دخپریدو نیټه : 2006-06-02 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ښه ژورناليسټ قضاوت اولس ته پرېږدي
محمد ابراهيم (( سپېڅ
ى ))
جولياپاول يوه انګريزۍ
ژورناليسټه ده چي په ۱۹۶۸عيسوي كال په امريكاكي زېږېدلې خوپه لندن كي رالويه سوېده .له ادبياتوڅخه فارغه سوې
خودژورناليزم سره دځانګړي ميني په خاطريې ودغه ډګرته مخه كړېده چي په دغه لاركي دبريالي يون په خاطر يې څوبيلا
بيل دژورناليزم كورسونه لوستي دي
مركه : محمد ابراهيم (( سپېڅلى ))
جولياپاول يوه انګ
يزۍ ژورناليسټه ده چي په ۱۹۶۸عيسوي كال په امريكاكي زېږېدلې خوپه لندن كي رالويه سوېده .
له ادبياتوڅخه فا
غه سوې خودژورناليزم سره دځانګړي ميني په خاطريې ودغه ډګرته مخه كړېده چي په دغه لاركي دبريالي يون په خاطر يې
څوبيلا بيل دژورناليزم كورسونه لوستي دي
په پيل كي يې دلندن له يوې سيمه ايزي اوونيزي سره دخبريالي په صفت
دنده پيل كړه اوورسره سم يې دهمدې اوونيزي ادبي پاڼه هم چلول .
دادجولياپاول دخپل كارسره دډېري ميني اواخ
اص پايله وه چي دبي بي سي راديوته يې لارپيدااودايې څووم كال دى چي په دې نړيواله راديوكي دنده اجراكوي څ
واوونۍ وړاندي دلته كندهار ته ددې ځاى دژورناليستانودلاښه روزني په هيله راغلې وه چي زموږ همكارمحمدابراهيم
((سپېڅلي )) ورسره يوه مركه كړې اوپه لومړي سركي يې ورڅخه پوښتلي چي ژورناليزم ته مودراتلوانګيزه څه وه ؟
ځواب : هغه مهال چي زه لاديارلس كلنه وم دژوناليزم سره مي مينه په زړه كي په راپيداسوه اودا مي ډيرخوښېدل
چي دډول ،ډول خلګوسره پرمختلفوموضوعاتووږغېږم اودهرډول پيښودپيښېدوعلت ځانته په بشپړاوصحيح ډول څرګندكړم
نودهمدې هلي دترسره كېدوپه موخه مي په دې ډګركي پل كښېښودچي دادى نن مي تاسوګورى چي ستاسوپخپل ښار ( كندهار ) كي
دهمدې ميني دلابشپړېدوپه هيله شپې اوورځي سباكوم .
پوښتنه : تاسوخودبي بي سي راډيو څخه ماسوا دنو
واژانسونوسره هم كارونه كړيدي نودغه دبي بي سي كارله هغه مخكنيوكارونوسره څنګه پرتله كوى ؟
ځواب : زه خپ
ه دبي بي سي راډيوسره كاركول دهغه نوروكارونوسره هيڅ پرتله كولاى نه سم ځكه دبي بي سي ميعار ډېرلوړدى .
پوښتنه : په كوموهېوادونوكي مودژورناليزم په ډګركي دنده ترسره كړېده ؟
ځواب : دژورناليستي په صفت مي
يوازي اويوازي په برتانيه اوشمالي ايرلنډ كي كاركړى دى خو د ژورناليزم دټرينري په صفت مي په عراق ،روسيه ،
هندوستان ،اردون ، اندونيزيا اوافغانستان كي دنده اجراكړېده .
پوښتنه : په هغوځايونوكي چي تاسويې نومونه
يادكړل دافغانستان سره يې په كاري ساحه كي څنګه ارزوى ؟
ځواب : ( ماافغانستان راخوش دارم . ) زه چي په
افغانستان كي اوسم داماته ښه خوند راكوي اومادا احساس كړېده چي افغاني ژورنالستان دهغونوروځايونوپه پرتله چي
مايې نومونه يادكړل له خپل مسلك سره ډېره مينه لري ، كه ددوى مينه له خپل مسلك سره همداسي روانه وه نوهغه روځ
يري نده چي دغه ژورناليستان به دخپلوسيالانو په ټولۍ كي خپل ځانته هغه ځاى پيداكړي چي ددوى هيله وي .
پوښتنه : افغانان اوبرتانويان دتاريخ په اوږدوكي هم سره جنګېدلي دي اوهم يې اړيكي درلودلي دي نوودغسي حا
اتوته په كتوسره اوس برتانويان دافغانانوپه اړه څه فكركوي ؟
ځواب : زماپه انداوس ډېرى برتانويان ياانګ
يسان دهغوجنګونوپه هيڅ معلومات نه لري ځكه يادسوي جنګونه ډېروخت مخكي تېرسويدي .
پوښتنه : په تاريخ كي
خوبه لوستي وي ؟
ځواب : بلې هو! لوستي خويې دي لاكن زه چي اوسمهال برتانويانوته ګورم هغوي دافغانانوپه
وړاندي نه يوازي چي كوم څه بداحساس نلري بلكي لايې دافغانانو سره همدردي په زړه كي ډېرځاى نيولىدى ځكه ب
تانويان پوهيږي اودخبري څخه رسنيواوري چي په دې تېرودرولسېزوكي پرافغانانوباندي څه ناخوالي تيري سوې اودابه
درته ووايم چي زموږ كورنۍ پدې وياړي چي زه په افغانستان كي افغانانوته يولږ غوندي چوپړوهم .
پوښتنه :هغه م
هال چي تاسوپه لندن كي واست اولاافغانستان ته نه واست راغلي نودافغانستان په ځانګړي ډول دكندهارپه اړه مو چي
يومهال دسخت دريځوطالبانومركز وڅه فكركاوه ؟
ځواب : چي كله يې ماته دافغانستان دتلودنده راوسپارل اولام
وحركت نه و راكړي نوموږته يې دخپل ځان دساتلوپه اړه ډېرڅه وويل چي دافغانستان په ځينوسيموكي امنيت كمزورى
اويانسته خوددې ټولوخبروسره ،سره ماغوښتل چي افغانستان ته راسم اوددې هيوادډيري برخي وګورم،ددې شپږوميا
توپه دوران كي چي زه دافغانستان هرگوټ ته تللې يم ،دهغه ځاى خلګوزماتودهركلى كړى دى نوپه داسي حال كي زه دافك
نه سم كولاى چي مادي كوم افغان وځوروي اويادي پرماحمله وكړي .
پوښتنه :افغانستان ته چي ډېركى بهرني ليكوا
ان اوتاريخ پوهان راغلي دي بيايې په خپلوياداښتونواوليكنوكي زموږ دافغانانوډېري ښيګڼي دبيلګي په توګه دمي
مستيا،دمشرانودرناوى هيوادپالنه او دداسي نورو...يادونه يې كړيده، ايا تاسوهم داسي څه ليدلي اوكه موليدلي
نوهغه به څه وي چي تاسوبه يې خپلوملګرواوكورنۍ ته يادوى ؟
ځواب : زه پدې ډيره باوري يم چي كله بيرته برتانيې
ته ولاړسمه نودافغانستان په اړه به خپلودوستانته ډېري خبري كوم ځكه دافغانستان مختلفي برخي مختلفي ټولني اوم
ختلف دودنه لري چي ځني يې زماخوښيږي اوځني يې زمانه خوښيږي خويوځل بياپه ټينګارسره وايم چي زه به ددي هيواد په
اړه ډېري خبري دخپلودوستانواوملګروسره شريكوم .
پوښتنه : كه په لنډوټكوكي راته وواياست چي څه موخوښ سول
اوڅه مونه سول خوښ ؟
ځواب : په ټوليزډول مي دافغانستان اب اوهوا اوطبعي منظرې ډيري خوښېږي اوورسره ددې ځاى
دخلګونيك اخلاق ، ښه كوربه توب اومهربان زړه راباندترټولوښه لګيږي خوچي كله ښځي وينم اوياورسره ږغيږم
نوددوى حالت مي ډېره ځوروي .
پوښتنه : اياستاسوپه اندپه افغانستان كي ښځه قيدده ؟
ځواب : په ټول
افغانستان كي نه سم ويلاى خوپه ځينوځاينوكي ښځي قيددي دبيلګي په ډول : په كابل اومزارشريف كي ښځي دهيواددنوروب
خوپه پرتله ډيري ترسترګوكيږي لاكين په نوروځاينوكي دونده نه ليدل كيږي اوكه وهم ليدل سي نوډېري پوښلي وي
.
پوښتنه : دڅنګه كتابونه مطالعه موپه يوازيتوب كي بوخته ساتي ؟
ځواب : په تيروڅومياشتوكي مادافغانستان
په اړه ډيرزيات تاريخي اوادبي كتابونه لوستلي دي خوماتل داهڅه كړېده چي كوم هيواد ته ځم بايددهغه هيوادد
يكوالانواثارولولم ترڅوزه دهمهغه هېوادپه اړه يوڅه معلومات ولرم اودا زمالپاره يوه غوره تجربه هم ده
.
پوښتنه : دافغانستان دژورناليزم روان بهيرڅنګه ارزوى اوراتلونكى يې څونده بريالى وينى ؟
ځواب: زه چي
اوس دافغانستان دژورناليزم روان بهرته ګورم دلته تاسوښه تكړه ،تكړه ژوناليستان لرى اودبې پرې مطبوعاتولپاره
موقع ښه چمتوده،راتلونكىيې هم روښانه بريښي لاكن ډېركاراوډېروهڅوته اړتياسته .
پوښتنه : ستاسوپه اندڅوك
ښه ژوناليست كيداى سي ؟
ځواب : زماپه فكرهغه څوك ښه ژورناليست دى چي په هره موضوع كي دلچسپي اخلي ،هرڅه ته
دزړه داخلاصه ګوري اوهڅه كوي چي ديوي پيښي سوي موضوع ټول اړخونه په ناپېيلي توګه وڅيړي اوقضاوت اولس ته پرېږ
دي.
پوښتنه : كه دژورناليزم په ډګركي يوه نه هېريدونكې خاطره ولرى اودمركې په ورستۍ برخه كي يې راسره شريكه
كړي مننه به مووي ؟
ځواب : كله چي زه دژورناليزم په لومړنيووختونوكي يعني هغه مهال چي زه لا ځوانه ژونا
يسته وم نوما دانګلستان دلومړي وزيرټونيبليرسره هغه مهال يوه مركه وكړه چي ده ځان ودغه څوكۍ ته نومولى و،
دازمالپاره چي يوه نوي ژورناليسته وم ډيره په زړه په پوري خبره وه اوبياچي نوموړي ټولټاكني وګټلي نو زه هغه
نوي ژورناليسته وم چي دانګلستان ديوه ټاكل سوي لومړي وزيرسره مي مركه كړې وه چي تراوسه مي نه هېريږي اوتل به
مي دزړه اوذهن پرپرده باندي ديوې ښې خاطرې په ډول پاته وي .