ټاکل شوې ده چې ۱۳۹٧ لمریز کال د زمري (اسد) د میاشتې پر (١٥) نېټه ، چې د ٢٠١٨ م کال د اګست له (٦) مې نېټې دوشنبې ورځې سره برابره ده، د سهار پر ۹ بجو د افغانستان د علومو اکاډمي د كانفرانسونو په تالار كې،چې د نوي ښار د پارك تيلو ټانك ته مخامخ موقعيت لري، (په اسلامي شريعت کې د فقر او ګدايي د مخنيوي لارې چارې ) تر سرليک لاندې يوه ورځنى علمي ــ څېړنيز سمينار جوړ شي.
په دې علمي ــــ څېړنيزسمينار کې د افغانستان او سيمې په كچه پوهان ، څېړونكي ، سياستوال او نامتو شخصيتونه گډون كوي. له تاسو څخه په خورا درنښت هيله کوو،چې په ياد علمي – څېړنيز سيمينار کې له موږ سره د خبري پوښښ په موخه ګډون وکړئ، له مرستې او همکارۍ مو له وړاندې مننه كوو.