مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-05-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ارواښاد ميرزاعلم حميدي لومړی تلين

عبدالله احسان - هالنډ
نن د ۱۳۸۵ لمريز کال دغويي د مياشتي پر ۱۷ نېټه د هالنډ د امسرفورت په ښار کي د هغه د کورنۍ او نژدې دوستانو له خوا  دهغه پاک روح ته د دعا په ناسته کي چي د قرآن عظيم الشان په ختم سره پای ته ورسېده د هغه د لمړي تلين نمانځنه وشوه .

عبدالله احسان - هالنډ

شاعر ، ليکوال ، او ژباړن ارواښاد ميرازا علم حميدي په پښتو ژبه ګڼ شمېر کتابونه وليکل او يايې له نورو ژبو پښتو ته راوژباړل . د ژوند تر وروستيو ورځو پوري يې د خپلي ژبي ، ولس ، او هيواد سره خپله مينه په زبات ورسوله .  ارواښاد ميرزاعلم حميدي يو کال مخکي ياني د٣٨٤ ۱  لمريز کال د غويي پر شپاړسمه نېټه د زړه د ناروغۍ له کبله په جلاوطنۍ کي د څلور شپېتو کالو په عمر ځان حق ته وسپاره ، کورنۍ ، دوستان او دده د اثارو لوستونکي او مينه وال يې په سرو اوښکو کښېنول . روح دي يې ښاد وي .

نن د ۱۳۸۵ لمريز کال دغويي د مياشتي پر ۱۷ نېټه د هالنډ د امسرفورت په ښار کي د هغه د کورنۍ او نژدې دوستانو له خوا  دهغه پاک روح ته د دعا په ناسته کي چي د قرآن عظيم الشان په ختم سره پای ته ورسېده د هغه د لمړي تلين نمانځنه وشوه .

يو کال پخوا د ارواښادحميدي جنازه دهغوی د کورنۍ له  خوا د افغانستان په خوست ولايت کي د هغوی په پلرنۍ هديره کي په ډېر درنښت سره  خاورو ته وسپارله شوه .

د ارواښاد حميدی د کورنۍ او خواخوږو له خوا د ارواښاد د قبر مزار په پاخه او ښکلي ډول جوړ شو .

د ارواښاد ميرزاعلم حميدي په ياد تر اوسه پوري بېلابېلي ناستي شوي دي ، خو په جرمني کي دافغانستان د کلتوري ودي ټولني تېر کال  ( دحميدي ياد ) تر سرليک لاندي يوه لويه غونډه راوبلله ، ديادوني وړ ده چي د يادي شوي ټولني له خوا  ( د حميدي ياد ) په نوم د ارواښاد حميدي په اړه د ليکل شويو مقالو يو کتاب چاپ ته تيار کړی ، او په دې نژدې راتلونکي کي به يې دچاپ زيرﺉ وشي .

دارواښاد ميرزاعلم حميدي پوره ژوندليک د بېنواويبپاڼي په ګل مخونه کي ولولی .

د ارواښاد ميرزاعلم حميدی مړيني د افغانستان په کلتوري ډګر کي يوه څرګنده تشه رامنځته کړه ، دا تشه لا همداسي پاته ده ، او وي به .

روح  يې ښاد او ياد يې تل پاته!

ارواښاد ميرزاعلم حميدي -

به په ډېرو هغو غونډو کي ترسترګو کېده کومي چي به د افغانستان دکلتور د پرمختګ ، ولس د پوهاوي او ښېرازۍ په اړه جوړېدلې .

دهيواد د سينما او تياتر تکړه لوبغاړې اغلې ستوری منګل ، ليکوال او ژباړونکی خدای بخښلی ميرزاعلم حميدي او احسان

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery