دخپریدو نیټه : 2013-04-02 مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار
دوې مياشتي کيږي د کلات بريښنا قطعه ده .
د زابل د مرکز کلات بريښنا د تيرو دوو مياشتو راهيسي نشته او دلته يې خلک په يو عالم ستونزي کې غورځولي دي .
د کلات اوسيدونکي وايې چې د بريښنا نه موجوديت يې پر کارونه زيات منفي اثر شيندلى دى او ژر د بريښنا فعاله کيدل غواړي .
د زابل مرکز کلات د کندهار _ کابل پر لويه لار پروت ښار دى چې شاوخوا دوه ميليونه نفوس لري ، د تېرو دوو مياشتو راهيسي زابليان د بريښنا څخه بې برخي دي او ټوله شپه يې ښار توره تياره وي .
د کلات اوسيدونکي وايې چې د بريښنا نه شتون يې پر کارونه هم منفي اغيز کړى دى او دا مهال يې کاروبار په ستونزو کې دى ، خلک ډير ژر د بريښنا فعاله کېده غواړي .
د زابل چارواکي وايې چې د بريښنا د قطعه کيدو علت يې د ډيزلي جنراتورونو له کاره لويده دي .
والي محمد اشرف ناصري وايې چې د مسلکي کسانو د کمبود له امله يې جنراتورونه غيرفعال دي ، په وينا يې دوى هڅه کوي چې د بهرنيو سرتيرو څخه پاتي کيدونکي جنراتورونه تر لاسه او خلکو ته د بريښنا خدمات په وړاندي کړي .
والي له زابلي اوسيدونکو څخه غواړي چې د بريښنا بيلونه پر وخت تحويل کړي څو عوايد تر لاسه او بيا ښاريانو ته خدمات په وړاندي شي .
زابل يوازي د بريښنا د نه موجوديت ستونزه نه ځوروي بلکه دلته نوري ګڼي ستونزي هم پرتي دي چې له امله يې خلک د زياتو اسانتياوو څخه بې برخي دي .