مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-05-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

عبدالباري جهاني : خداى زه داپوزيشن شاعرپېداكړى يم

مركچي : (( سپېڅلى ))
دشعراوشاعرۍ په آسمان كي دځلانده اوروڼ ستوري ښاغلي عبدالباري ( جهاني ) له نامه سره به ښايي ټول ا ناياست خوغواړوچي ددغسي سترانسان سره نورهم وپېژنى نودده يوه په زړه پوري مركه دده د لنډي پېژندګلوۍ سره يوځاى درته خپروو،هيله ده چي له لوستلوڅخه به يې نه يوازي خوندواخلى بلكي دشعر،ليكوالۍ ،دشاعردمسوليت . . .

 مركچي : (( سپېڅلى ))


 درنولوستونكودشعراوشاعرۍ په آسم ان كي دځلانده اوروڼ ستوري ښاغلي عبدالباري ( جهاني ) له نامه سره به ښايي ټول اشناياست خوغواړوچي ددغسي ست انسان سره نورهم وپېژنى نودده يوه په زړه پوري مركه دده د لنډي پېژندګلوۍ سره يوځاى درته خپروو،هيله ده چي له لوستلوڅخه به يې نه يوازي خوندواخلى بلكي دشعر،ليكوالۍ ،دشاعردمسوليت په اړه به ډيرپه زړه پوري معلومات تر اسه كړى.
 ښاغلى( جهاني ) اووه پنځوس كاله وړاندي دكندهارولايت دباميزوپه كوڅه كي دښاغلي عبدالاحدپه كوركي زېږدلى اوبياپه يوولس كلنۍ كي ( ده خواجي ) ته چي داهم دكندهارښارپه پنځمه ناحيه پوري تړون لري كډه سوي، ددولسم ټولګي برى ليك يې دحاجي ميرويس خان نيكه دعالي ليسې څخه ترلاسه كړيدى اوخپل لوړتحصلات يې دكابل پوهنتون دتاريخ اوجغرافيې په څانګه كي پاى ته رسولي دوه ځله دانګليسي ژبي دزده كړي لپاره بيروت ته په لومړي ځل ديوه كال اوبياددرومياشتولپاره تللى دى ،دده په وينادخپل ژوندډيره برخه يې په پښتوټولنه اودعلوموپه اكاډمۍ كي تېره كړېده اوپه پنځه ويشت كلنۍكي يوكال دكابل مجلې دمسړل مديرپه صفت هم پاته سويدى اوپه هيوادكي دسياسي اخ اوډب له امله هيوادپرېښودولوته اړسوچي بيايې دامريكاراډيودپښتوڅانګي ته ازموينه وركړه اوپه ښونمروبريالى اودايې څووم كال دى چي هلته كاركوي څلورشعري ټولګي ،يوناول يوه دكلاسيكو منځويو او ځينو اوسنيوشاعرانوتذكره اويويې هم دهرات په اړه تاريخي څيړنه چاپ سويدي اوتردې كړيه يې درې كتابونه لاترچاپ لاندي دي .
 دنوموړي سره دده دشاعرۍ ،ليكوالۍ اودده دژوندپه اړه زموږ همكارمحمدابراهيم (( سپېڅلي )) ورسره يوه اوږده مركه كړېده چي وستوته يې تاسې درانه لوستونكي رابلو:
 پوښتــــــــــــــــــــــنه : جهاني صاحب ! دځينوشاعرانوسره چي زه ږغېدلى يم اوپوښتني مي ورڅخه كړېدي دوى دخپل شعر په اړه وايې چي دكوچنيوالي څخه مودشعرسره مينه وه ځيني بياوايي چي ما درحمان بابا شعرونه لوستل اوځيني بيادخوشحال بابانوم يادوي اووايي چي دې ډګرته دراتلوعلت م ودغه سوونوكه تاسوپه دې اړه څه وواياست ودغه ډګرته ستاسو دراتلوانګيزه څه وه ؟
 ځواب : دغه خلګ چي په اول س كي يې دخوشحال بابايادرحمان باباشعرونه لوستي يايې دنوروشاعرانوشعرونه لوستي دي زه ګومان كوم ډيرخوشبخته خلګ دي ،زه خپله پدغوكسانوكي نه يمه مامتاسفانه دخپلوكلاسيكواوپخوانيوشاعرانوشعرونه خصوصاًپه جدي توګه چي ماپاملرنه ورته كړېده اويامي لوستي دي هغه به زه دمكتب په لوړوصنفونوكي به وم يابه هم په فاكولته كي وم ښايي ح تى دپوهنتون څخه ورسته به مي دغه شيانوته زياته توجه كړې وي ،ماخپله دخپل شعرلپاره هغه كلاسيك اساس نه درلود ،زه دشعرميدان ته دموسيقۍ سره دډيري ژوري اوليونۍ ميني په خاطردشعرميدان ته راغلى يم اوهغه څه چي ماپه كندهاركي دغزلچيانوڅخه اروېدل نوماكوښښ كاوه چي پرهغه طرزباندي شعرونه وليكم البته كه څوك زماڅخه هغه شع ونه وغواړي زه يوه دانه هم ونه لرم خوداويلاى سم چي ښايي ماحتى په سلګونودغسي شعرونه ليكلي وي چي هغه اوس ټول ورك دي .
 پوښتنه : دوركېدوعلت يې څه شي دى آيا خپله موله منځه وړيدي اوكه درڅخه ورك سوېدي ؟
 ځواب : زه ګومان كوم ښايي هغه مهال يې زه خپله هم په اهميت نه پوهېدلم ،زه په يوه داسي كورنۍكي وم چي زماپلاردي خداى وبخښي دتعليم اوتربيې سخت علاقمندسړى ړ مګر په دې باندي ښايي نه پوهېدى چي خپل زوى دشعراوهنروخواته وهڅوي حتى زه ويلاى سم چي زماپلاردوفات تروخته پوري په دې پوه نه سوچي زه شعرليكم ولي كه دى خبرواى چي دده زوى شعرليكي ح تماً به ډېرخوشحاله سوى واى !
 پوښتنه : جهاني صاحب ! ځني خلګ دشعرلپاره داسي تعريف كوي چي : (( دمنظموتورواو ولوته شعروايي )) تاسوپه دې تعريف كي څه واياست ؟
 ځواب : دواقيعتونواواحساس منظومه اومړظونه افاده زماپه ع يده شعردى يعني يوازي منظوميت شعرنه سي افاده كولاى بلكي ددې ترڅنګ بايدمړظونيت هم موجودوي ځكه چي مړظونيت خپله هم دالفاظواوهم دكلماتووزن افاده كوي اوهم يې ترڅنګ دوزن تركيب اوښايست افاده كوي نومطلب مي دادى چي يو عر بايدهم منظوم او هم دكلماتودښايست سره ، سره شرنګ هم ولري ، كه درته راخلاصه كړمه داسي ويلاى سوچي : شع داحساس اودواقيعتونومنظومه اومړظونه افاده ده .
 پوښتنه : په ټولنه كي دشاعرموجوديت څونده اړين دى ؟
 ځواب : داپه شرائطوباندي اړه لري كله ،كله خودشاعرموجوديت داسي وي چي په يوه ټولنه كي انقلاب راولي دبي ګي په ډول : ( دانتي ) په ارپاكي ،دغه راز په پښتوكي موږ دخوشحال خان ( خټك ) يادونه كولاى سوچي پخپله زمانه كي دده موجوديت دونده ضروري اولازمي ړ چي دلسوزروعسكروسره دهغه ديوه شعروزن مقايسه كولاى نه سووخوزماپه عقيده شاعرپه هرډول شرائطوكي كه ډيرزيږه شرايط وي ياډيرآرام خوموجوديت يې ډيراړين دى ځكه كه چيري ټولنه ورسته پاته وي شاعرخلګ هڅوي چي دټولني پرمختګ ته ځيرسي اوكه ټولنه پرمختللې وي لايې اوسېدونكي هڅوي چي دخپل اولس اوټولني لپاره كاروكړي ترڅويې ټولنه لادسمسورتياپرلورحركت وكړي ،شاعردى چي خلګ متوجه كوي چي ظلم څه شي دى ؟ دحق غوښتل څنګه دي ؟
 نوزه يوځل بياپدي خبره باندي ټينګاركوم چي شاعرپه هرډول شرائطوكي دټولني يومهم جزدى خواوس چي زه ګورم شعردونده انكشاف كړيدى چي دنثروخواته توجه كمه سوېده خصوصاً دتحقيقاتي نثرخواته پام ډيركم سوېدى .
 پوښتنه : په شعركي دسختوتوروكارول څنګه بولى ياكه داسي ووايم چي دشعرژبه بايدڅنګه وي ؟
 ځواب : كه څنګه چي تاسووويل رښتياهم شعردژبي سره تړلى دى هغه كه دهري ژبي وي ،داچي موږ دژبي نوم ورسره اخلوددې م اناداده چي يوشعرپه يوه ژبه ليكل كيږي اوددې لپاره په يوه ژبه ليكل كيږي چي دهغه ژبي ويونكي ،اورېدونكي او وستونكي په پوه سي اوهغوته خپل پيغام ورورسولاى سي خودسختوالفاظودكارولوڅخه زه مخالف نه يم ،سخت الفاظ ،ښايسته تركيبات خصوصاً دغزل په صنف كي بايدراوړل سي اوچاره هم ورڅخه نسته ،موږدانه سوويلاى چي شعر اونظم دعوامو او مطلق بيسوادوخلګوسطحي ته راټيټ كړو،دهغولپاره اولسي شاعران ،اولسي موزيك اوفلكلورموجوددى .
 خپله غزل اوپرمختللى شعردخاصوخلګو،دهغه خلګوچي په شعريوڅه ناڅه پوهيږي اويادشعرسره ژوره مينه لري دهغو لپاره دي خوداموپه يادوي چي زموږڅخه قلم كله ،كله دونده ليونى سي چي هم مو دګرامرڅخه بيګانه كړي،هم داسي تركيبات موږاستعال كړوچي موږپه اخره كي خپله ورته وګورواوپه پوه نه سوچي داموڅه ليكلي دي ؟ يعني هغه د يونتوب په سرحدكي يې زه سخت مخالف يم ځكه داسي وخت كي هم دشاعرڅخه هدف وركيږي اوهم دلوستونكي څخه .
 پوښتنه : جهاني صاحب !ښه سوچي دګرامرخبره موياده كړه، نويوشاعرڅونده خپلواكه دىچي دګرامرترپولي پښه واړوي ؟
 ځواب : ګرامرپه شعركي چندان مهم نه دى خوزمامطلب داهم نه وچي سړي دي نوپه شعركي مبتداء اوخبرمراعت كړي كه چيري م بتداء اوخبرپه مطلق ډول راواخلواودشعروقالب ته يې ورواچودهغه څخه نثرجوړيږي نوموږ مجبوره يوچي دكلام م بتداءاوخبر،صفت اوموصوف يوې اوبلي خواته سره واړووترڅوله هغه څخه نظم جوړكړواويايې دنظم وقالب ته ورواچولاى سوو،مطلب مي دادى چي ماكله،كله داسي شعرونه لوستي دي چي په ګرامري لحاظ يې چي هرڅه صفت اوموصوف سره مخ اوشاته كړي هېڅ مفهوم نه ښندي يعني په ګرامري لحاظ دونده غلط وي چي هري خواته يې سره واړوې راواړوې دهغه څخه شئ نه جوړيږي .
 پوښتنه : آياهغه منظوم شعارونه چي ديوې ډلي اويايوې خاصي ټولني لخوادخپلوسياسي موخودترلاسه كو ولپاره ويل كيږي شعرورته ويلاى سو؟
 ځواب : ولي نه ،شعرخوورته ويلاى سوخوځيني شعرونه دي چي هغوته شعارونه ياشعاري شعرونه ويلاى سوهغه زياتره دنظم بڼه لري ولي دشعرحيثت نه لري ځكه ماترمخه يادونه وكړه چي په شعركي بايدمظړنيت دمنظوميت ترڅنګ مراعت سوى وي خوداچي تاسواهدافو ته اشاره وكړه زه خووايم چي كه كتابونه هم ورته يكل سوي وي خوچي هغه سياسي تبه تېره سي تاسوګورى چي هغه كتابونه بياڅوك راپورته كوي لاهم نه اودچايوپوړۍ ځني جوړوي ،يوازي دهغه كتابونوڅخه دچايوپوړۍ نه جوړوي چي په زمان پوري تړلي نه وي ،تاسووګورى هيڅوك به داجرآئت ونه كړي چي درحمان بابا دكتاب يوه پاڼه وشكوي اودهغه څخه دي دچايوپوړۍ جوړه كړي ځكه درحمان باباټول شعرونه ح تى دګل خان اوجمال په اړه ويل سوي شعرونه يې لاچي ديوه خاص زمان امكان محصول دى تراوسه پوري ځكه ژوندي دي چي هغه شعرونه خلګوته دسولي اوميني درس وركوي نوترڅوپوري چي ويني تويول اوظلم موجودوي دګل خان اوجمال خان په اړه ويل سوي شعرونه به ژوندي وي .
 پوښتنه : ښاغلى جهاني صاحب ! كه ستاسوخبري راونغاړم داسي ويلاى سم چي : كه څونده چي يوژورناليست په كارده چي خپلواك واوسي نوشاعرهم بايددونده خپلواك وي ؟
 ځواب : شاعربايدترټو وخپلواك واوسي ،دځان صفت نه درته كوم دغسي راغلې ده چي زه خداى داپوزيشن شاعرپيداكړى يم،زه چي كوچنى رالوى سوى يم مادواكمنانولپاره شعرنه دى ليكلى اودهغودسيوري څخه ليري پاته سوى يم ،زماخپلوټولوځوانوشاعرانوته يوه توصيه به دغه وي چي هيڅ وخت دواكدارانوتوصيف ته ځان تابع نكړي ځكه هرمهال چي شعريادشاعرقلم دواكدارانو پاره وڅرخېدى په هغه ورځ كه مړنه دى نوپه مرګ محكوم دى .
 پوښتنه : جهاني صاحب !ځني خلګ وايي دشعرلپاره قافيه ضروري ده ځني وايي ياشعربايدښه الفاظ ولري اوځني بياپه دې انددي چي پيغام دشعرلپاره اړين دى نوتاسوديوه قوي عرلپاره كوم عنصرډيرضروري بولى ؟
 ځواب : داتاسوچي ذكركړل داټول ديوه قوي شعرلپاره ضروري دي ماچي دمړظنيت كلمه ياده كړل په مړظنيت كي داټول شيان راځي ښه الفاظ،ښه تركيبات ،نظم هرڅه خوډيرشعرونه دي چي كه په منظوم كل راوړل سي ښايې هغسي خوندونكړي ځكه زموږځيني شاعران بيله دي چي څوك ورته ووايي ماته آزادشعرراته وليكه خپ ه يې قلم دآزادشعروخواته ځي ،زموږډيرغزل ويونكي شاعران راولاړيږي آزادشعرونه ليكي زه خپله كه څه هم دنظم وقي يم مګركله ،كله مي زړه سويدى بلكي لكه يوڅوك چي راته وايي چي دغه څه چي ته ليكې دغزل،مثنوي ياقصيدې په صنف كي خوندنه كوي دغه آزادشكل ته راواړوه اوكله چي مارااړولى هم دى نوكله ،كله ځني راضي يم اووايم چي كه داموضوع مي په غزل كي راوړې واى دوغونده خوندبه يي نه واى كړى .
 نوپه شعركي داټول شيان جلا،جلا لازمي دي ،فقط لكه په ديګ كي چي موږ مالګه ،مصالحه يامرچ كارووكه يې په دغوشيانوكي هرشى ډيرياكم سي نوخواړه له خورك څخه لويږي هم دارنګه لكه څنګه چي ديوې تابلوپه رسمولوكي ټول شيان لازم دي لكه رنګ ،درسام وړتيا،خپله درنګونوكارول اود نګونوانتخاب نوكه چيري درسام څخه په منظره كي يوه كوچنى اشتباه وسي دټولي منظرې بيه دمځكي سره سموي ،دغه ازكه په شعرهم هره برخه كمزورې سول هغه شعركمزورى بلل كيږي اودابياڅوك نه سي ويلاى چي دشعرنوراړخونه قوي دي ،صحيح خبره ده چي پرشعرداډول قضاوت وسي خوداډيرظالمانه قضاوت دى چي سړى ووايي داشعركمزورى دى پكارداده چي سړى ووايي چي ددې شعر داخواكمزورې اوداخواقوي ده كشكي ټول لوستونكي اواورېدونكي داډول قضاوت ولري!!!
 پوښتنه : ښه سوچي دانځورګرۍ يادونه موهم وكړه نوشاعراوانځورګرڅه فرق لري ؟
 ځواب : شاعراوانځورګردوه كسان دي چي يويوشى په الفاظو،ژبه اوقلم سره افاده كوي اوهغه بل يې په رسم باندي افاده كوي ،يويې تاته يوګدارسموي اودغه ګداچي په كوڅه كي ناست دى دوه زره كاله ورسته هم ددغي كوڅې ياددغې ټولني ژوندترسموي اوموږته راښئ چي دوه زره كاله پخواپدې ټولنه كي څه حالت ړ ؟ خودشاعرتاوان په دې كي دى چي كه يې كتاب له منځه ولاړى نودشاعرهغه غزل،قصيده اوهغه آزادشعرچي يي ليكلى دى دخلګوغوږونوته هغونده په اسانۍ نه وررسيږي خومنتهادنقاش تابلوګاني موږ كله،كله ګوروچي درې زره كاله هم ژوندۍ دي اوددروزوكالووړاندي زمان راښي لنډه داچي شاعراونقاش يوه وظيفه لري .
 پوښتنه : داولس پرروحياتوباندي دكوم يوه كارډېره اغيزه لري ؟
 ځواب : داپخپله په اولس پوري اړه لري مثلاً افغان اولس ښايي دونده نه وي رسېدلى چي هغه دي تابلوګانوته ودريږي اودتابلوڅخه دوى يوالهام واخلي ،زم وږ خلګ دراډيو،ټيپ ،سي ډي اولوډسپېكر څخه ژرالهام اخستلاى سي ځكه زموږډيرى هيوادوال بېسواده دي هغوته بايدپه ټيپ ياراډيوكي پيغام ورورسول سي خوپه دغوكي به ډيرلږ فيصدي داسي وي چي خاص دي په تابلوګانوپسي وګرځي يادي يي كورته يوسي اوداسي الهام دي ځني واخلي لكه ديوه شعرڅخه يې دى اخلي مثلاً دى دي ورته وژاړي ښايي ډيرلږ داسي كسان ولروچي هغه دي تابلوته وژاړي ولي بيخي ډيرخلګ لروچي شعرته ژاړي اوتابلوته نه ژاړي داپه دې خاطرچي ښايي زموږ فرهنګي سطحه به وهغه حدته نه وي رسېدلې چي موږدي دتابلوڅخه عيني خوندواخلولكه دشعرڅخه چي يې اخلو.
 پوښتنه : كه ستاسوخبروته متوجه سووداسي ويلاى سو چي زموږپه ټولنه كي ترانځوګردشاعرمسړليت درونددى؟
 ځوا ب :مسړليت يې ځكه درنددى چي ضرورت دغسي ايجابوي اوشرائط دغسي راغلي دي چي خلګ په شعرباندي زياتره نه پوهيږي آن په نثرباندي كم خلګ پوهيږي حتٰٰىداستادګل پاچا( الفت ) نثرونه زمالپاره كله ،كله الهامي نثرونه ايسي خومتاسفانه نه چاتعقيب كړل اونه هم تردغه دمخه په پښتوكي داسي نثرونه موجودوو نوكه تاسي دغه دګل پاچا( الفت ) نثرونه هم يوه غيري نطاق سړي ته وركړي چي خلګوته يې ولولي پرخلګوباندي به هيڅ تاثيرونه كړي البته كه يې يونطاق ديوه نظم ياديوه شعرپه قسم ووايي پرخلګوباندي به حتماًغيزه وكړي يعني نظم زياتره احساساتي كوونكى دى ،نظم ته زياتره خلګ توجه كوي نسبت يوې تابلوته .
 پوښتنه : جهاني صاحب ! په شعركي دادبي صنعتونوكارول څ ونده اړين بولى ؟
 ځواب : زه هيڅ وخت په صنايعوپسي نه يم تللى اوآن ما هيڅكله ځان پدې نه دى مجبوركړى چي قلم اواخلم غزل وليكم يامثنوي ،هرشى چي ماته راغلى دى په هغه شكل مي ليكلى دى ،كه زماڅخه دادبي صنايعوپه باره كي پوښتنه وسي چي تام تجنس څه شي دى ؟ يالف ونشرڅه شى دى ؟ اوياتركيب بندڅه شى دى ؟ زه به يې ښايي تعريف لانكړاى سم داپه دې چي ماپخله په ژوندكي توجه نه ده ورته كړې ،دازه نه وايم دې ته توجه په كارنه ده ، داټول شيان بايدو وستل سي كلاسيك ادبيات ولوستل سي ،ادبي صنايع ولوستل سي اوماتل ځوانانوته داتوصيه كړېده چي هرڅونده دمطالعې خواته توجه ډيريږي په همهغه اندازه يې شعرقوي كيږي ځكه مطالعه چي په هره خواكي وي شعرغني كوي .
 پوښتنه : تاسووويل چي ماته شعرراځي نوپه څنګه وخت كي دشعرشاپيرۍ درباندي مهربانه كيږي ؟
 ځواب : تاسوخوراښې خبري ته اشاره وكړه ، ډيرخلګ په دې يوډول ځان خطاباسي چي ماته شعرنه دى راغلى ځكه نوماشعرنه دى ليكلى ،زه يوځل بياخپ وځوانوشاعرانوته داتوصيه كوم دااشتباه چي ماپه خپل ژوندكي كړېده دوى يې بايدچي تكرارنه كړي ،ودې ته كښېنه ني چي شعرورته راسي ،يا! كه دى چيري غواړي چي مسلكي شاعرسي نوبايدپه شعرپسي ولاړسي خاص بايدورته كښيني اوځان ته بايدشعرراولي ،زماتراوسه هغه خپله ژړه كتابچه په يادده اواوس يي هم كله ،كله په كوركي ګورم چي ديوه شعرڅخه يې بياتربل شعرپوري پوره درې سوه پنځه شپېته ورځي فاصله موجوده ده داخوماډيرظلم دځانه سره كړيدى ماكولاى سواى چي په دغه درې سوه پنځه شپېته ورځوكي لږ ترلږ خولس شعرونه وليكم دانوښايي ماتوجه نه وي ورته كړې اوپه دې مي ځان خطاايستلى وي چي شعربايدماته راسي اوبيايې زه وليكم ياداضروري نده اوداخوبياښه خبره ده چي يوچاته دتابلوپه ليدولوياديوخبرپه اورېدولوباندي شعرراسي خوكه يوواري ته خبروانورې اوياكوم تابلوونه وينې نوته به شعرنه يكې؟
 زه وايم سړي بايد دنورو شاعرانو شعرونه وګوري ،دنوروژبوشعرونه ولولي خاص ورته كښېني اوځان په دې مكلف كړي چي زه بايدځان ته شعرراولم اوكه يې رانه ولې بياپاتيږي ځكه هغه فارسي متل دى چي :
 بنويس،بنويس تاشوي خوش نويس يعني په هرشي كي تمرين لازمي دى .
 تاسوته به معلومه ده دذاكرحسين خان دهنددطبلې ډيرلوى استاددى اوپه جهان كي ديونابغه په سترګه ورته كتل كيږي ،ده يووخت مركه كول اوويل يې : زه چي يوه هفته تمرين ونكړم لكه يوكال چي مي تمرين نه وي كړي نودطبلې يودوغنده لوى نابغه هم هره ورځ دطبلې درې ،درې ساعته تمرين كوي نوهغه ځوانان چي يوڅوشعرونه يې ليكلي وي دهغولپاره خوتمرين ډيراړين دى .
 پوښتنه : دابه جهاني صاحب !پرشاعرباندي څه اغيزه ونلري يعني هغه شعرچي پخپله شاعرته راسي اوبل هغه چي شاعريې ځانته په زوره راولي ؟
 ځواب : زمامطلب دپه زوره شعرليكلوڅخه نه دى زه وايم يوشاعربايدځان په شعرليكلوباندي مكلف كړي اوداخبره ځانته تلقين كړي چي زه شاعر يم اوزماڅخه خلګ شعرونه غواړي ،خلګ په پنځوشعرونه باندي نه قانع كيږي كه خلګ قانع سي بايدشاعرقانع نه سي اويوبياداخبره ده چي ته ګرسره شعرپرېږدې هغه بياجلاخبره ده ،اجمل ( اند) به تاسوپيژنى يووخت ښه شاعرړداځكه زه اوس ( ړ ) ورسره وايم چي مادوه كاله مخكي وليدى اوپوښتنه مي ځني وكړه ده په يوډول خنداسره راته وويل (( ماداډي وخت كيږي شعرنه دى ليكلى )) زماډيرقهرورته راغلى ځكه دى زموږدډيروښوځوانوشاعرانوڅخه ړخداى چي يوداسي پرټو نه باندي پيرزوكړى وي اودى راولاړيږي په لوى لاس باندي شعرپرېږدي داخوسم كارنه دى نواجمل (اند) كه اوس شعرته كښېني ښايي هغه توليدچي څلوركاله مخكي يي كاوه ويې نه كړاى سي ځكه دى اوس هغه شاعرنه دى ، دى به بياهغونده كا كوي چي دځانه څخه هغه اجمل جوړكړي لكه پنځه كاله مخكي چي ړ .
 جهاني صاحب ! په شعرونوكي دبربنډوتوروكارول څ نګه بولى ؟
 ځواب : زه پخپله دبربنډوتورومخالف يم داپه دې نه چي هغه دچاخبره زه نوسپين ږيرى سوى يم ،يا! زه دوخته ورسره مخالف وم خويويادوه شعره ماپخپله هم ليكلي اوزماپه ( وركه مېنه ) كي چاپ سويدي چي له هغوڅخه ( ګړوبه كلا ) ده كه په راډيوكي دافغانستان داټول خلګ ماته راږغ كړي چي موږ غواړودغه شعرواوروزه به يې هيڅكله و ته ونه وايم يا ( تنكۍ غوټۍ ) زمايوشعر دى چي كه ماته يوميلون خلګ فرمائش راكړي زه به يې هيڅ ورته ونه وايم ته به نوراته وايه چي ولي دي چاپاوه ؟
 دچاپ اواوريدولوخبره جلاده ( ګړوبه كلا ) پخپله ډيربدشعرنه دى خوڅونده چي زه هغه مهال لڅ پكښي تللى يم ښايي په اوسمهال كي زه هغونده جرآئت ونه كړاى سم داچي ماپه هغه مهال كي څنګه داج آئت كړي ړ ښايي دابه دځوانۍ تقاضاوه ځكه داشعرچي ماليكى زماعمركابوپينځه ويشت كاله ړخوزه به اوس داكارونه كړمه ځكه چي زموږ ټولنه يې ښه نه هضموي ،زموږ په ټولنه كي يوشئ غالب دى چي زه يې لاغلبه غواړمه اوزه پخپل كلتو كي چي په يوه شي نازېږم هغه د( حيا) كلمه ده دغه حياده چي زموږ كورنى ژونديې مستحكم ساتلى دى اودغه ( حيا) ده چي زموږ ټولنيزژونديې مستحكم ساتلى دى دازموږ يوارزښت دى چي زه خوراپه نازيږم .
 دغه د( ګړوبي كلا ) شعركه چيري زه په راډيوكي وايم اوپه دې وخت كي دموراوپلارڅنګ ته دوې لوڼي يايوه خوراويوورور سره ناست وي ښايي دوى په دې وخت كي سرهونه كتذاى سي څه چي زه ( حيا) بولم هغه پرده متضرره كيږي نوزموږ كلتوري سطحه يازموږ دټولني امرداسي دى چي بايدكوښښ وسي ددغه ډول الفاظودكارولوڅخه ځان وساتو.
 پوښتنه : تاسوپخپلوخبروكي دعمرخبره هم ياده كړه نوآياپرشعرباندي دشاعرعمر هم تاثيرلري ؟
 ځواب : دنوروشاعرانوپه اړه زه څه نه سم ويلاى خوپرماباندي يې باالكل كړيدى هغه مستي چي يومهال زماپه شعركي موجوده وه اوس هغه ښايي ترسترګونه سي آمين افغانپوردي خداى وبخښي ياشريفه ( شريف ) چي اوس په پراګ كي ده هغې به ماته ويل : (( زه چي ستاشعرلولم داسي راته معلوميږي لكه ته چي په شعركي ناڅې )) مادې ته وويل : هغه وخت زموږ كورپه ګزرګاه كي ړ چي كله به له كوره راووتلم واقعاً هم ماچي ويل داټوله دنياناڅي نوكله چي سپېدارناڅي ،دګزګاه رودهغه دچاخبره سندري وايي داټول محيط مست وي اوانسان خپله هم دانرژي څخه ډك وي طبعي خبره ده چي همدااحساس اوهمداانرژي دقلم څوكي ته راځي اوبايدپركاغذباندي هم افاده سي ،ماچي اوس مړكړې دغه شعرنه سمه ليكلاىچي : (( شيخه ! مه راځه محشردى مځكه سوځي آسمان سوځي )) ځكه چي دازما ددېر ويادودېرشوكالوترمخه شعردى نودوديرش كاله مخكي طبعي خبره ده چي زه ځوان وم خواوس زه پردېس يم اوتاسوزماپه عركي دپرديسۍ توري وينى په داسي حال كي چي ماپه ځوانۍ كي هم دبوډاتوب خبري كړيدي مثلاً : ښكلومنم دزړونوښكا ته وزى
 خوزمازړه دښكارولونه دى
 ولاړه ځواني ولاړه مستي تېره سوه
 نورمي نو احساس دپارولونه دى .
 داسي خبري مامخكي هم كړي دي خواوس چي يې كوم ددادواقعتونوانعكاس دى هغه څخه سړى ځان نه سي ساتلاى
 پوښتنه : كه څوك ستاسود( وركي مېني ) او( شپېلۍ ) ټولګوشعرونه سره پرتله كړي نويودبله يې ډيرتوپيردى آيادغه توپيريې هم دعمراغيزه بولى ؟
 ځواب : داپه لوستونكواواورېدونكوپوري اړه لري زمالپاره هغه انعكاس پكښي مع وميږي ځكه زماخپل شعرونه دي ،ماپخپله ليكلي دي اوماته همهغه محيط چي ماپكښي ژوندكاوه ،همهغه عمرچي م اژوندپكښي كاوه اوهمهغه شرائط چي زه پكښي اوسېدلم داټول ماته معلوم دي اوماته يې افاده كوي ځكه د( وركي مېني ) هرشعرچي ماليكلى دى حتٰى زماهغه ځاى لاپه ياددى چي څنګه ناست وم ،په كومه خونه كي وم ،داچي ددغومحصول دي نوزمالپاره باالكل تفاوت لري .
 پوښتنه : ديوه شاعرياليكوال په پېژندګلوۍكي مطبوعات څونده رول لري ؟
 ځواب : بېله مبالغې اوبېله درواغودرته وايم چي زه هيڅ وخت دشهرت شوقي نه وم ،زماتراوسه په ياددي دداړدخان په شپوكي دپښتونستان مشاعره وه ماپه دې مشاعره كي ( دغه زماغيوراولس ) په نامه شعرووايه كله چي له سټېج څخه راكښته سوم نوسليمان (( لايق )) چي مااوده تردې مهاله پوري نه وه سره ليدلي غيږيې راته خلاصه كړه روغبړيې راسره وكړاوپه دې ضمن كي راته وويل چي : (( ته بايديوخوفارسي شعروليكې اوبل دي بايدشعرونه خپاره كړې )) ماورته وويل : زه دسانسورس ه تعصب لرم ، بياده يوقسم راباندي وخندل ويل : دادځوانۍ خبري دي څه خبره ده چي يوڅوك يې يوتورته تغيروركړي يايې يوه جمله ورواړوي څه كفرخونه كيږي ؟ ماويل دازمالپاره كفركيږي ،دازماانتخاب دى زماشعركه په سل كاله هم خپو نه سي نه دي خپريږي اوكه خپريږي نوبايد په هغه ډول خپورسي لكه څنګه چي يې زه غواړم كه څوك ( سي ) را ( شي ) بس پرم اټكه لويږي ما ( سي ) ليكلى دى بايدهغسي يې وليكې چي ( وسو ) مي ليكلى دى ( وشو ) به نه ځني جوړوې اوكه دي ( وشو ) ځني جوړكى زماكاردي راخراب كى . دغه رازده ماته وويل چي فارسي شعرليكه ! ماورته وويل : زه اصلاً فارسي شعرونه نه سم ليكلاى پدې خاطرچي ددغه كلچرسره لكه ته چي بلديې اوكوچنى په كابل كي لوى سوى يې زه هغونده بلدنه يمه ،فارسي بايدسړي په زړه اوذهن اخيستې وي نوبيايې داراافاده كړه چي ستاپه شهرت كي يوازي پـښتوكومك نه سي كولاى .ماهغه ګړى هم ورته وخندل اونن هم كه څوك دشهرت خبره كوي زه ورته خاندم پدې چي ماهيڅ وخت په حيات كي داكوښښ نه دى كړى زه مشهورسم .
 پوښتنه : جهاني صاحب ! شهرت يوازي ځان ښكاره كول نه دي بلكي يوه هڅه يې هم نه بولى ؟
 ځواب : م اهيڅ وخت دانه دي ويلي چي شهرت غيري لازمي دى اوياشهرت بددى مافقط وويل چي : مادشهرت لپاره كارنه دى كړى ،ديوهنرمندلپاره ،ديوه شاعرلپاره شهرت لازم شئ بولم ځكه يوشاعر بايدمشهوروي چي خلګ يې شعرولولي ،يوشاع بايدمشهوروي چي خلګ يې شعرته غوږ ونيسي همدارنګه مثلاً كه پريوه كتاب باندي ليكلي وي ( عبدالباري جهاني ) زم ادنامه سره دكندهارخلګ بلددي نوهغوى هغه كتاب ته څه ناڅه توجه كوي اوكه پردې كتاب باندي مثلاً محمدلعل ليكل سوي وي چي هغه هيڅوك نه پېژني ښايي كتاب يې بيخي څوك راپورته لاهم نه كړي ،ستاسوداخبره بيخي معقوله ده خوداخبره زه يوواربياپه صداقت درته وايم چي ماپه ژوندكي دشهرت لپاره كارنه دى كړى .
 پوښتنه : ځني خلګ ستاسوپه شعرونوكي يوشي ته ډيره ګوته نيسي اووايي چي جهاني صاحب ډيرباغي توري كاروي آياتاسوقصداًداسي توري كاروى اوكه غيري ارادي موپه شعرګډيږي ؟
 ځواب ماپخپله داانتخاب نه دى كړى چي زه دي داپوزيشن شاعرواوسم بس خداى داسي راوستلې ده چي زه بايد هروخت دواكمنانوپه مقابل طرف كي واوسم داچي ولي زه هم نه پوهيږم ؟
 په دغسي حالاتوكي چي زه دتياري سره مخالفت افاده كوم بايدروښنايي داسي افاده كړم چي څوك دتياري څخه وبيريږي .
 زما پاره ( زاهد ) معمولاً درياسمبول دى زه پخپله له ( زاهداوشيخ ) سره هيڅ ډول مخالفت نه لرم بس يوازي يې دسمبول په بڼه كاروم همدارنګه د( جانان ) كلمه زمادپرديسۍ په شعرونوكي ډيره راغلې ده دجانان څخه مي مطلب هيواددى نوكله چي زه دوطن ذكركوم اوبيادوطن ددښمن يادونه كوم طبعي خبره ده چي زه يي بايدپه داسي الفاظووغندم ترڅوهغه ته خپل لوستونكي اواوريدونكي متوجه كړم چي دغه دښمن دى نوداچي هرڅونده يې رنګ ورتيزه ولاى سم زه يې رنګ ورتېزوم خوخاص دغه ته نه يم كښينستلى چي هغه دي په سختوالفاظوباندي بيان كړم داښايي زمالهجه دغسي وي ماتصنع نه ده كړې څه چي راغلي دي همغه مي ليكلي دي .
 پوښتنه : دزولنوشرينګى اودليونيوسره ملګرى موهم ددغه لړۍ يوه كړۍ ده ؟
 ځواب : جنون زمالپاره هروخت دشرافت سمبول دى علت يې دادى چي زه په جنون كي ريانه وينم ، زه په جنون كي دروغ نه وينم ، ليوني درواغ نه وايي ،ليوني ريانه كوي ،ليونيان داجتماعي نظام پابندنه دي ،ليونيان دتملق اوچاپ وسۍ خلګ نه دي نوځكه تاسوهروخت زماپه شعركي دزولنوشرينګى ګورى ،حتٰى په يوه شعركي تاسوګورى چي فلك هم د يونيانومخالف دى هغه چي وايي :
 (( خيام روان ړ ددوزخ پرلوري ورپسي تلې دملايانوټولۍ
 چړي په څنګ كي پنج كتاب نيولى ورپسي وړلې يې ځنځيراوكړۍ
 پاس دآسمان هاتف چغه كړله ويلې وركړي دې مجنون ته سزا
 ځكه چي داده دهوښيارانودنيادليونولپاره نه ده پيدا))
 دلته ګوروچي ټوله اجتماع اوټوله نظام دليونيومخالف دى نوځكه زه ليوني ستايم اويايې ځكه دزولنودشرنګي هواخوايم چي دوى ددنيادتملق اودرواغوڅخه خلاص دي .
 پوښتنه : پخپ وچاپ سووشعري ټولګوكي موكومه يوه ډيره خوښيږي ؟
 ځواب : زه ګمان نه كومه چي دې پوښتني ته به موډيرځواب دركړم ځكه كه زه ووايم چي فلانكۍ ټولګه مي خوښه ده نوددې دامانا سوه چي پرهغه نوروشعرونوباندي پښېمان يم په داسي حال كي چي زه پرخپلوټولوشعرونوباندي پښېمان نه يمه .
 پوښتنه : تاسود( قومندان ) په نامه يوناول هم ليكلى ړ چي د ته په كندهاركي ډيرولوستونكوخوښ كړ نوكه ددغه ناول دكيسې اوكريكټرنوپه اړه څه وواياست چي آياداټول وا يعتونه دي اوكه سمبولونه ؟
 ځواب : ماددغه ناول په مقدمه كي هم ليكلي دي چي مشهورانګريزليكوال ( ارتركيوس ر) توصيه كوي چي : (( ليكوال بايدخپل قهرمان وخوري اوداسي يې هضم كړي چي بيرته يې ترمساماتوراووزي )) نودى خپله بيايوچاته ګوري اوهغه نه ترسيموي په دې چي هغه خوژوندى دى يعني ژوندخودخورك نه دى خود( قومندان ) ناول د( ارت كيوسلر ) دنظرڅخه په بل نظرليكل سويدى اوماپه دې خاطرباندي وليكى چي دغه پدل مات كړم اوبل دلته چي تدې و ستيوكي كومي ليكني سويدي په ټولوكي روس ته ښكنځل كوي اوياخلقي ته بدوايې په داسي حال كي چي په هغه شپوكي په ( محله نجات ) كي داسي جنايات سويدي يامثلاًوكابل ته چي مجاهدين راغلل هغه جناياتونه يې وكړل چي خلقيانواوپ چميانوپه
 خوب هم نه ووليدلي اوماپه ځينوشعروكي دغسي جناياتوته اشاره هم كړېده خصوصاً د( حيات آباد) شعرم حصول په ( حيات آباد) كي معلوميږي خو زه يقين لرم چي (قومندان ) ناول به دناول ليكني له اړخه ډيرنيمګړي وي اوم ايوازي ددې لپاره ليكلى دى چي خپلولوستونكوته ووايم چي كه په ( پل چرخي ) كي جنايات ترسره كېدل دغه رازجنايات په ( محله نجات ) كي هم اجراكېدل اوكه خلقي ځغستل د(KGB) جاسوسي يې كوله دغه راززموږد مجاهدينورهبرانوبياد ( ISI ) سره همكاري كوله چي داهم بده خبره ده ،كه ( روبل ) بيګانه سكه ده نوكلداره اوډالرهم پردۍ سكه ده اوزمالپاره يوازي اويوازي افغانۍ خپله سكه ده چي هغه په دې هيوادكي بايدوچليږي همدارنګه زمالپاره دايوبيرغ دى زه دوهم بيرغ نه پيژنم ،هرڅوك چي هربيرغ ته ورځي زمالپاره بيګانه پرست دى .
 كه چيري داناول ماد مقالوپه بڼه ليكلى واى ښايي چالوستى هم نه واى نومادداستان په شكل وليكى اوقهرمانان چي يې دي زماپه ګمان دكندهارخلګ يې پيژني اوداتاسوچي پوښتنه كوى تاسويې هم پيژنى اودغه كس چي زه يې ( ملا دروېش ) بولم هرڅوك يې تيژني چي ملادروېش څوك دى ؟
 پوښتنه : له ( قومندان ) څخه ماسوىٰ تاسويوبل تاريخي كتاب ( هرات ،پښتانه اوستره لوبه ) هم ليكلى دى ددې كتاب دليكلوانګيزه څه وه ؟
 ځواب : زه دهرات په برخه كي دايرانيانو ليكنووهڅولم ترڅودغه كتاب وليكم ځكه اي انيان داسلامي انقلاب څخه ورسته هم دهرات دعوه لري ، ماددوى د( رفسنجاني ) يوه بيانيه لوستله اوله دې څخه ماته معلومه سوه چي ددوى داسلامي انقلاب جمهوررئيسان هم پدې عقيده دي چي هرات په زوره دايران څخه جلاسوى دى اودبادغيس سره يې دايران خاوره بولي ځكه زه راولاړسوم چي پدې اړه تحقيق وكړم اويوكتاب وليكم ترڅوخپلوخلګوته وروښيم چي هرات څونده مقاومت دانګريزپه مقابل كي كړيدى ترهغه يې زيات دايران په مقابل كي كړيدى ، يوكال ياڅ وارلس مياشتي يې دايران محاصره ګاللې ده ،قربانۍ يې وركړيدي اوخپله خپلواكي يې ساتلې ده نودغه خبرووهڅولم چي يوڅه شاته ولاړسم اوپه دې ضمن كي ددغزنويانوبرخه هم راولم ځكه چي هرات دغزنويانوترتسلط لاندي ړ هغه ړچي بيا يرودوستانوخصوصاً دطالبانودزمانې خلګوحتٰى امريكې ته تلفونونه راپسي راوكړل اوويل يې جهاني زموږ مشرانوته بدويلي دي ،بياماورته وويل : كه ستاسومشرانوته چابدويلي دي هغه كتاب ويلي دي ځكه پدې كتاب كي ډيري لږ خبري زم ادي اودغزنويانوپه اړه چي ماهره كله ويلې ده تاريخي بيهقي چي هغه ابوالفضل پخپله وايي : (( زه شاهدددغي صحنې يم )) يوڅوك چي دصحنې شاهدوي ته خويې بايدخبري په كتاب كي رانقل كړې نوددې كتاب دليكلوترټولوغټه موخه مي همدغه ده ات په اړه دايران دملكيت دادعاردول ړځكه دوى نه يوازي هرات بلكي بادغيس اوغورهم دايران خاوره بولي تاسووګو ى كه اوس هم له چاڅخه دجامع كليات موجودوي په مقدمه كي يې داخبره سته چي : (( هرات يكي ازشهرهاى آبادان ايران است )) يعني دوى يې تراوسه پوري دحال په صيغه وايې ( بود) نه وايې اودا مقدمه تقريباً شل كاله مخكي ليكل سوېده چي ډيروخت يې هم نه كيږي
 پوښتنه : جهاني صاحب ! كله چي يوازي سي موسيقي اورى اوكه كتابونه مطالعه كوى ؟
 ځواب : زه زياتره موسيقي يادملګروسره اورم يايې په موټركي اورم اوپه كوركي زه ډيروخت كتابونوته وركوم ،زه دكورڅخه ډيرنه وزم اوملګروته وايم چي زه دتلفون دوې شمارې لرم كه په كوركي نه وم په كاركي يم اوكه په كاركي نه وم په كو كي يم اوكه په دواړوكي نه وم نوپرلاري يم ،تاسوباوروكړى زموږ كورته نيژدې داسي مېله ځايونه دي چي داُرپاغوندي دښكلوځايونوڅخه ورته مېله وال راځي اوماتراوسه پوري ليدلي لاهم دي حتٰى زامن مي مجبوروي چي زه هم ورسم خوم اداوخت نه دى پيداكړى چي ورسم نوزه ډيروخت په كوركي دكتابونوپه مطالعه تېروم اوزمادمطالعې كتابونه په سلوكي نوي فيصده تاريخي اوپاته لس فيصده يې نوچي هرشى په لاس راغلل لولم يې .
 پوښتنه : هغه مهال چي تاسودلته په كندهاركي واست اوياترهغه مخكي دكندهارشاعري اوموسيقي ځانته يوځانګړى سبك درلوداوس چي ورته ګورى آياڅونده ف ق يې كړيدى ؟
 ځواب : داسي لږ فرق يې كړيدى ،داڅوورځوترمخه سيديونس آغاپه يوځاى كي خواندن كاوه دده ټول ط زونه هغه زاړه طرزونه ووچي ماترمخه دلته اوريدلي وومنتهااوس داتغيرپكښي راغلى دى چي يوڅه يې كيفت اصلاح سويدى ثبت يې په ښو،ښوآلاتوسره كيږي اودپخواپه ډول دآوازخوان سره يوازي هارمونيه اوطبله نه وي ملګرې بلكي دموسيقۍ نوي ،نوي آلات ورسره وي چي پخواپه كندهاركي خلګ ورسره بلدنه وه ،خلګ په سُراوتال باندي اوس پوه سويدي اولږترلږه هنرمندانودازده كړيدي چي زه بايدخپلواورېدونكوته په سُراوتال برابره موسيقي وږغوم يعني مطلب مي دادى چي په دې برخه كي يوڅه پرمختګ سويدى، خو په دې كي دى چي لكه څرنګه چي مويووخت دنن څخه شپېته اوياكاله ترم خه په شاعرانوكي ډيرتكړه ټېم درلودى لكه ملاسلام بابا،ملاميريحى ملامحمدعمر،ملامحمدانور
 ملاعبدالله،م لاعبدالحكيم ،ملامحمدعيسٰى ،ملامنان اوداسي نور...بيادغه ټېم يودم ورك سواوداسي شاعران په كندهاركي اپيداسول چي دهغوسل شعرونه ديوې ثانيې په اوريدولوباندي نه ارزېدل دغه رازموپه موسيقي كي هم تردې ورستيو ان لاباتوترمخه ددغه عبيدالله ترزمانې پوري ډيرښه ،ښه هنرمندان درلودل چي له هغوڅخه يې ځيني اوس هم ژوندي دي اوښه خواندن كوي لكه : استادلالى چي دپينځه اوياوكالوسړى دى لكه استادمحمدنوردى هم ديوسن سړى دى همدارنګه: دم،نصرالله ،استادخدايداد،آغك مامااونور...دوى ډيرښه خواندنونه كول خودغه انقلاب په دې اړخ كي يوڅه منفي تاثيرات كړيدي لكه څنګه چي يې دشعرپه برخه كي مثبت تاثيركړيدى اوزه دونده ځيني خوشحال يم چي هرواري كندهارته راغلى يم ديوميلون خاطراتوسره ولاړسم خولكه ترمخه چي مي وويل دموسيقۍ په اړه كي يې منفي تاثيرځكه كړيدى چي په كندهاركي نوي هنرمندان نه توليدسوي ،يادكوټي څخه راغلي دي اويادلته اوس په كراره ،كراره انكشاف كوي البته دثبت اوآلاتوپه برخه كي يې پرمختګ كړيدى .
 پوښتنه : راتلونكى يې څنګه وينى ؟
 ځواب : راتلونكى يې په خ ګوپوري اړه لري چي څونده توجه ورته كيږي ،څونده خلګ علاق ورسره ښيي اودهنرمندانوسره څونده كومك كيږي خصوصاً دموسيقۍ دبرخي هنرمندان مادي كومك ته ډيره اړتيالري علت يې دادى : كله چي يوشاعر،ليكوال،معلم اوتا يخپوه له كورڅخه دباندي راوزي نودهغه كورنۍ افتخارپه كوي خوتاسي ته معلومه ده چي په افغانستان كي داسي نه دى هيڅوك نه غواړي چي زوى دي يې عبيدالله سي په داسي حال كي دى به دعبيدالله له آوازڅخه داسي خونداخلي چي ورته ژاړي به ،دعبيدالله ډيرښه آوازړمګرهيچانه غوښتل دخپلوزامنوڅخه عبيدالله جوړكړي اوكه به يې زوى علاقه هم د لوده نوده به ورته ويل چي داكارونكړې .
 نولكه څنګه چي په ټولنه كي شاعركوځاى لري بايدهغونده ځاى سندرغاړي هم درلوداى ځكه سندرغاړى دى چي دشاعرآوازداولس ترغوږوپوري ورسوي ځكه زموږ دخلګوډيرى بېسواده دي هغوى (طلوع افغان ) نه ګوري ،هغوى كيسټونوته غوږ نيسي اوكيسټونه سندرغاړي ورته وايې خوله بده مرغه دلته دسندرغاړوپه اړه ښه نظرنه دى موجودنوځكه زه ويم چي دوى ډيركومك ته اړتيالري كه چيري كومك ورسره وسي آينده يې روښانه ده اوكه كومك ورسره ونه سي نوطبعي خبره ده چي مخ پرځوړبه وي
 پوښتنه : جهاني صاحب ! كه چيري شاعرسوى نه واى نوكومه دنده موغوره كول ( يعني څه به واى ) ؟
 ځواب : كه چيري شاعرسوى نه واى نودافغانستان دتاريخ يوښوونكى به واى ځكه زماله ډيره وخته دكيسواوتاريخ لوستني سره ډيره مينه وه اوخامخامي دتاريخ خواته توجه كول .
 پوښتنه : ياكله موداسي فكركړيدى چي كاشكي ماهم دفلانكي شاعرپه ډول شاعري كولاى يازه دهغه فلانكي شاعر پرځاى واى ؟
 ځواب تقريباً ټول ځوانان كه تاسي وګورى په لومړي سركي يې ديوچالين نيولى وي دهغه الفاظ او دهغه تركيبات يې په شعرونوكي پيداكولاى سي چي بعضي خلګ ودغه ته په بدنظرګوري اووايې چي فلانكي مثلاً تركيبات غلاكړيدي خوزه ودې ته هيڅ وخت په بدنظرنه ګورم ،كه دشعرشكل څوك اخلي ،كه يې متن اخلي ،كه يې حتٰى نيمه غزل و اخلي اوهغه په خپ والفاظوكي راوړي هيڅ فرق نه كوي ترهغوچي ځانته لارپيداكوي اوخلګ يې چي شعراوري دستي پوهيږي چي دادفلانكي شع دى دمثال په ډول زه درحمت شا( سائل ) شعربيخي له آسمانه پيژنم همدارازكله چي دعبيدالله ( دروېش ) شعرواورم دستي پوه سم چي داد( دروېش ) شعردى ځكه دده خپل ځانته يوجلاسبك دى اوستاسي دپوښتني اصلي برخي ته راځم : زه په اول سركي دشعرپه اهميت ترډيره نه پوهيدم ،ماخپل شعرونه دفاكولتې په دوران كي دخپلوملګروپه ډيرټينګارپه كتابچه كي وليكل مخكي ماپركاغذونوباندي ليكل بيامي همصنفيانوراڅخه واخستل اودځينوچي ښه خطونه ړ دوى دازماشعرونه په كتابچه كي راليكل باالاخره زه وشرمېدم اودځان سره مي وويل چي دوى خوستاكاتبان نه دي خوهصنفيان دي چي دوى يې درليكي ولي يې ته خپله نه ليكې ؟يعني دفاكولتې ترزمانې پوري ماشعرنه لانه ټولول نوځكه زمالپاره داخبره يوڅه ستونزمنه غوندي وه چي په كندهاركي مي كوم شاعريادكړى واى چي كشكي ماددغه شاعرپه ډول شعرونه ويلاى .
 اجمل ( خټك ) البته خوښ ړ ځكه په هغه مهال كي دى دورځي موډړ :
 (( ديوملانه تپوس وكړوماوې ملاصاحب جنت به څه وي ؟
  اس يې پرګېډه تېراوه ويلي خوګې ميوې اوشېدورودونه ))
 دادخپل وخت يوايقلابي شعرړ اوداسي شرنګ يې درلودچي هرڅ وك يې ځانته وركشاوه نوزمابه هم ښايي دده شعرونه خوښ سوي وي ،په دوهمه مرحله كي مي ښايي دسليان (لايق ) شعرونه اويادغني خان شعرونه خوښ سوي وي خودغني خان سره مي خاصه مينه درلوده نوكه ماچيري په ژوندكي غوښتي وي چي خداى زماڅخه لوى شاعرجوړكړي نوغني خان به مي يادكړى وي كه څه هم غني خان خپل مقام لري اودى دلوى خداى دلوري پښتوته يوه تحفه وه .
 پښتنه : جهاني صاحب ! په ډيروپوښتنومي ستړي كړلاست نوپه بخښني سره كه خپله ورستۍ پوښتنه داسي وړاندي كړم چي : ستاسوپه اولادونوكي كوم څوك دموسيقۍ ياشاعرۍسره مينه لري ؟
 ځواب: كشرزوى مي چي احمدشاه نوميږي دپښتوشاعرۍسره مينه لري اوبل زوي مي چي اجمل نوميږ ي
 بيولوژي يې ويلې ده خوډيره ښه طبله اوښه هارم ونيه وهي خصوصاً په طبله كي ډيرښه دى اونورزامن مي دهنرښه اوريدونكي دي خوخپله كارنه ورسره لري .
 ښاغلى جهاني صاحب ! ستاسوله ټولوځوابونوڅخه ډيره مننه لوى څښتن موتل همداسي جهاني اونړيوال لره .
 جهاني : ستاسوڅ خه هم ډيرتشكر خداى دي وكړي چي زماجوابونه ستاسودلوستونكولپاره په زړه پوري وي ډيرتشكر .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery