راغلى نومړي په اسلام ابادکې دپاکستان له اولس مشر جنرال پرويزمشرف اودپاکستان دصدراعظم شوکت عزيز سره ځانګړې خبرې اترې وکړې دحامدکرزي دادوره د دواړو هيوادنو دښوتعلقاتودپاېښت اوتجارتي
د پېښور نه دنندارې راپور :
دافغانستان اولس مشر ښاغلى حامدکرزى چې دادوه ورځې کيږي چې پنځه دېرش کسيزې پلاوې سره دپاکستان په دوره
راغلى نوموړي په اسلام ابادکې دپاکستان له اولس مشر جنرال پرويزمشرف اودپاکستان دصدراعظم شوکت عزيز سره ځانګړې خبرې اترې وکړې - دحامدکرزي دادوره د دواړو هيوادنو دښوتعلقاتودپاېښت اوتجارتي اوپه سيمه کې دښو سياسي روابطو په درلودلو په اړه وو- اوهمداراز ښاغلي کرزي دجمعې په ورځ دراغلي پلاوي سره دصوبه سرحد چارسدې ولى باغ ته دعوامي نيشنل پارټۍ مشرمرحوم خان عبدالولى خان دمړينې فاتحې ته راغى اودخداى بخښلي خان عبدالولى خان په مزارباندې يې دګولونوګېډى کېښودې اوهمدارازيې دافغاني اوپاکستاني ژورنالستانو پوښتنو ته يې هم ځوابونه وويل اودخپل درى ورځنيۍ دورې په اړه يې معلومات ورکړل دغرمې نه وروسته دفبرورۍ په اولسمه بېرته خپل هيواد افغانستان ته ستون شو -