مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-05-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ارواښاد روهي په خپله خاوره كې خاورو ته وسپارل شو

ن . بهیر = خوست
 د هېواد نامتو لېكوال، ادبپوه، څېړونكى او كره كتونكى كانديد اكاډميسين سرمحقق ارواښاد استاد محمدصديق روهي تابوت، چې د المان په مونشن په ښار كې امانت خاورو ته سپارل شوى ړ، د روان دوه زره شپږ عيسوي كال، د مې مياشتې په اتلسمه نيټه، د پنج شنبې په ورځ، د سهار په اوو بجو

 ن . بهیر = خوست
 د هېواد نامتو لېكوال، ادبپوه، څېړونكى او كره كتونكى كانديد اكاډميسين سرمحقق ارواښاد استاد محمدصديق روهي جنازه ، چې د المان په مونشن په ښار كې امانت خاورو ته سپارل شوې وه ، د روان دوه زره شپږ عيسوي كال، د می مياشتې په اتلسمه نيټه، د پنج شنبې په ورځ، د سهار په اوو بجو د كابل هوايي ډګر ته راورسيده.
 د هېواد د بېلابېلو سيمو ليكوالان، شاعران، ژورنالستان، د علومو اكاډمۍ غړي، د كابل پوهنتون استادان، د ولسي جرګې وكيلان، د ټولنيزو چارو وزير نورمحمد قرقين او يو شمېر نور مينه وال او عقيدتمندان يې هركلي ته ولاړ وو.
 په هوايي ډګر كې د لنډو مراسمو پرمهال سرمحقق عبدالله بختاني خدمتګار، رهنورد زرياب، نصرالله حافظ، استاد حبيب الله رفيع او ځينونو نورو د ارواښاد روهي د فن او شخصيت په اړه لنډې ويناوې وكړې او د ده د جنازې لېږد يې د هېواد يوه ملي اړتيا وبلله او د نوموړي له كورنۍ او هغو ټولو نه يې، چې په دې لړ كې يې مرستې كړي، مننې وكړې.
 له دغو مراسمو وروسته  سلګونو خلكو او لسګونو موټرونو د ارواښاد روهي جنازه د پكتيا پر لور بدرګه کړه .
 په پكتيا ولايت كې پر استاد حكيم تڼيوال او نورو لوړ پوړو دولتي چارواكو سربېره، د پكتيا ادبي ټولنې غړو، د سحر سپورټي ټولنې لوبغاړو او سلګونه عام پكتياوال، چې لېكل شوي شعارونه يې هم په لاسونو كې وو، د استاد روهي د جسد راوړو هركلي ته راوتلي وو.
 د پكتيا په ميلمستون كې د ارواښاد جنازه ، د لنډ وخت له پاره كېښودل شو، لنډ مراسم پرې وشول او د پكتيا ادبي ټولنې له خوا د ګلونو هغه شال پرې وغوړول شو، چې د همده مرحوم له پاره جوړ شوى و.
 استاد حكيم تڼيوال او ډاكټر عبدالهادي حماس، د ارواښاد استاد روهي د ژوند او هنر په اړه لنډې خبرې وكړې، ميلمنو او كاروانوالو د استاد تڼيوال له خوا په تياره شوې ميلمستيا كې له ګډون وروسته، له هغه كاروان سره يو ځاى، چې له خوسته ورغلى و، د خوست پر لور وكوچېدل .
 له ګردېز، تر خوسته په ټوله لاره ځاى ځاى د ښوونځيو زده كوونكي، قومي مشران او ځايي دولتي چارواكي، د ارواښاد استاد روهي د جنازې رالېږدولو په احترام ولاړ وو او په لاسو كې نېولي ګلونه يې د هغه پر تابوت شيندل.
 خوست والي معراج الدين پټان او ورسره د موټرونو ګڼ كاروان د خوست ولايت اړوند دوه مندو ولسوالۍ پورې د استقبال له پاره ورغلي وو او له كابله د رارسيدونكي كاروان سره يو ځاى بېرته د ارواښاد استاد روهي پلارني كلي پر لور راغلل.
 مازديګر مهال د ارواښاد جنازه د (سموات)كلي  ته راورسېد، دلته زرګونه خلك، سلګونه موټر استقبال ته ولاړ وو.
 خاورو ته د ده له سپارلو وړاندې او وروسته مراسم روان وو او د ولسمشر پيغام او خپله وينا خوست والي معراج الدين پټان ولوست، ژوندليك يې د كابل پوهنتون استاد محمداسماعيل يون ولوست، د ژوند او فن په اړه يې بريالي باجوړي، ميراحمد ګربز، رهنورد زرياب، د خوست پوهنتون ريس فيض محمدفياض، ډاكټر عثمان، شريف ځدراڼ او ځينو نورو خبرې وكړې.
 درې شپېته كلن استاد روهي، چې د ژبو او ادبياتو او ښوونه اوروزنه كې يې تخصص لاره، په همدې برخو كې ګڼې ليكنې او چاپ او ناچاپ اثار لري، ارواښاد لس كاله وړاندې په جرمني كې وفات او همالته امانت خارو ته سپارل شوى و، او اوس د خوست مېشتو فرهنګيانو په غوښتنه او د ده خپلې كورنۍ، همزولو او خواخوږو په همكارۍ خپلې خاورې ته ولېږدول شو.
 په خوست كې يوه مشهوره ليسه او د خوست پوهنتون د غونډو نوى تالار د ارواښاد روهي په نوم نومول شوي او ځينو دوستانو يې د ناچاپو اثارو د چاپ ژمنې هم كړي دي.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery