د مڼې ګل کلنۍ مشاعره چې هر کال د مڼې د ګل په موسم کې تر سره کیږي د تیرې جمعې په ورځ چې د روان ۱۳۸۵ هجري لمریز کال له ۲۲ نیټې سره سمون خوري د وردګو او میدان د ولایت د سید آباد د ولسوالۍ د شیخ آباد په سیمه کې د یو لړ درندو مراسمو په ترڅ کې د سهار په نهو بجو پیل او د ډول ډول پروګرامونو په وړاندې کولو سره یې د مازدیګر تر څلورو دوام درلود
رپوټ:ګل آغا احمدي وردګ
د مڼې ګل کلنۍ مشاعره چې هر کال د مڼې د ګل په موسم کې تر سره کیږي د تیرې جمعې په ورځ چې د روان ۱۳۸۵ هجري لمریز کال له ۲۲ نیټې سره سمون خوري د وردګو او میدان د ولایت د سید آباد د ولسوالۍ د شیخ آباد په سیمه کې د یو لړ درندو مراسمو په ترڅ کې د سهار په نهو بجو پیل او د ډول ډول پروګرامونو په وړاندې کولو سره یې د مازدیګر تر څلورو دوام درلود.
د مڼې ګل مشاعرې او میلې ته د وردګو او میدان د ولایت والي ښاغلی عبدالجبار نعیمي د همدې ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس ښاغلي مایار، اداري رییس حاجي عبدالله، په ولسي جرګه کې د وردګو وکیله آغلې ډاکتر روشنک وردک، په ولسي جرګه کې د کابل وکیلان هر یو ښاغلی ډاکټر رمضان بشر دوست او آغلې شکریه بارکزۍ، د هیواد نامتو لیکوال، څیړونکی او مورخ ښاغلي استاد حبیب الله رفیع، د وردګو مشهور لیکوال استاد عبدالباری غیرت، د وردګو قومي مشر قاضي امین وردګ، د سیمې یو شمیر سپین ږیرو، مخورو او سیمه ایزو مشرانو ګډون کړی وو.
په همدې توګه د مڼې ګل مشاعرې ته د وردګو د ولایت د کلتوري بهیرونو پر لارویانو سربیره د پلازمینې کابل،پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، غزني، کندهار، ننګرهار، لغمان، کونړ، کندوز، مزار شریف او بغلان له ولایتونو څخه هم یو زیات شمیر لیکوالانو، ادیبانو، شاعرانو او د ادب مینه والو هم ګډون کړی وو.
د غونډې پرانیستونکې وینا ښاغلی استاد رفیع وړاندې کړه چې د مڼې ګل او د هغه په څیر د ورته ادبی غونډو، مشاعرو او میلو هر اړخیز اهمیت ته یې په لنډه توګه اشاره وکړه او د دې بهیر د لا چټکتیا هیله یې څرګنده کړه. ورپسې د وردګو او میدان د ولایت والی ښاغلي عبدالجبار نعیمی وینا وکړه چې په همدې ولایت کې د شوو پرمختګونو او د راتلونکیو پراختیایي پلانونو ته یې په لنډه توګه اشاره وکړه او د مڼې ګل مشاعره یې وستایله. په همدې توګه د وردګو والي د سیمې خلک د پرمختګ په بهیر کې د پراخ ګډون لپاره را وبلل.
د وردګو قومي مشر قاضي امین وردګ هم د خپلې وینا په ترڅ کې ځینو سیمه ایزو مسایلو او د ولسي جرګې د تیرو انتخاباتو بهیر ته په لنډه توګه اشاره وکړه. په ولسي جرګه کې د کابل د ولایت وکیل ښاغلي ډاکتر رمضان بشردوست په حکومت باندې د یو لړ نیوکو سره سره د وردګو د چک د بریښنا د فابریکې په بیا رغولو ټینګار وکړ او د حکومتی چارواکو پاملرنه یې ورته را جلب کړه.
آغلې انجنیر راضیه نعیمی هم د مڼې ګل مشاعره وستایله او د سیمې هر اړخیزې پراختیا ته د حکومتی چارواکو د پاملرنې غوښتونکې شوه.
ورپسې ښاغلي حفیظ الله غښتلي د ولسواکۍ په اړه خپله لنډه وینا د غونډې ګډونوالو ته واوروله او د ټولنې په جوړښت کې یې د ولسواکۍ رول جوت کړ چې د نوموړی له وینا وروسته د مشاعرې برخه پیل شوه چې د هیواد د مختلفو سیمو او کوربه ولایت ګڼو شاعرانو خپل خواږه شعرونه د غونډې ګډونوالو ته د چکچکو په بدرګه کې واورول.
د غونډې پریکړه لیک د ښاغلي اسماعیل نوید له خوا ولوستل شو چې د وردګو په سیمه کې یې ځینو اساسی اړتیاوو، ستونزو او د هغه حل ته د حکومتي چارواکو او اړوندو اړخونو د پاملرنې غوښتنه پکې شامله وه. د پریکړه لیک له وړاندې کولو وروسته د مشاعرې لومړۍ نیمایي برخه پای ته ورسیده، د غرمې د ډوډۍ او لمانځه د اداکولو لپاره یو ساعت وقفه اعلان شوه.
د مڼې ګل د مشاعرې او میلې دوهمه نیمایي برخه په ملي اتڼ او ډولونو سره پیل شوه چې د ملي اتڼ له سر ته رسیدو وروسته د هیواد زیاتو شاعرانو خپل شعرونه ولوستل او غونډه د دعا په لوستلو سره د مازدیګر په څلورو بجو رسما پای ته ورسیده.
د مڼې ګل د مشاعرې د ویندویۍ چارې د امین الله عادل، جاوید همیش، نذیر احمد نذیر او ګل آغا احمدي وردګ پر غاړه وې.
باید وویل شي چې د مڼې ګل د مشاعرې او میلې لپاره ځینو اړخونو لکه Asia Foundation, USAID, AWCC او د مدني ټولنې کلتوري بنسټ خپله مرسته او همکاري کړې ده چې د وردګو د کلتوري بهیر لارویان ترې مننه کوي.
د مڼې ګل د مشاعرې او میلې تصویري البوم به وروسته خپور شی.