دخپریدو نیټه : 2013-04-25 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د زري کړکي اکاډمي د کال غوره ليکوالو ته جايزې ورکړې
مجیب الرحمن (محمودي)
د کتاب ښار په تالار کې چې د کابل د پامير سينما په ودانۍ کې موقعيت لري، د روان ۱۳۹۲ لمریز کال، د غویي د میاشتې په درېیمه نېټه، چې د ۲۰۱۳ زیږدیز کال د اپریل له ۲۳ مې نېټې سره سمون خوري، د زري کړکي د جایزې په غوره لیکوال باندې، د زري کړکي اکاډمي لخوا غونډه جوړه شوه، چې په نوموړې غونډه کې د پښتو او دري ژبې یو شمېر تکړه لیکوالو برخه اخیستې وه.
غونډه مازیګر مهال په پاو باندې څلور بجو د مجیب الرحمن محمودي لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، له تلاوت وروسته، څو تنو تکړه لیکوالو په خپل وار سره د کتاب د ارزښت او لیکوالۍ د مهارتونو په اړه ارزښتناکې خبرې وکړې. تکړه لیکوال او کره کتونکي ښاغلي اسدالله غضنفر د کتاب د ارزښت په اړه قیمتي خبرې وکړې، زیاته یې کړه، چې په ټولو رسنیو کې کتاب غوره رسنۍ ده ځکه چې کتاب د علم او فرهنګ په وده کې له ټولو نه زیات اهمیت لري، غضنفر صیب په کورونو کې د کتابتون په لرلو ټینګار وکړ، په کور کې یې کتابتون د ژوند له اړینو برخو څخه وباله. ورپسې ښاغلي استاد نجیب منلي د زري کړکي د جایزې په اړه خبرې وکړې، زیاته يې کړه، چې دوی دا جایزې د خپلې سلیقې له مخې ورکوي او نوموړې جایزې هغو لیکوالو ته ورکوي، چې د زري کړکي اکاډمي معیارونه پوره کړي.
په غونډه کې دوو تنو ښځینه لیکوالو لکه اغلې شبرنګ او اغلې مژګان مصطفوي د ښځو چارو معینې هم خبرې وکړې، اغلې مصطفوي د کتاب لوستلو ته خلک را وبلل او د زري کړکي اکاډمي دغه کار یې د ستاینې وړ وباله، ورپسې، ښاغلي لیکوال علم ګل سحر له خپلو خبرو وروسته، د غونډې ګډون والو ته د پښتو ژبې هغه لیکوال، ور وپېژندل، کومو ته چې د زري کړکي جایزې ورکول کېدې، لکه تکړه او وتلی لیکوال، ښاغلی نصیر احمد احمدي، اغلې فروین ملال او اغلې طوبی ندا صافۍ.
ښاغلي سحر صیب په نورو لیکوالو برسېره، د ښاغلي نصیر احمد احمدي د لیکوالۍ ډېره ستاینه وکړه، او زیاته یې کړه، چې د لیکوالۍ په برخه کې یې نه یوازې د لویانو، بلکې د ماشومانو لپاره هم پر ځای خپلې هلې ځلې کړې او بله دا چې نه یوازې خپله لیکوالي کوي، بلکې له خپلو تجربو څخه یې نوروته هم د لیکوالۍ په اړه غوره لارښوونې کړې دي او په دې اړه یې د ښاغلي احمدي (راځئ کیسه ولیکو) کتاب ته اشاره وکړه، همدارنګه یې د ښاغلي احمدي په لیکوالۍ کې د پرځای او ګټور پیغام هم ستاینه وکړه.
ورپسې د ښاغلي ګلنور بهمن لخوا دري ژبې د هغو لیکوالو نومونه یاد شول، کوم چې د زري کړکي د جایزې ګټونکي وو، لکه اغلې نجیبه ایوبي، ښاغلی عبدالمالک ارتش او ښاغلی منیراحمد بهایي، چې د هغوی د لیکوالۍ یې هم بېله بېله ستاینه وکړه.
د غونډې په وروستیو شېبو کې ټاکل شوو غوره ليکوالو ته په پام کې نیول شوې جایزې ورکړل شوې او غونډه د تکړه لیکوال او څېړونکي ښاغلي حبیب الله رفیع په ارزښتناکو خبرو سره پای ته ورسېده.
غونډه ښه وه، ارزښت يې په دې کې و، چې زموږ ځوان ليکوال هم هڅېږي ترڅو ليکنه وکړي او جايزه واخلي. خو که ټاکل شوو غوره ليکوالو ته، په دې غونډه کې د یوه ستاینلیک په ډول، معنوي جایزې هم ورکړل شوې وای يو ښه کار و، خو اوس دا ثبوت نشته چې ښاغلی احمدي، پروين ملال او يا نور ياد شوي ليکوال دې د کال غوره ليکوال غوره شوي وي، که اوس هم د زري کړکي اکاډمي دوی ته يو ستاينليک ورکړي، ناوخته نه دی.
په پای کې زه هم په خپل وار سره د زري کړکي جایزې وړونکو لیکوالو ته، د زړه له کومي، د دغه لوی افتخار مبارکي وایم، د لیکوالۍ د قیمتي بڼ د لا سمسورتیا په هیله.