سې شنبه د وري ۱۲ چي د ۲۰۰۶ مېلادي كال داپرېل د مياشتي له ۴ نېټې سره سمون خوري د كندهار په خوشبخت سالون كي دښوونځيو د زدكوونكو تر منځ ذهني سيالي ديوې غونډي په ترڅ كي تر سره سوه، چي د كندهار پر والي برسېره نورو لوړ رتبه دولتي چارواكو او فرهنګي
خليل الله سروري / كندهار
سې شنبه د وري ۱۲ چي د ۲۰۰۶ مېلادي كال داپرېل د مياشتي له ۴ نېټې سره سمون خوري د كندهار په خوشبخت سالون كي دښوونځيو د زدكوونكو تر منځ ذهني سيالي ديوې غونډي په ترڅ كي تر سره سوه، چي د كندهار پر والي برسېره نورو لوړ رتبه دولتي چارواكو او فرهنګي شخصيتونو لكه د پوهني رئيس حيات الله رفيقي، د اطلات اوكلتور رئيس عبدالمجيد بابي، د هند هيواد كونسل، ډاكټر طارق رشاد او د ښوونځيو ۵۰۰ تنو ښوونكو او زدكوونكو ګډون كړى سيالۍ د غرمې پر دوو بجو پيل سوې چي د اجنډا له مخي پر شپږو برخو، لكه معلوماتي برخه، د تاريخي اشخاصو په اړه مالومات، د ټوكو برخه، د هوښ ازموينه، د مقابلوي مشاعرې برخه او د خوراك د مقابلې پر برخو وېشل سوې وه په پاى د كندهار نندارې له خوا يوه په زړه پوري ډرامه هم ترسره سوه،
دا سيالۍ په كندهار كي وروسته له شلو كالو د لومړي ځل لپاره ترسره سوې پاته دي نه وي چي د دې سياليو د تحفو لګښت د افغان بېسيم مخابراتي شركت پر غاړه اخيستى و.