مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-05-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دطالبانودپياوړتيا څرګند لاملونه

وحيد سپين غر
دطالبانودوروستيوبريدونواوحملوپه اړه دطالبانوپخواني چارواكى اوپه پاكستان كي دطالبانودحكومت سفير ملاعبدالسلام ضعيف ديوي مركې په ترڅ كې يولړڅرګندي خبري كړي چې دادى ستاسوپام ورته راګرځوو پوښتنه: په دی وروستيوكی د هېواد په جنوب غرب كی د طالبانو حملی زياتی شويدی، څه فكر كوی
 وحيد سپين غر _كابل
 دطالبانودوروستيوبريدونواوحملوپه اړه دطالبانوپخواني چارواكى اوپه پاكستان كي دطالبانودحكومت سفير ملاعبدالسلام ضعيف ديوي مركې په ترڅ كې يولړڅرګندي خبري كړي چې دادى ستاسوپام ورته راګرځوو

 
 پوښتنه: په دی وروستيوكی د هېواد په جنوب غرب كی د طالبانو حملی زياتی شويدی، څه فكر كوی چه دا هغه پرونی طالبان دی چی له صحنی څخه ليری شويدی او كه دا نور خلك دی چی د دولت په مقابل كی جګړه كوی؟
 عبدالسلام ضعيف: ستاسو په جواب كی بايد ووايو چه طالبان هماغه طالبان دی خو دا هم ويلی شو چه ځينی نور طالبان شايد پيدا شوی وی چه هغه ځوانه طبقه ده چه د طالبانو د واكمنی په وخت كی د تعليم او تربيی په مرحله كی و. او اوس را پورته شوی دی. زما نظر دادی چه هغو سره عينی دينی جذبه شته او عينی مفكوره شته او په هغه مفكوره باندی روان دی.
 هغوي تراوسه پوری ملا محمد عمر مجاهد په امرالمومنين پيژنی او د هغه د امر اطاعت كوی.
 همدا خبره ده چه په اوسنيو ورځو كی يی په جنوب او جنوب غرب كی د جړو لړۍ توده ساتلی ده.
 پوښتنه: څه فكر كوی چه د طالبانو هماغه يوه قومانده او يوه ډله ده لكه چه پخوا د ملا محمد عمر ترمشری لاندی يی كار كاوه او يا اوس جلاجلا ډلی پيدا شويدی؟
 ملا ضعيف: اوس د طالبانو واحده قومانده په منطقه كی پياده نده طالبان كه طالبان وی او د تحريك سره يعنی د طالبانو د اسلامی غورڅڼ سره تړلی وی هغه په واحده قوماندی تر اوسه پاتی دی. خو د دی با وجود چه د طالبانود واكمنی په وخت كی يوازی طالبان حاكمان وړ. اوس دغه مرحله نده. د طالبانو خلا و نورو ډلوته هم په منطقه كی د فعاليت فرصت وركړيدی ويلی شو چه حكمتيار چه د افغانستان حزب اسلامی مشرړ هغه هم خپل مخالفت اعلان كړيدی
 دا هم حقيقت لری چه هغه هم په منطقه كی نفوذ لری. او هغه هم د خپلو اشخاصو او افرادو په ذريعه حملی كوی خو اكثريت په منطقه كی طالبان دی او څرڼه چه زه معلومات لرم طالبان چه په كورونو كی ناست وی او يا په جماتونوكی سبق وايی او د جماعت لمونځ وركوی دا يو ډول طالبان دی او دوهم قسم طالبان هغه طالبان دی چه اوس هم زده كړه كوی او په مدرسوكی دی او يا هغه طالبان دی چه د طالب تر عنوان لاندی جڼيږی دا كسان هغه مجاهدين دی چه طالبانو سره يو ځای شويدی او خپلو كوروكی ژوند كوی.
 خو په مجموع كی طالبان يوازی ندی. طالبانو سره د حكمتيار د غړوڅخه برعلاوه نوری ډلی هم په منطقه كی كار كوی.
 پوښتنه: يعنی د تاسو خبرو څخه داسی معلوميږی چه يوازی په طالبانو حساب نه شو كولای بلكه دولت څخه ناراضه نور كسان هم شته چه دوی سره يوځای شويدی او د دوی تحريك ته يی وده وركړيده؟
 عبدالسلام ضعيف: په دی كی هيڅ شك نه شته چه طالبان په منطقه كی عمده رول لری خو زه په دی عقيده نه يم چه ټول فعاليتونه به طالبانو ته منسوب وی.
 داسی فعاليتونه به هم كيږی چي طالبان په هغه كی د خيل نه وی خو دا چی منسوبول يی طالبانو ته كيږی دا بله موضوع ده. ځكه يوازی طالبان نه دی حكومت خپل ناراض خلك لری او هر حكومت مخالفين لری. دا چی د طالبانو په وخت كی حاكميت دومره ټيڼ و چی هيچا مخالفت په منطقه كی نشو كولی خو اوس حكومت په منطقه كی كنترول نه لری نو هر مخالف ددی موقع نه گټه اخلی او خپلی كړنی ترسره كوی كه ښه كوی نو هغه به خپل ځان ته منسوبوی او كه بدكوی نو هغه به په طالبانو پوری تړی خو شايد هغه كارونه به د طالبانو نه وی.
 پوښتنه: دولت په اوس وخت كی څه وكړی چی خپل مخالفين رضا كړی ستاسو سره داسی يوه طرحه شته چی وړاندی يی كړی؟
 ملا ضعيف: دا يوه ډيره مغلقه پوښتنه ده، ددی مشكل و حل ته يوه ډيره مغلقه لاره تللی ده خو ددی مشكل د پاره د حل لاره شته څه چی د دولت او د طالبانو له خوا او د نورو له خوا اورو داسی خبره ده چی د دی مشكل د حل په لاره كی دولت مطرح دی او خارجيان مطرح دی خو دولت كولی شی ددی مشكل د حل په لاره كی خپل رول ادا كړی خو آيا چی دی كاركی خارجيان ورسره موافق دی اوكنه دايوه بله خبره ده.
 خو اوس چی په دغو سيمو كی امريكاييان كاناډايان او په خاصه توگه بريتانوی عسكر ځای په ځای كيږی نو دا ډيره مغلقه خبره ده خو د مشكل د حل لاره پيدا كيدای شی.
 پوښتنه: نو هغه د حل لاره به څه شی وی؟
 ملاضعيف: يو متقابل احترام او هر افغان ته د افغان په سترگه كتل هر افغان په افغانستان كی حق لری او هيڅوك نشی كولی افغان د افغانستان له حق نه وباسی. حكومت بايد په دی لاره كی كوښښ وكړی او خارجيان هم بايد په دی قانع كړی او خپله هم بايد قانع شی چی جڼ او زور د مشكل د حل لاره نه ده حكومت بايد
 د تفاهم لاره خپله كړی او د تفاهم له لاری د خپلو مخالفينو مشكلاتو ته د حل لاره پيدا كړی.
 پوښتنه: تاسو د طالبانو په لوړ پوړيو چارواكو كی راځی اويو مدت موزندان هم تير كړ ستاسو له نظره د طالبانو اوسنی كړنی د تاييد وړ دی كنه؟
 ملا ضعيف: زه بايد د ترجيح خبره ونه كړم موږ بايد په افغانستان كی د افغانستان د خلكو لپاره سوله وغواړو او استقلال وغواړو او افغانستان بايد پخپلو پريكړو او تصميمونو ولاړافغانستان وغواړو دا چی څوك دا كار كولی شی هغه ماته د تاييد وړدی بيله دی چی زه په چا رد وكړم او يايی تاييد وكړم. په فعلی شرايطو كی زما موقف يو بيطرفه موقف دی نه د حكومت تاييد كوم او نه يی مخالفت كوم نه د طالبانو تاييد كوم او نه يی مخالفت كوم. ځينی شيان به داسی وی چی هم به د طالبانو د تاييد سره مخالف وی اوهم د حكومت او داراز ځينی مسايل به وی چی د دولت د پريكړو سره به مخالف وی او هم د طالبانو د پريكړو سره خو زه په اوسنی وخت كی غواړم چی بيطرف و اوسم او د دواړو اړخونو په كړونو كی چی د يو او بل په وړاندی په كی اړم دی ځان ورگډنه كړم او بی طرفه پاتی شم.
 پوښتنه: پرون چی تاسو د طالبانو په حكومت كی وی ستاسو په عقيده د دوی كړنی پرځای وی اوكنه؟
 ملاضعيف: د پرون خبره بيله ده، پرون چی طالبانو په افغانستان كی كوم كردار ادا كړی نه يوازی ماته بلكی ټولو افغانانو ته د قدر وړ ړ. په كومو سيمو كی چی موږ اوسيدلی او لوبيدلی يو په هغو سيموكی د طالبانو د موجوديت نه مخكی ډير بد حالت ړ. خپل ژوند، مال او ځان مو نشو ساتلی او دخپل سر په ويره كی ړ. امنيت نه ړ خو طالبانو په هغو ځايوكی امنيت راوست، واحده قومانده يی منځ ته راوړه واحد حكومت يی جوړ كړ يوه اداه يی جوړه كړه او د شكايت يوه مرجع يی منځ ته راوستله نو ماته د تاييد وړ ړ. او زه ورسره ملری شوم تر هغه وخته چی امارت ختميدی اوس زه نه غواړم چی خلكو ته د ځينو شيانو امروكړم او يا د دوی نه زه د ځينو شيانو توقع وكړم په اسلامې امارت او د طالبانو په واكمنۍ كی مو كار كړی او په تحريك كی موزحمت كښلې او وروسته دواكمنۍ د ختميدو نه زه د مظلوميت په يوه حالت كی واقع شوم او زندانی شوم.
 نو دوی به په موږ يو ترحم لری او احترام به لری.
 پوښتنه: ولی ارتباط نه لری وجه يی څه ده؟
 ملاضعيف: دلته زه په يوه موقف كی يم او دوی په بل موقف كی دی اوس دغه دوه موقفونه ددی پرځای چی سره نژدی شی يوه تفاهم ته اړتيا لری. كه زه د دوی سره ارتباط و نيسم نو مجبوره يم د دوی په كړنوكی هم ورسره شريك شم.
 پوښتنه: نو تاسو اوس د دوی موقف نه تاييدوی؟
 ملاضعيف: نه يی تاييد كوم او نه ورسره مخالفت لرم لكه مخكی چی می وويل چی زه نه غواړم په يوه طرف كی ځان واقع كړم او دا د ردكولو لاره سمه لاره هم نه ده چی زه د يوچا رد وكړم زه د تفاهم لاره غوره بولم بايد تفاهم وشی نه دا چی د مخالفت ډيروالی وشی. زه غواړم چی ترډيره پوری ځان بی طرفه وساتم.
 پوښتنه: ته آيا د ميانه روو طالبانو له ډلی څخه يی چی نه د طالبانو تاييد كوی او نه يی مخالفت كوی او پخوانی كړنی يی هم ښی بولی؟
 ملاضعيف: نه، زه داسی نه وايم چی زه هغه طالب يم چی هغه يوه پارټی ده، بلكی زه هغه طالب يم چی د اسلامی علومو زده كړه می كړی او د دغو زده كړو په رڼا كی می خپل سيرت او صورت جوړكړی دی او په دغه رڼاكی زه ځان ته طالب وايم او دغه شان طالب د افغانستان په جامعه كی د جامعی يو ضروری عنصر دی. نو اوس زه د پارټی طالب نه يم. بلكی زه يو افغان يم مسلمان يم او يو طالب يم او ددی ټولنی يو غړی يم.
 پوښتنه: تاسو چی د بنديخانی نه را خلاص شوی ياست او اوس پركورناست ياست څه مصروفيت لری؟
 ملاضعيف: تراوسه خو كومه رسمی وظيفه نه لرم په كوركی يم او خپلو بچيانو سره د تعليم په مرسته ليايم او بل په يوه ليكنه ليايم هغه زما د هغه ترخو شيبو يا دا ښتونه دی چی د امريكاييانو سره په توقيف كی وم هغه می را غونډ كړی او غواړم د يوه كتاب په توگه يی چاپ كړم. او بل په يو څو نورو كتابونو كاركوم چی هغه اسلامی او تاريخی كتابونه دی نو دغه موددی وخت بوختياده.
 پوښتنه: د اوسنی دولت سره مو اړيكی څڼه دی دولت ته كله مشوری وركوی هغوی ستاسو څخه مشوری اخلی، د دولتی چارواكو سره مواړيكی څڼه دی؟
 ملاضعيف: هر څوك چی زما سره وينی زه په دی كاركی ممانعت نه كوم څوك چی زما څخه مشوره وغواړی زه د افغانستان او د اسلام د اعتلا په خاطر خپلی مشوری وركوم داكه دولت او يا طالبان يا بل څوك وی. په دی برخه كی كوم ممانعت نشته.
 خو نور د چا سره رسمی اړيكی نه لرم. نه په دولت كی كومه رسمی وظيفه لرم او نه كومی رسمی اړيكی ورسره لرم. او نه يی رسمی ادارو ته ورځم.
 پوښتنه: د اوسنی او پخوانی طالبانو تو پير په څه كی وينی كومی كړنی چی يی پرون كولی او يا يی نن كوی د دوی په كړنوكی څه توپيرشته او كنه؟
 ملاضعيف: په موقف كی به شايد فرق نه وی خو په كړنوكی يی توپير شته پرون طالبان د افغانستان واكمن و خو نن د دنيا محكوم دی چی دایی يو توپيردی پرون په تعرض كی ړ او څرگند خلك وو خو نن غلچكی او پټ خلك دی تر اوسه خو دغه موقف لری په پاليسی كی به يی زما په عقيده توپيرنه وی ځكه هغه وخت د دوی پاليسی يوه شرعی پاليسی وه او اوس به هم هماغه پاليسی وی.
 پوښتنه: په دی وروستيو وختونوكی د هېواد په بيلابيلو سيمو، كليو او بانډوكی د طالبانو ددومره څرگند ظهور او د عملياتو د ډيروالی لاملونه څه دی؟
 ملاضعيف: ددی كار ډير وجهات دی زه به دا ووايم كله چی طالبانو په كندهار كی سقوط كاوه نو دا په دی نيت نه و چی دوی به بيا كوم كار نه كوی او راڅرگنديږی به نه ملا محمد عمر مجاهد په هغه وخت كی هم دا ښكاره كړی وه كه موږ سقوط هم وكړو نو كرار به نه كښينو غروته به خيږو او خپلی مبارزی ته به دوام وركوو زما په عقيده د طالبانو اوسنی ظهور په مناطقوكی په دی مانا دی چی طالبانو په خلكو او دغو سيموكی نفوذ پيدا كړی دی. د طالبانو د واكمنی په وروستيو كلونو كی د خلكو همكاری له طالبانو سره كمه شوی وه دغه علت ړ چی په ډيرو سيموكی د طالبانو لپاره ځای نه شو پيدا خو بيا هم تيت شوله پټ سوله او وساتل سوله خو اوس د حكومت په وړاندی د خلكو نارضايتونه زيات شوی دی او دحكومت په وړاندی دا نارضايت په هغو سيمو كی دی حد ته رسيدلی چی په طالبانويی شكر ايستلی دی يو وخت طالبانو پخپل كوركی ځای نه درلود.
 اوس د نورو په كورو او كليو كی ورته ځای شته نو همدغه علت دی چی د دوی په عملياتوكی زياتوالی راغلی دی.
 پوښتنه: د طالبانو په واكمنی كی خو نور بهرنی كسان هم د طالبانو سره ول آيا اوس هم د دوی سره په داخل كی بهرنی كسان ملری دی؟
 ملاضعيف: داخل ته راغلی طالبان چی اوس په عملياتو ليادی زما په عقيده دا به افغانی طالبان وی هغه طالبان چی په سيمه كی د اوسيدو ځای ولری. افغانی جامه ولری او په افغاني رواياتو خبروی او په افغاني جامعه كی به د پټيدو ځای لری. د خپل محبوبيت مرجع به لری.
 خو دا خبره هم د ويلو وړ ده چی دا عمليات بيله بهرنی كمك او مرستی نه امكان نه لری دا چی د دوی سره به څوك مرستی كوی. زه خبرنه يم او ماته مالومات نه كيږی.
 پوښتنه: يعنی هغه پرونی خلكو به تری لاس اخيستي وی؟
 ملاضعيف: پرونی طالبان به وی پخوا خو پاكستان سعودی عرب، عرب متحده امارات، په رسمي توگه د طالبانو امارت په رسيميت پيژندلی ړ او ځينو نورو هېوادوهم ورسره خوا خوږی لرله اوس داسی نه ښكاری چی حكومتونه دی د دوی مرسته وكړی ولی ملتونه يی شايد ترشاه ولاړ وی او مرسته ورسره وكړی.
 پوښتنه: آيا دوی به بيا وكولی شی لكه د پخوا په څير چی د بولدك نه راغله او دومره ولايتونه اوښارونه يی ونيول آيا بيا به همداسی وشی؟
 ملاضعيف: زه فكر كوم چی د طالبانو سره به اوس هغه د حكومت داری د وخت فكرنه وی، د دوی سره به ديو مسوليت احساس وی كه په ښكاره ووايو د هغوی سره د جهاد روحيه ده او جهاد يوه فريضه ده او دهغه ادا كول يو مسوليت دی.
 نو دوی ددغه مسوليت پربنا دغه كارونه كوی فكرنه كوم چی دوی دی د كابل كندهار او ټول افغانستان د نيولو فكر ولری.
 پوښتنه: دا ځانمرگی بريدونه په د افغانانو كار وی او كه د بهرنيانو؟
 ملاضعيف: دا خو ډيره مشكله ده چی سړی په دی هكله څرگنده خبره وكړی خو په دغو پيښو كی افغانان هم شته او څرگند شوی دی.
 پوښتنه: ځان مرگی بريدونه د شريعت له لحاظ جواز لری؟
 ملاضعيف: دا ډيره اختلافی موضوع ده دا د څو مذهبونوپه تاييد سره كيږی چی داسی يوه خبره وی او د نړی په سطحه خطروی نو بيا ځينی داسی فتواوی شته چی مجازيی بولی خو اوس په اسلامی هېوادونوكی دا موضوع شته خو دا چی داسمه ده كنه زما مالومات دومره نه دی.
 پوښتنه: طالبان اكثر د بهرنيانو موجوديت د جړی عامل بولی آيا اصلی مسله هم داده.
 ملاضعيف: بهرنيان خو د طالبانو سره خبری نا ممكنی گڼی ځكه امريكاييان طالبان تروريستان گڼی نو د هغوی سره خبری نشی كيدی خو حكومت بيا د تفاهم خبره كوی كرزی صاحب او حضرت صاحب دا خبری كړی خو بيرته يی بيا دا خبری اخيستی دا چی ولی له دی خبروتيرشوی زه يی هم په عامل نپوهيږم نو طالبان به هم دا گڼی چی بهرنيان بايد لاړشی ترڅو د دوی او حكومت ترمنځ د تفاهم خبری وشی.
 پوښتنه: تاسو د طالبانو په منځ كی د ښه شهرت خاونديی آيا دولت دسولی د خبروپه اړه له تاسو سره اړيكی نه دی نيولی؟
 ملاضعيف: ماته مراجعه شوی خبری را سره شوی خو زه په اوس وخت كی غواړم ځان بی طرفه وساتم د سولی هغه پروگرام چی واقعی سوله راولی زه به ارو مرو ورسره ملری شم خو تراوسه ماته دسولی پروگرام داسی يو واقعی پروگرام نه ښكاری.
 پوښتنه: آيا د حضرت صاحب دسولی پروگرام سم نه دی؟
 ملاضعيف: زه په هغه اعتراض نه لرم خو سوله او تفاهم هغه وخت كيږی چی د يو او بل ځينی شروط او ملحوظات ومنل شی. طالبان يو څرگند هدف لری د هغه هدف په اړه دی ورسره سوله او تفاهم وشی چی هغه ته موږ سوله وايو كه دولت د بهرنيا نوله اغيز او تاثير نه راووځی نو كيدی شی چی د سولی او تفاهم دا بهير بری ته ورسيږی.
 دريم گړی هغه وخت كولی شی رول ولوبوی چی دولت پوره اماده گی ولری كله چی امريكاييان د طالبانو سره د مذاكری مخالف وی نو بيا دريم گړی څه كولی شی دا هغه وخت كيدای شی چی دولت و وايی چی موږ د ملا محمد عمر، حكمتيار او حقانی سره نيغ په نيغه مذاكری ته حاضر يونو بيا به دايوه نتيجه وركړی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery