مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-05-05   مخپرونکئ : عُمر واحديار

د روهي بهير اوومه غونډه جوړه شوه

د روهي ادبي بهير اوومه اونيزه غونډه د غوايي پر ۱۴ د پنجشنبې په ورځ د كندهار د مدني ټولني په انګړ كي جوړه شوه غونډه له دود سره سم د ماځيګر پر پنځه بجې د قرآنكريم په تلاوت پيل شوه، وروسته په كندهار كي د افغان آزادي راډيو خبريال محمدابراهيم سپېڅلى د مشر او په

د روهي ادبي بهير اوومه اونيزه غونډه د غوايي پر ۱۴ د پنجشنبې په ورځ د كندهار د مدني ټولني په انګړ كي جوړه شوه.

غونډه له دود سره سم د ماځيګر پر پنځه بجې د قرآنكريم په تلاوت پيل شوه، وروسته په كندهار كي د افغان آزادي راډيو خبريال محمدابراهيم سپېڅلى د مشر او په كابل كي د بي بي سي راډيو د روزنيزو پروژو كاركوونكى مير عالم ستانكزى د مېلمه په توګه وټاكل شو.

پرانيستونكې وينا عبدالاحمد محمديار وكړه. ده د ځوانانو پر يووالي، پر له پسې نه ستړي كېدونكي فرهنګي كار او مبارزه ټينګار وكړ او ويي ويل:

روهي ادبي بهير په ټول افغانستان كي د ځوانانو او آزادو فرهنګي ټولنو د يوې مركزي هستې په توګه د يووالي يوه بېسارې بېلګه ده، ده زياته كړه چي دا ډول ملي كارونه زياتره زموږ د خپلو خلكو له خوا فلجېږي، خو موږ به د چا پر تهديد او بېځايه نيوكو غوږ  و نه نيسو او خپل كار به مخته وړو.

ورپسې عبدالظاهر قلموال د تيري غونډي ګزارش واوراوه او كره كتنه پر وشوه، وروسته د عباد قادري پر شعر او تبصره (دواړو) باندي كره كتنه وشوه او دا برخه تر تاوده بحث وروسته پاى ته ورسېده چي ورپسې مشاعره پيل شوه.

په مشاعره كي څلور دېرش تنو شاعرانو شعرونه ولوستل او د غونډي ټول برخه وال نهه پنځوس تنه وو.

په وروستيو كي د غونډي مشر محمدابراهيم سپېڅلي غونډه مثبته و ارزوله، دا بهير يې يو اړين او پر ځاى ګام وباله، نوموړي وويل چي ده په غونډه كي ډېر نوي شاعران وليدل، د ده په وينا كه روهي ادبي بهير نه واى نو خداى خبر چي دا شاعران به ميدان ته راوتلاى، ده دا ډول غونډي اړيني وبللې او ځان يې هم د ورته غونډو محصول وباله، غونډه د ماخستن پر اته نيمي بجې د دعا په ويلو پاى ته ورسېده، البته د كره كتني بلي غونډي ته د شامحمود بريالي شعر كانديد شو او د تبصرې لپاره يې سيد حبيب الله روحاني وټاكل شو.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery