مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-05-14   مخپرونکئ : عبدالله احسان

د ارواښاداستاد روهي لسم تلين ( پوهنيزه غونډه )

عبدالله احسان
د استاد د لسم تلين دغه پوهنيزه غونډه چي تر يوسل پنځوس زياتو د اروپا د بلجيم ، هالنډ او انګلستان څخه د افغاني کلتوري ټولنو مشرانو ، استازو ، پوهانو او دارواښاد استاد روهي د قلم او فکر مينه والو پکښي راغونډ شوي وه  د افغانستان د کلتوري ودي ټولني

 عبدالله احسان  -  مونشن ګلادباخ ( جرمني )

دجرمني د مونشن ګلادباخ په ښارکي (د۲۰۰۶ زېږديزکال د می پر ديارلسمه ) د افغانستان د نوميالي ليکوال ارواښاداستاد محمد صديق روهي د لسم تلين له امله علمي غونډه جوړه شوه .

د استاد د لسم تلين دغه پوهنيزه غونډه چي تر يوسل پنځوس زياتو د اروپا د بلجيم ، هالنډ او انګلستان څخه د افغاني کلتوري ټولنو مشرانو ، استازو ، پوهانو او دارواښاد استاد روهي د قلم او فکر مينه والو پکښي راغونډ شوي وه  د افغانستان د کلتوري ودي ټولني او په مونشن ګلادباخ کي د افغاني کلتوري ټولني له خوا په ګډه جوړه شوې وه  د ارواښاد کانديد اکاديميسين محمد صديق روهي پر ژوند او علمي هلو ځلو بېلابېلي ويناوي او مقالي وړاندي شوې .

داجنډا سره سم  د المان هيواداو بېلابېلو اروپايي هيوادونو څخه پوهانو ، ليکوالو او د کلتوري ټولنو مشرانو / استازو او اروپامېشتو افغانانو  د مازيګر پر څلورو بجو د استاد پر مزار د ګلانو توديعي ګېډۍ کښېښودې او د هغوی پاک روح ته يې دعا وکړه .

ددې غونډي چلوونکی ښاغلی عاشق الله غريب  و . او نوموړي تر هغه وروسته چي دغونډي د برخه والو له خوا د قرآن کريم سپارې ختم کړل شوې د ملامحبت اخند څخه هيله وکړه تر څو دقرآن کريم خاتمه ووايي . د خاتمې ويلووروسته د غونډي برخه والو د ارواښاد استاد روهي پاک روح ته د دعا لاسونه پورته کړه  .

تر دې وروسته د يو شمېر ټولنو له خوا رارسېدلي پيغامونه ولوستل شوه او وروسته دارواښاد استاد روهي د ژوند او کار په اړه د څېړنيزو مقالو ، يادونو او خاطرو برخه پيل شوه .

ويناوال : اغلې انجنير جميله عمر دافغانانو دکلتوري ټولني پيغام ، ښاغلي محمداجان يار د افغانستان د کلتوري ودي ټولني پيِغام ، ښاغلي نجيب احمدزي په بلجيم کي د افغانانو دکلتوري ټولني پيغام ، پوهنمل رحمت ګل ځواکمن په هالنډ کي دافغاني کلتوري ټولني پيغام ، ښاغلي سعادت ملکوت ازاد د افغانانو دکلتوري پرمختيا دټولني پيغام ، ښاغلی عبدالروف خپلواک د ارواښاد استاد روهي سره خپل تېر يادونه ، خاطرې او د هغوی علمي او سياسي ژوند ته لنډه کتنه ، تنکۍ زرغونه شينوارې يو ښکلی شعر  واوراوه، دانګلستان هيواد څخه راغلي مېلمه ښاغلي اکبر کرګر دارواښاد استاد روهي په باب ليکلې شوې مقاله ، ښاغلي کاؤن طوفاني شعر ، ښاغلي احمدشا امين په مونشن ګلادباخ کي د افغانانو دکلتوري ټولني په استازيتوب پيغام ، ښاغلي نصير ستوري دخپل ارواښاد ښاغلي ډاکټر کبير ستوري  هغه مقاله کومه چي ارواښاد ډاکټر ستوري په دې وروستيو کي ددې علمي غونډي له پاره ليکلې وه . ښاغلي کريميان په پاړسي ژبه څولنډي خبري وکړې او بيا يې د استاد اصف باختري هغه شعر ولوست کوم چي د ارواښاد استاد روهي په ياد کي ليکل شوی و ، همدا ډول ښاغلي کريميان وويل چي ارواښاد استاد روهي يوازي د پښتو ژبي او پښتنو استاد روهي نه و ، بلکي استاد روهي په افغانستان کی د تاجک ، هزاره ، او ازبکو په زړونو هم ځای لري ، او ارواښاد استاد ته دا ټول يو افغانان وو . او هغه له ټولو هيوادوالو سره مينه  درلوده .

ليکوال او کره کتونکي ښاغلي زرين انځور خپله ليکلې شوې مقاله ونه لوسته ، خو د ارواښاد استاد روهي او د هغوی د ژوند اثارو او دهغوی پر ارزښت وږغېد  . او خوښي يې څرګنده کړه چي (( د ارواښاد استاد روهي  جنازه پسله لسو کالو دخپل هيواد ( خپلي مور غېږي ته لېږدول کيږي ). ښاغلي زرين انځور دهغو دوستانو نومونه هم ياد کړل چاچی د ارواښاد استاد روهي د جنازې په لېږدولو کي مالي مرسته کړې وه ، ښاغلي زرين انځور وويل چي دا کار د ارواښاد استاد روهي د کورنۍ په غياب کي شوی دی ، لامل يې دا څرګند کړ چي استاد روهي يوازي دهمدغي يوې کورنۍ استاد روهي نه دﺉ ، هغه د ټول افغانستان او د ټولو افغانانو استاد روهي دﺉ  )) .

د ارواښاد استاد محمدصديق روهي ددې علمي غونډي تر ټولو وروستۍ مقاله د کاناډا هيواد څخه د ښاغلي پروفيسر خالق رشيد وه  چي ښاغلي ډاکټر شېرولي شېر ولوستله .

بايد يادونه وشي چي  د ارواښاد استاد روهي جنازه لس کاله پخوا په جرمني کي د امانت په توګه خاورو ته سپارل شوې وه   اوس به د می پر اوولسمه نېته له جرمني څخه ، خپل هېواد ته لېږدوله کېږي . جنازه به د می پر اتلسمه د پنجشنبې په ورځ  د سهار له خوا کابل ته او له هغه ځايه خوست ته لېږدوله کېږي اوپه همدغه ورځ د مازيګر پر څلورو بجو به په خوست کې خاورو ته سپارله کېږي .

 ارواښاد استادمحمدصديق روهي

 

 

 

د غونډي نور عکسونه ددې کرښي په کښېکاږلو لېدلای شی

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery