سترپښتون مشر عبداولي خان دجنازې لمونځ پېښور کې وشو چې ورکې له سلو زرو نه زياتو کسانو ګډون وکړو -دجنازې په مراسمو کې يې د افغانستان ، ايران، هندوستان او عربي هيوادونو نه راغلو پلاوو ګډون وکړو _دافغانستان نه دوه پلاووپه دغو مراسمو کې ګډون وکړو
له پېښوره دنندارې راپور:
د سترپښتون مشر عبداولي خان دجنازې لمونځ پېښور کې وشو چې ورکې له سلو زرو نه زياتو کسانو ګډون وکړو -دجنازې په مراسمو کې يې د افغانستان ، ايران، هندوستان او عربي هيوادونو نه راغلو پلاوو ګډون وکړو _دافغانستان نه دوه پلاووپه دغو مراسمو کې ګډون وکړو چې ديوه مشري يې ددولت د مرستيال کريم خليلي او دبلې مشري يې د پخواني اولس مشر برهان الدين رباني په غاړه وه -
سربيره پر دې پېښور کې د افغانستان جنرال قونصل عبدالخالق فراهي او اسلام اباد کې دافغانستان سفير ډاکټر ننګيالي طرزي هم دعبدالولي خان دجنازې لمونځ اداکړو -
دجنازې لمونځ دورځې په پاو باندې درېوو بجو وشو ،که څه هم دنيشنل پارټۍ خپلو ځوانانو هڅه کوله چې دخلکو بيروبار کنترول کړي ولې بيا هم وليدل شول چې دخلکو بيروبار کنتروليدونکى نه و -
وروسته ماښام مهال عبدالولي خان دده د وصيت سره سم په ولي باغ چارسده کې خاورو ته وسپارل شو - دقبر پر سر يې د هندوستان د صدراعظم من موهن سنګ دخواخوږۍ پيغام د هند د راج سبا (ملي پارلمان )دمعاون ک -رحمان له خوا ولوستل شو -