پاتې کیږي، بلکې د جمال په مړینه باندې کمال ته مثراث پاتې کیږي)).
بازمحمد عابد هم د میراث په برخه کې د جمال د خبرو ملا وتړله او همدارنګه يې وویل چې د ((خاورین)) لوښي پرځای که کوم بل نوم راغلی وای او یا يې ورته “ګڼدولی” کارولی وای نو له انده يې ښه به راغلی و.
نوموړي په کیسه د شعر راوړلو په اړه وویل ،چې کیسه د مور په اړه لیکل شوی ده نو شعر راوړل په کې پر ځای نه دي راغلي. د عابد په خبره که چېرته دا کیسه جانان ته لیکل شوې وه، نو بیا که شعر راغلی هم و څه ستونزه يې نه پیدا کوله.
پرهر وویل که چېرته د میراث خبره د مور نه زوی ته راواوړي نو یو ښه کیسه ترېنه جوړیدای شي.
ځينو نورو ملګرو هم د ډاکټر پرهر خبره تایید کړه.او ویل يې چې میراث تل زوی ته پاتې کیږي نه مورته ، نو باید کیسه کې کمال د میراث لپاره د خپل وراره د وژلو هڅه وکړي نه د هغه د مور وژلو .
ښاعلي عبدالله اغېز وویل، زموږ په ټولنه کې تر ډېره د پنځو کلونو په شاخوا کې هلکان د تلاق په مانا نه پوهیږي او په بازار کې پلسټيک هم نه شي خر څولی.
هغه زیاته کړه، چې په کیسه کې کرکټر جمال دی خو لوبغاړې يې بیا د هغه مور راغلې ده، چې کیسه يې د خپل خالات نه ویستې ده.
خو ځينو ملګرو ورسره ونه منله او وې ویل چې کورنۍ ستونزو ډېری ماشومان اړ کړي دي چې په بازارونو کې توکي وپلوري او د ځان لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.
لیاقت خان غزت مل بیا يټنګار کولو چې موږ باید په کرکتنه کې یوازې منفي خبرې ونه کړو او ځینو ښو او مثبتو ټکو ته هم اشاره وکړو، هغه د کیسې نوم خوښ نه کړ او ټينګار يې وکړ، چې د دې نوم پر ځای دې ورته بل مناسب نوم ولټول شي.
غزالدین یوسفزي بیا وویل چې د کیسې په یوځای کې د محمدالله نوم راغلی دی، خو ښکاره شوی نه دی چې له جمال سره کومه او څه اړیکه لري.
بازعابد بیا د همت مل د هغې خبرې سره همغږی نه و، چې ګوندې کیسه اوږده ده هغه د استاد اسدالله غضنفر یوه کیسه د بېلګې په توګه یاده کړه چې کافي اوږده لیکل شوې خو ښه کیسه ده.
د کرکتنې په پای کې خپله د کیسې لیکول هلال عاجز دریځ ته ووبلل شو نوموړي د ټولو ملګرو نه مننه وکړه، چې پر کیسه يې ورته نیک او رغنده نظرونه ورکړل وې ویل چې په راتلونکو لیکنو کې به د ملګرو د نظرونو او مشورو نه پوره پوره ګټه اخلي.
ترکرکتنې ورسته یوه ازاده مشاعره وشوله چې د یادو شو کسانو سربېره په کې دغو ښاغلو هم خپل شعرونه وویل:
ذبیح الله صالح، بصیر احمد تلاش، بلال، سید هدایت الله شیدا، الفت پاڅون، ریاض الله شفق، ضیالدین زلمی، صیام الدین پسرلی، عبید الله اغېز، لیاقت خان غزتمل، شمس الرحمان حسیني، اکمل ظاهر، قدیرملنګ، رحیم الله همراز، نهضت شېرزاد، یوسف ظریفي، زیارمل سوکال، طارق تسل، غزت الله ځواب، حمیدالله کامران، غزیز خان، ارباب خان، خضرت یوسف یوسفزی، او صاحب الله عابد.
په پای کې فاروق دیدار دریځ ته وبلل شو نوموړي خوښي ښکاره کړه، چې د ختیځ ادبي بهیر په داسې یوه ښکلې غونډه کې ګډون لري.
وې ویل ډېر خوشاله دی چې د ختیځ ادبي بهیر او ورته نورې ادبي ناستې کیږي او ځونان په خپلو کې سره خپل نظرونه او اندونه شریکوي.
هغه د ختیځ ادبي بهیر غونډې ډېرې زیاتې ګټورې وبللې او د نويو استعدادادونو په روزلو کې يې بهیر یو روزنیز مرکز یاد کړ.
په پای کې نادر دانش د بشري حقوقو کتاب او هجرت الله اختیار د حق په نوم مجله په برخوالو وویشله.
د راتلونکې اونۍ لپاره اغا محمد بینوا او لیاقت خان غزت مل ژمنه وکړه چې خپله لنډه کیسه به کرکتنې ته راوړي.
غونډه غرمه ناوخته پای ته ورسیده.