دخپریدو نیټه : 2022-03-09 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
اوکراین کې زیات شمیر میشت افغانان پولنډ ته اوښتي
په پولنډ کې افغان سفارت وایي، دغه هېواد ته تر اوسه له اوکراین څخه تر دوه زره افغانان وراوښتې او یو شمیر لا هم بند پاتې دي.
د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې افغان سفارت وایي چې د پولنډ حکومت او سرحدي ځواکونو سره ښه همغږي لري، هغه افغانان چې دغه سرحد ته رارسیږي له پیژندنې وروسته د سفارت لخوا انتقالیږي.