د دوشنبې ورځ چې ۱۳۹۵ لمریز کال د لړم (عقرب) د میاشتې له ١٠ مې ، چې د ٢٠١٦ م کال د اکتوبر له (٣١) مې نېټې سره برابره ده د سهار په ۹ بجو د افغانستان د علومو اکاډمي د كانفرانسونو په تالار كې،چې د نوي ښار د پارك تيلو ټانك ته مخامخ موقعيت لري، (د زړه د اسکيميک ناروغيو د پېښو څېړنه ) تر سرليک لاندې يو ورځنى علمي ــ څېړنيز سيمينار جوړيږي.
په دې علمي ــــ څېړنيزه غونډه کې د افغانستان او سيمې په كچه د طبي چارو پوهان ، څېړونكي او نامتو شخصيتونه گډون كوي. له تاسو څخه په خورا درنښت هيله کوو،چې په ياده علمي غونډه کې له موږ سره د خبري پوښښ په موخه ګډون وکړئ ، له مرستې او همکارۍ مو له وړاندې مننه كوو.