مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-04-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په لندن کي دزرين انځور په وياړ غونډه جوړه شوه

افضل ټکور – لندن
زرين انځور په لندن کي د يارانو له ادبي هلو ځلو زه له پخوا څخه خبر وم او ددغه ډول غونډو جوړېدل مي نه يوازي دا چي ګټور بلل ، بلکي کله کله به مي له ښاغلي کامه وال صاحب سره ددغو غونډو په هکله اوږدې خبري کولې .

زرين انځور

په لندن کي د يارانو له ادبي هلو ځلو زه له پخوا څخه خبر وم او ددغه ډول غونډو جوړېدل مي نه يوازي دا چي ګټور بلل ، بلکي کله کله به مي له ښاغلي کامه وال صاحب سره ددغو غونډو په هکله اوږدې خبري کولې . 
  نه پوهېږم دغه ادبي غونډي کله او له کوم تاريخ نه پيل شوي دي ، خو ښه کار چي له هر وخت نه پيل شوی وي ، ملاتړ او ستاينه يې په کار ده . تر هغه ځايه چي ما اورېدلي ، په لندن کي دغه غونډي د پښتو ژبي د ښه ليکوال او ژورناليست ښاغلي عبيدالله محک په زيار پيل شوی او تر اوسه دوام لري . 
  دغه غونډي هر وخت د پښتو ژبي دژونديو ليکوالو او شاعرانو ، تاريخ ليکونکو او څېړونکو په وياړ جوړيږي او تر ډېره حده دلمانځني بڼه لري . په دغو غونډو کي زما لومړی ځل و چي برخه مي په کي واخستله ، او هغه هم دګران دوست زرين انځور په ياد غونډه وه ، له ښاغلي زرين انځور سره زه له دوو لسيزو زيات وخت کيږي چي له نژدې ورسره پېژنم ، ډېر څه مي له هغه نه زده کړي دي . هغه زموږ د هيواد دمعاصر ادبي بهير وتلی ليکوال ، محقق ، کره کتونکی ، او لنډه کيسه ليکونکی دی . دا لس کاله کيږي چي د خپل هيواد څخه پردېس د جرمني دکولن په ښار کي مېشت دی او په دغه موده کي يې دومره علمي او ادبي کار کړی چي پوره اکاډيميو او پوهنتونونو نه دی ترسره کړی . په لسګونو علمي ، تاريخي او ادبي اثار يې چاپ کړی او يو زيات شمېر علمي سيمينارونه يې جوړ کړي دي .
 
 ښاغلي اکبر کرګر راته وويل چي د روان کار د مارچ په يودېرشمه د ښاغلي عبيدالله محک په کور کي د زرين انځور په ياد غونډه جوړيږي ، محک صاحب ماته ويلي وهچي تاسي خبر کړم . ماورته وويل چي داخو ډېر ښه کار دی ، خو څه به په کښي وايو ؟ هغه وويل زه هم نه پوهېږم ، وربه سو ، او بيا به ګورو ، په ټاکلې ورځ د ماځيګر شپږنيمي بجې وې چي دکرګر صاحب کور ته ورسېدلم ،او يو څو دقيقې وروسته د محک صاحب کور ته ورسېدلو، کورته چي ننوتلو نوهلته پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار ، ډاکټر داود جنبش ، ښاغلي اسماعيل سعادت ، ښاغلي ولي عبدالله ، ښاغلی سپين تڼی ، اوښاغلی حکيم سمسور چي په همدغه ورځ له کابله راغلی و ناست وو . اووه نيمي بجې ښاغلی ايمل پسرلی او ښاغلی داود اعظمي هم راغلل ، له دوی څخه وروسته ښاغلی حنيف بکتاش هم راورسېد .
 
 محک صاحب وويل : غونډي ته اغلې صفيه حليم هم خبره سوې وه ، خو هغې د راتلو څه عذر وړاندي کړ . ښاغلی کامه وال او ښاغلی سنګروال هم بايد راغلي وای خو هغوی وطن ته تللي دي ، اوس نو که ستاسو خوښه وي لومړی به ډوډۍ وخورو او بيا به غونډه پيل کړو . د ډوډۍ خوړلو وروسته ډاکټر مجاور احمدزيار د انځور په ياد خبري پيل کړې ، هغه وويل : انځور صاحب ډېر کوچنی و چي زه د دوی کور ته تللی وم . دوی اصلآ د کندهار الکوزی دی . او دننګرهار د مومند درې ولسوالۍ د((ګردي غوث )) په کلي کې زېږېدلی دی .
 
 بيا يې د زرين انځور د لنډو کيسو په باب د هغه د ليکوالۍ په هکله لنډي خو ګټوري خبري وکړې ، وروسته بيا غونډه د هغې مرکې په اورېدلو پيل شوه چي د ښاغلي ايمل پسرلي له خوا په هغه ورځ له ښاغلي انځور سره شوې وه ، مرکه چي تر نيم ساعت زياته وه ، ټوله د ليکوال د ژوند ، څېړنو ، او لنډو کيسو په اړه وه . دمرکې له اورېدلو نه وروسته محک صاحب وويل چي په ناستو کسانو کي تر ټولو زيات تر ټولو زيات ښاغلی اکبر کرګر او افضل ټکور له انځور صاحب سره ډېر نژدې پاته شوي دي ، لومړی به دوی دواړه د هغه په باب وږغېږي ، او بيا به موږ او تاسي .
 
 همداسي غونډه پيل شوه ، لومړی اکبر کرګر دانځور صاحب په ياد وويل : ښاغلی انځور و ډېر ژور اولوی ليکوال دی ، زه يې له ډېرې اوږدې زمانې نه ان د پوهنتون له وخت څخه پېژنم . ماچي تر اوسه هر څه ليکلي يو ځل مي هغه ته اورولي او هر وخت يې خپل ښه نظر په ما لورولی دی . د هغه لنډي کيسې د هيواد د معاصر داستاني بهير تلپاتي بيلګي دي او زما په فکر هغه له ارواښاد ميرمهدی شا مهدي نه وروسته لومړنی کيسه ليکوال دی چي ښې لنډي کيسې يې ليکلي دي .
 
 له ښاغلي کرګر نه وروسته ما هم د انځور صاحب سره د خپل ژوند په اوږدو کي د يو څو خاطرو يادونه وکړه ، او هغه وخت چي موږ په کابل کي و او يو ځای به مو په کورونو کي ادبي غونډي او مشاعرې جوړولې ، په دغو غونډو کي د انځور صاحب د ونډي او ارزښت په باب وږغېدم .
 
 له مانه وروسته ښاغلي داود جنبش د ښاغلي زرين انځور سره د خپلو اړيکو او خاطرو په اړه وويل : انځور صاحب پرته له دې چي يو ښه ليکوال او کيسه ليکونکی دی ، ددې تر څنګ دعلمي اوادبي سيمينارونو ډېر ښه سمبالوونکی او ډېر زيات مېلمه پالونکی هم دی . ښاغلي جنبش وويل که د انځور صاحب تشويق او پرله پسې غوښتنه نه وي نو خدای خبر که ما د ماياروف کتاب چي د افغانستان د جګړو په باب يې ليکلی دی په پښتو ژبه ژباړلی وای .له ښاغلي داود جنبش څخه وروسته ښاغلي ايمل پسرلي وويل : 
  زه ښاغلی انځور له هغه وخته نه پېژنم کله چي هغه پاکستان ته راغی ، موږ به هلته سره کښېنستلو ، د لنډو کيسو او ادبياتو په باب به مو بحثونه کول . ښاغلي انځور يو د هغو ليکوالو څخه دی چي د لنډي کيسې په هر څه ښه پوهېږي ، خو د هغه ډېرې لنډي کيسې له واقعې پېښو څخه جوړي سوي دي ، خو زه وايم ليکوال بايد د کيسې لپاره موضوع ايجاد کړي . 
  له ښاغلي ايمل پسرلي وروسته ښاغلي محک وويل : له ښاغلي زرين انځور سره زما لمړۍ ليدنه په کابل کي د ښاغلي عارف خزان په مرسته وسوه ، او بيا هغه وخت د هغه د ( کړيکه ) په نوم لنډه کيسه خپره شوې وه ، او ددغي کيسې په ځانګړتياو يې لنډي او ګټوري خبري وکړلې . 
  د شپې پر لسو بجو غونډه پای ته ورسېده . خو کوم ټکی چي زه يې ددغو ادبي غونډو په هکله د ډېري يادوني وړ بولم دادی چي تر اوسه پوري ددغو غونډونه ګزاريشونه او نه تاريخونه ثبت شوي دي ، ما چي دغونډو څو دوستانو سره دغه خبره ياده کړه نو ومو پتېيله چي له دې نه وروسته به د هري غونډي راپور ، نېټه ، او که وکولای سو انځورونه ( عکسونه ) دځان سره ثبتوو ، تر څو په راتلونکي کي د يوه ماخذ په توګه داستفادې وړ وګرځي .

په لندن کي له ليکوال او شاعر ( ښاغلي افضل ټکور)  څخه مننه کوم چي په لمړي ځل يې په لندن کي له يوې مهمي غونډي خبر کړو ، او هيله کوو چي په راتلونکي کي هم په لندن کي د ادبي ناستو او مجلسونو څخه خبرونه ترلاسه ، او خپاره کړو .

درانه لوستونکي دښاغلي زرين انځور ژوندليک ددې ځای په کښېکاږلو لوستلای سې .

عبدالله احسان  - هالنډ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery