په دغه سيمينار کې ٢٧٠ کسانو ګډون کړى و، چې په مورنۍ ژبه د زده کړې پر اهميت ځينو ويناوالو رڼا واچوله. د سيمينار په منځنۍ برخه کې دولت، ملي شورا (ولسي جرګې، مشرانو جرګې)، مدني ټولنو، د بشر حقوقو خپلواک کمېسيون او ولس ته ځانګړي وړانديزونه وشول.
زردشت شمس :: کابل
د وري پر ١١مه: د ګڼ شمېر ځوانانو په نوښت د هېنداره مطبوعاتي او فرهنګي مرکز له خوا نن په کابل کې په مورنۍ ژبه د زده کړې اهميت تر سرليک لاندې يو ورځنى سيمينار جوړ شو.
په دغه سيمينار کې ٢٧٠ کسانو ګډون کړى و، چې په مورنۍ ژبه د زده کړې پر اهميت ځينو ويناوالو رڼا واچوله. د سيمينار په منځنۍ برخه کې دولت، ملي شورا (ولسي جرګې، مشرانو جرګې)، مدني ټولنو، د بشر حقوقو خپلواک کمېسيون او ولس ته ځانګړي وړانديزونه وشول. (دغه وړانديزونه د همدغې وېباڼه په کلتوري او فرهنګي خبرو اترو کې بشپړ ولولئ.)
سمينار چې د قران کريم په تلاوت پيل شوى و، ډاکټر محمد ابراهيم شينواري په خپله وينا کې وويل: له ښوونځي څخه د ماشوم د مورنۍ ژبې ايستل، له ښوونځي نه د ماشوم ايستل دي. ډاکتر شينواري زياته کړه: دغه خبره د د ټورنټو پوهنتون استاد، جېن کومنس څېړنه چې په ٣٠ کلنونو کې يې ١٥٠ څېړنې کړې دي.
ډاکټر شينواري وويل: لوى خداى انسان ته د مورنۍ ژبې اهميت په دې ايت کې ښيي: او (د الله) د قدرت له نښو څخه د اسمانونو او ځمکو پيدا کول او ستاسو د ژبو او رنګونو رنګارنګي ده. او په دې کې د پوهانو لپاره نښې شته. (الروم، ٢٢ ايت)
په مورنۍ ژبه زده کړې د کوچنى په ښوونيزو او اروايي پرمختيا کې ډېره ونډه لري، ګڼو څېړنه همدا خبره څرګنده کړې ده. په د سيمينار له ويناوالو څخه عبدالففور لېوال وويل: د چټکې زده کړې شرايط برابروي، د لفظونو پياوړې ذخېره جوړوي، کوچينى اساسي موضوع ژراخېستى شي، نورې ژبې ښې زده کوي. ماشوم له اروايي عقدو څخه خلاص وي، په ځان باور لري.
په دغه سيمينار کې د مخابراتو وزير اميرزي سنګين، د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې وزير قادري، په پوهنيزو او فرهنګي چارو کې د ولسمشر مطبوعاتي وزير زلمي هېوادمل، د ښوونې او روزنې وزارت اداري معين محمد صديق پتمن، کابل والي حاجي دين محمد، خوست والي معراج الدين پټان، د ولسي جرګي غړيو، د مشرانو جرګې غړيو او د ګڼ شمېر نورو ولايتونو څخه ډېر خويندو او وروڼو ګډون کړى و.
د سيمينار يوه ګډونوال زمري ګوربت ته وويل: ډېر خوښ يم چې په دغسې يوه سيمينار کې ګډون کوم، په مورنۍ ژبه د زده کړې اهميت په پوهيزه او اکاډميکه توګه بحث وکړ.
دغه دغه سيمينار کې د پشه يي ژبې ليکوال او شاعر امله وال وينا واوروله او ويې ويل: د پشه يي ژبې لپاره نه هم په فرهنګي او مطبوعاتي ډګر که څه شرايط مساعد دي او نه هم په ښوونځيو کې، موږ دومره ګيله نه کوو، د پښتو ژبې چې دغسې حال وي، نو الله دې زموږ حال ته خير کړي.
په سيمينار کې د کوچينانو له خوا ترانه واورول شوه او همدغو کوچنيانو ته د ولسي جرګې د وکيل ښاغلي کټوازي له خوا سوغات ورکړل شو.
د پوهنې اداري معين پتمن د سيمينار د پرېکړه په اړه د سيمينار له اداري کاري ګروپ څخه وغوښتل چې وزارت ته ورشي او سيمينار د پرېکړو او وړانديزونه په اړه وسره خبرې وکړي.
ډاکتر محمد ابراهيم شينواري په خپلو خبرو کې د پوهني وزير هغو خبرو ته اشاره وکړه او ويې ويل:
د پوهنې وزير له ملت سره ژمنه کړې ده چې که ٤٠ تنه زده کوونکي برابر وي دوى ته به د دوى په مورنۍ ژبه زده کړه برابروي.
د سيمينار يوه ګډونوال ګوربت ته وويل: په مورنۍ ژبه زده کړه د هېواد او ملت د پرمختيا لپاره ډېره ضروري ده، زموږ اولادونو ته بايد زده د هغوى په مورنى ژبه وي.
دغه يو ورځنى سيمينار د ښاغلي سرمحقق عبدالله خدمتګار بختاني په وينا او دعا د غرمې په يوه بجه پاى ته ورسېد.
پرېکړه ليک
په مورنۍ ژبه د زده کړې اړتيا يو ورځنى ورکشاپ برخه وال چې د ١٣٨٥ د وري پر ١١مه نېټه يې دا ورکشاپ جوړ کړى و، په دې ورکشاپ کې دولت، مدني ټولنې، بشر حقوقو خپلواک کمېسيون، ملګرو ملتونو او ولس ته د لاندې وړانديزونو پر بنسټ دغه پرېکړه ليک صادروي او د هغه د عملي کولو غوښتنه کوي.
دولت ته وړانديزونه ١- دولت دې په کابل ښار کې پښتو ښوونځي همدا سږ کال فعال کړي
٢- په ټولو هغو سيمو کې چې د زده کوونيکو اکثريت په کومه ژبه غږېږي، ښوونځي دې په هماغه ژبه کړي.
٣- په هغو ښوونځيو کې دې د پښتو صنفونه جوړ کړي چې اکثريت زده کوونکي يې پښتو ژبي نه وي.
٤- په مورنۍ ژبه زده کړه دې له ١ – ١٢ ټولګي او بيا په پوهنتون کې برابره شي.
٥- دولت دې خپل فعاليتونه په يوه معينه زماني موده (١٣٨٥) کال کې پيل کړي.
٦- د هغو وعدو څخه دې ډډه وکړي چې عملي کوي يې نه.
٧- دولت دې د اساسي قانون د ١٦ او ٤٣ مادې له مخې ټولو افغانانو ته د دوى ژبني حقوق ورکړي.
٨- په کومو سيمو کې چې ښوونځي نه شته، ښوونځي دې جوړ کړي.
٩- د پوهنې د کيفيت د لوړولو لپاره دې د ښوونکيو پر روزنه زور راوړل شي.
١٠- په کابل کې دې په لومړي ګام کې د يوې ملي نمونې په توګه دا مسئله حل شي چې د نورو هېوادونو لپاره يوه ښه بېلګه شي.
١١- حکومت دې اساسي قانون تطبيق کړي.
١٢- د کوچيانو لپاره دې د زده کړې مناسب شرايط برابر کړى شي.
١٣- د ملي راډيو تلوېزيون دې د مسوول ارګان په توګه د هېواد رسمي ژبو او سيمه ييزو ژبو ته بشپړه پاملرنه وکړي.
١٤- دولت بايد په ټولو ادارو کې په پښتو او دري ژبه د مکاتبې زمينه برابره کړي.
١٥- د هېواد په شمال کې د مورنۍ ژبې تدريس عادلانه زمينه برابره شي، ځکه هلته ډېر اقليتونه له محروميتونو سره مخ دي.
١٦- د دې ورکشاپ برخه وال به د يوه دايمي کمېسيون حيثيت لري چې د دغه سيمينار د پرېکړو د تطبيق او څارنو دنده ترسره کړي.
١٧- پوهنې وزارت دې د تدريسي کتابونو د چاپ په برخه کې توازن او تناسب ته جدي پاملرنه وکړي.
١٨- هغه شرعي اسناد چې اقرار په کې کېږي، د اقرار کوونکي په خپله مورنۍ ژبه دې وي.
مدني ټولنې، ملي شورا (پارلمان) او ملګرو ملتونو ته وړانديزونه الف: ملي شورا: - د پوهنې وزارت دې احضار کړ چې د قانون ١٦او ٤٣ ماده عملي کړي.
- وکيلان دې په خپلو ويناوو کې دا مسئله په اصولي او جوړوونکي ډول مطرح کړي.
- وکيلان دې پخپلو ليدنو – کتنو کې له جمهور رئيس، د پوهنې وزير، و نورو څخه د دې حق اعاده وغواړي.
- پارلمان دې دولت ته يو ليک ولېږي او د دې مسئلې د حل غوښتنه دې ترې وکړي.
- ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه دې د يونيسکو د قراردادونو عملي توب له دولت څخه وغواړي.
ب: مدني ټولنې: - مدني ټولنې دې د خپلو بېلا بېلو قانوني، حقوقي او ټولنيزو مسووليتونو له مخې دولت ته د دې ستونزې د حل تخينکي مشورې ورکړي.
- د CRC د راپور په بشپړولو کې دې له يونيسف سره مرسته وکړي چې د دې ستونزې موجوديت په کې منعکس شي.
- د بشر د حقوقو خپلواک کمېسيون دې د ماشومانو د دې حق اعادې له دولت څخه وغواړي.
- سياسي ګوندونه دې هم ملت ته دا واضح تګلارو له لارې په دې مسئله کې خپل مثبت دريځ څرګند کړي او د عملي کېدو لپاره دې هڅې پيل کړي.
- د بشر د حقوقو خپلواک کمېسيون د ماشومانو د دې حق اعاده له دولت څخه وغواړي.
- مدني ټولنې د مورنۍ ژبې په وړاندې زور زياتى او ظلم ختم کړي.
ج: ملګري ملتونه: - يونيسف دې د CRC د مسوول په توګه حکومت ته رسمي غوښتنه وړاندې کړي چې د ماشومنو دا حق ورکړل شي. تخنيکي، مسلکي او نورې مرستې دې ورته برابرې کړي چې د ستونزې پراختيا او د حل لارې يې وڅېړي. او د CRC په راپور کې د دې ستونزې د نه عملي کېدو انعکاس وکړي.
- يونيسکو، يوناما او UNHCR دې د ملګرو ملتونو د بېلا بېلو تړونونو له مخې د دولت څخه وغواړي چې دا ستونزه حل کړي.
- ملګري ملتونه او مدني ټولنه دې خپل غه رول چې د ماشومانود حقوقو تړون د Monitoring لپاره لري بايد عملي يې کړي.
- د ژبنيو حقوقو په باب د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره دې هڅې وکړي.
ولس ته وړانديزونه: - ځان دې په دې پوه کړي چې د خپل اولاد په باب مسوول دي.
- د خپلو ماشومانو د روزنې او پوهنې د ډول د انتخاب حق دوى ته د بشر د حقوقو نړيوالې اعلاميې ورکړى دى. دوى دې خپل دا مسووليت ادا کړي.
- د پوهنې وزارت ته دې انفرادي او ډله ييز غوښتنليکونه ورکړي.
- خپلې غوښتنې دې جمهور رئيس ته هم ورکړي.
- پارلمان دې هم خپلې مرستې ته راوبولي.
- د ملګرو ملتونو اړونده دفترونو ته دې هم خپله غوښتنه ورسوي.
- د بشر د حقوقو خپلواک کمېسيون او د مدني ټولنې نورو دفترونو ته دې هم خپل غږ ورسوي.
- ليکوال او ډله ييزې رسنۍ دې مسئله د مېډيا داغېزمنې لارې دولت ا ولس ته ورسوي.
- سوداګر او شتمن دې د شخصي ښوونځيو د جوړولو له لارې خپله برخه واخلي.
- د زده کړې شخصي مرکزونه دې هم په مورنۍ ژبه د زده کړې او مورنۍ ژبې ته د ژباړې مسئله عملي کړي
- ولسونه دې د خپلو عنعنوي تشکيلاتو له لاري د ښوونې او روزنې په پياوړتيا او کيفي لوړتيا کې مرستې وکړي او د تعليم څرنګوالي څارنه وکړي.