اې واوره، ولې خپه يې؟
ته پوهېږې، پدې نړۍ کې هر څوک خاندي. بلکې هر څه خاندي! هغه ګل ته دې ندي کتلي چې د لمر په راختو غوړېږي، تاسې ښايي ورته غوړېدل ووایئ، خو هغه ورته مسکی مسکی کېږي!
د سمندر څپو ته دې کله پام کړی، له خندا لټ په لټ اوړي د سمندر غاړي ته ځان رسوي او بېرته په شا راځي!
ته پوهېږي سپوږمۍ تل ولي ښکلي ښکاري، ځکه تل موسکۍ وي!
هر مرغه بېل بېل غږ لري، خو د بلبلې غږ ډېر خوند کوي، پوهېږې ولې؟ ځکه د هغې په غږ کې خوشالي نغښتي وي!
زما یو ډېر خوږ ملګری ناروغ وو، ناروغي يې ډېره سخته وه. خو مخکې ورځو کې ومې ولید، رک روغ وو. پوهېږې ولې؟ زه هم نه پوهېدم؟ بیا مې ترې وپوښتل، راته يې وویل: مسکا مې نه وه زده، اوس مې زده کړه.
ښه، ښه اوس پوه شوم ته بد نېتی یې! ته فکر کوې ستا خوشالي ما به خوشاله کړي او په ما دې خوشالي نه لورېږي. نو قسم کوم چې ستا خوشالي هېچا ته هم ګټه او تاوان نلري، ماته هم نه. د ځان لپاره وخانده، ځان ته موسکی شه!