مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-05-12   مخپرونکئ : عُمر واحديار

د روهي ادبي بهير اتمه غونډه جوړه سوه

د مشاعرې دا غونډه چي د ماځيګر پر پنځه بجې پيل شوه، د پيل وينا يې سيد حبيب الله روحاني وكړه، ده لومړى د ((روهي ادبي بهير)) د اتمي غونډي د جوړېدو مباركي وويله او دا بهير يې د افغاني فرهنګ د بيا رغوني لپاره يو بريالى ګام وباله، همدارنګه يې په ټولنه كي د ځوان پر اړتيا

د ((روهي ادبي بهير)) پرله پسې اتمه اوونيزه غونډه د روان كال د غويي پر ۲۱مه د پنجشنبې په ورځ د كندهار ښار په مدني ټولنه كي جوړه شوه.

د مشاعرې دا غونډه چي د ماځيګر پر پنځه بجې پيل شوه، د پيل وينا يې سيد حبيب الله روحاني وكړه، ده لومړى د ((روهي ادبي بهير)) د اتمي غونډي د جوړېدو مباركي وويله او دا بهير يې د افغاني فرهنګ د بيا رغوني لپاره يو بريالى ګام وباله، همدارنګه يې په ټولنه كي د ځوان پر اړتيا او كار ټينګار وكړ او زياته يې كړه چي نن دلته په دې بهير كي ټول ځوانان د يووالي پر بنسټ راټول شوي دي، او د دې اتفاق د دوام هيله يې وكړه، ده پر ځوانانو ږغ وكړ چي د خپل فرهنګي كار په ترڅ كي له هيڅ ډول خار او خنډ څخه و نه وېرېږي او دا كار هله كولاى  شي چي خپل منځي يووالى ټينګ وساتي، ده د مطالعې پر ټينګار برسېره د مشرانو سلا مشورې او لارښووني هم اړيني وبللې چي بايد ځوانان پام ورته وكړي.

ورپسې په وار سره ۴۲ تنو شاعرانو خپل شعرونه واورول.

په اخير كي د غونډي مشر نعمت الله نالان ارزونكې وينا واوروله او ويې ويل:

لومړى هغه چاته مننه وايم چي دا بهير يې رامنځته كړى دى، بيا له ((مدني ټولني او فرهنګي بنسټ)) څخه مننه كوم چي د بهير لپاره يې ځاى برابر كړى دى، د بهير د ارزښت په اړه يې زياته كړه چي د دې بهير لوى ارزښت په دې كي دى چي دلته پرته له كوم تعصب څخه بېلا بېل خلك راټولېږي او دا د مسلمانانو راټولېدل په اسلام كي يو سنت كار دى، لكه په جماعت، عيدګاه، جنازه او نورو ځايو كي چي سره راټولېږي، ده وويل چي مخكي ده ته يوه پوښتنه پيدا وه چي ولي دافرهنګيان داسي سره پاشلي دي، هرچا دا نيوكه كوله، خو نن چي دا كار شوى دى نو لوى كار يې بولم، ده همدارنګه وويل چي د  دا ډول غونډي او ټولني د نظم او برياليتوب راز دا نه دى چي بايد منظمي چوكۍ، تالار، ميك او . . . . برابر شوي وي، بلكي مهمه دا ده چي په خپلو لږو امكاناتو كي مو څومره معنوي لاسته راوړنه لرلې ده او دا بهير بايد د نورو خلكو لپاره د كار يوه بېلګه و اوسي.

ښاغلي نالان د تنكيو ځوانانو پر لارښوونو، سمونو او هڅونو هم ټينګار وكړ. ده يوې نيمګړتيا ته هم اشاره وكړه هغه دا چي څرنګه چي ښاغلى نالان د بشري حقونو په كمېسون كي د معيوبينو د څانګي مسئول دى، نو بايد چي دغسي غونډو ته معيوبين هم راوبلل شي، مرسته ورسره وشي او په درنه سترګه ورته وكتل شي. ده غونډه ډېره شاعرانه او رنګينه وبلله خو دا وړانديز يې وكړ چي بايد ځيني شاعران خپل شعرونه مات او ګوډ و نه بولي، په شعر كي بايد شعريت او هنريت ته ډېر پام وكړي، په شعر كي ښكنځل و نكړي.

څرنګه چي نالان صاحب دري ژبى دى نو ده وويل چي ده مخكي په پښتو ليكنو كي ستونزي درلودې خو بيا د ملګرو په بركت ډېر سم شو او اوس روان پښتو شعر ليكلاى شي، او د وروستۍ جملې په توګه يې وويل چي ((په دنيا كي قومونه له بې اتفاقۍ څخه هلاك شوي دي، بايد موږ يو لاس و اوسو چي له هلاكت څخه وژغورل شو)).

غونډه د ماخوستن د اتو بجو په شاوخوا كي پاى ته ورسېده، پاته دي نه وي چي په غونډه كي ۸۵ تنو فرهنګيانو او فرهنګپالو ګډون كړى و چي مشر يې نعمت الله نالان او مېلمه يې له غزني څخه راغلى وحيدالله بريالى و.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery