د يوسف خدمتګار يادونه
ستا غم څه عجيبه دی
چې زړيږی نو ډيريږی
نه هيريږی نه هيريږی
دا ستا ياد څه عجيبه غوندې ميلمه دی
چې د زړه په کور ديره دی
هډو اوس واپسی ځی نا
د کاله نه مې ووځی نا
ته به وائی مهاجر دی د انصار کره راغلی
او د اور په بهانه راغی په کور شته شو
خپله خاندی ژړوی ما
څومره خوږوی دردوی ما
لکه اور راپورې نخښتې دی ما سيزی
خپله نه مری سوزوی ما
دا ستا ياد څه عجيبه غوندې ميلمه دی
ته به وائی د کونړ د سيند په مينځ کښې
اور بليږی او خوريږی
اباسين ته راغورځيږی
زه د اور په اوبو مخ وينځمه ژاړم
دا ستا ياد څه عجيبه غوندې لمبه دی
ته به وائی د چونغر په واؤره اور دې لګيدلی
چنارونه پکښې سوزی
قامتونه پکښې سوزی
او د سترګو نه ليمه دادې غورزيږی
او د يخ جنت په منځ کښې دوزخ ګرم
دا ستا ياد څه عجيبه غوندې بيلګه دی
ما سره دی ما نه نه ځی
په ما پوری لکه قرض د پښتو دی
ستا د درد قرض به څنګه ادا کومه
خلق وائی چې دا اور سوی په اور باندې رغيږی
زه خو سوزم اؤ ستا درد مې نور هم سيزی
دا ستا درد وايه په څه باندې ټکور کړم
زه د اور نه دغه اور څنګه جدا کړم
محبت څنګه ادا کړم
ستا د غمه خلاصون نشته
ستا د ياده بيلتون نشته
بې د درده مضمون نشته
زما په څټ د عمر جغ دی
ستا محبت ملی بيرغ دی
تورې زلفې ، سره لاسونه,شنه خالونه