په افغانستان كې د موبايل ټيلفون يا GSM خدم
تونو د وړاندې كولو د څلورم جواز د وركړې قرارداد د عربى اماراتو د اتصالاتو په نوم شركت سره لاسليك شو. د افغانستان د مخابراتو
وزارت خبرپاڼه ( عبدالهادي
هادي - کابل افغانستان)
په دې وروستيو ورځو كې د افغانستان ولسمشر ښاغلي حامد كرزي د متحده
عربي اماراتو هيواد ته سفر درلود، د دغه سفر اصلي هدف د دواړو هيوادونو تر منځ د همكارۍ او دوستانه اړيكو پ
اختيا او همدا راز د دغه هيواد د سوداګريزو كړيو هڅول وو چې په افغانستان كې پانګه اچونه وكړي.
په همدې ترڅ كې
په افغانستان كې د موبايل ټيلفون يا GSM خدمتونو د وړاندې كولو د څلورم جواز د وركړې قرارداد د عربى اماراتو د
اتصالاتو په نوم شركت سره لاسليك شو.
دغه قرارداد چې د افغانستان له لوري د مخابراتو وزير جلالتمآب انجنير
اميرزي سنګين او د عربى اماراتو له خوا د اتصلاتو شركت رئيس ښاغلى حسن عمران لاسليك كړ، د هغه تر مخه به ياد
وى شركت (40,1) ميليونه امريكايى ډالره د جواز د قيمت په نوم د افغانستان دولت ته وركوي، او تر هغه سربيره به
په راتلونكو درې كلونو كې په افغانستان كې څه دپاسه (300) ميليونه امريكايى ډالره پانګونه كوي.
د اتصالاتو ش
كت د نړۍ له مشهورو مخابراتى شركتونو نه دى چې له قرارداد سره سم به په راتلونكو شپږو مياشتو كې عملاً په
افغانستان كې خپل كار شروع كړي.
د اتصالاتو په راتګ سره به په افغانستان كې د موبايل خدمتونو د وړاندې كوونكو
كمپنيو شمېر څلورو ته ورسېږي، او د هغو تر څنګ به د افغان تيلي كام دولتي شركت هم خپلو فعاليتونو ته دوام وركوي.
د مخابراتو وزارت تير كال د GSM د دوه جوازونو د صدور پروسه بشپړه كړې وه، چې لومړنى جواز د انويست كام په نوم
شركت ته د څلوېښتو ميليونو او سلو زرو امريكايي ډالرو په بدل كې وركړل شو چې تمه ده نوموړى شركت به په راتلونكو
دوه مياشتو كې عملاً د اريبا په نوم د كابل په ښار كې خپل فعاليت پيل كړي.
د مخابراتو وزارت د څلورم GSM جواز په
وركړى سره هيله مند دى چې په افغانستان كې د موبايل د څلورو كمپنيو په فعاليدو به د دغو كمپنيو تر منځ سيالي ته
وده وركړي، او له دې لارې به د خدماتو كيفيت لوړ كړي او د مكالمو قيمت كې به هم د پام وړ كموالى راولي .