………………………
د سپوږمۍ رڼا
د کړکی مینځ نه
چی په مخ لګیږي
او زما خوب یی
وران کړ
کله سپوږمۍ
او کله تا ته ګورمه
او شپه تیریږی
په دې تمه چی
سهار به راشي
او زه به
تود شمه
د لمر په وړانګو
او لا می مینه دومره کلکه نه ده
ستا په یادونو کی
چی ورک یمه زه
او نه پوهیږم
ته به کله راځی
زما په ورک یادو کی
مونتری، کالیفورنیا
د فبروری، ۲۰۲۲ کال