دغه مېله چې دڅرک مدني او کو
توري ټولنې او دلوګر دفرهنګي ټولنې په هڅو جوړه شوې وه، سنځل ګل مېله په دویم کال دخپل ډول تر ټولو ستره مېله بلل
کېدای شي او نږدې دهېواد دټولو ولايتونو ليکوالانو او شاعرانو په کې ګډون کړى و.
هميم جلالزی
دا دویم کال دی چې په
لوګر کې دشاوخوا دوه زره کسانو په ګډون دسنځل ګل دوديزه مېله جوړه شوه.
دغه مېله چې دڅرک مدني او کولتوري ټولنې
او دلوګر دفرهنګي ټولنې په هڅو جوړه شوې وه، سنځل ګل مېله په دویم کال دخپل ډول تر ټولو ستره مېله بلل کېدای شي او
نږدې دهېواد دټولو ولايتونو ليکوالانو او شاعرانو په کې ګډون کړى و.
مېلې درى برخې درلودلې چې لومړۍ دايې ويناوې
، دوهمه يې مشاعره او درېيمه يې هم ملي اتڼ ته بېله شوې وه. د برخو په منځ منځ کې د مدني ټولنې، قانون ته د درناوي او
د شوراګانو د اهمیت په اړه ډرامې هم وړاندې شوې، چې مېلې ته یې تنوع او نوښت ورباښه.
مېله دقران کريم دڅو م
بارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه، وروسته دلوګر ولايت مرستيال او سرپرست والي ښاغلي عبدالغياث پتنګ خپله
پرانستونکې وينا وکړه او مېلمنو ته يې پکې هرکلى ووايو، نوموړي ددغې مېلې په مانيز ارزښت رڼا واچوله او داکار يې
دهېواد دکولتور په ژوند، ساتنه او خونديتوب کې يو ارزښت ناک ګام وباله. نوموړي دخپلې وينا په ترڅ کې له ليکوا
انو او شاعرانو څخه وغوښتل چې په خپلو ليکنو او شعرونو کې د ټولنې درودنه راونغاړي او خلکو ته يې وړاندې
کړي. ده له دې کار څخه دليکوالانو او شاعرانو دمانيزې دندې په توګه يادونه وکړه اوپه دې خبره يې ټنګار وکړ.
دوهم وينا وال فضل الله مجددي و، هغه هم په خپل وار سره ددغسې مېلو او ناستو جوړول يوه ارزښتناکه چاره وبلله
او ددغسې ناستو په دودولو يې ټنګار وکړ.
دغونډې نورو يناوالو هم ددغسې غوڼدو دجوړولو او ارزښت په اړه خبرې
وکړې او دا کاريې وستايه.
دڅرک کولتوري او مدنې ټولنې مشر نذيراحمد نذير چې ددغې مېلې په جوړولو او سمونچارو
کې يې ونډه درلوده وويل، چې دغه مېله يې د افغان مدني ټولنې د پيا وړتيا نوښت نومي موسسې په مالي لګښت او د
وګر ولايت د چارواکوپه تخنيکي مرسته جوړه کړې وه.
د هېواد نامتوڅيړنکي او ليکوال استاد محمد
صف صميم چې دغې مېلې ته له پېښور څخه راغلى و، د دا ډول غونډو جوړول د خلکو تر منځ د اندونو او الواکونودلېږد
الېږد لپاره يوه ښه لاره چاره وبلله او زياته يې کړه چې دغه ډول غونډې کولاى شي چې دټولنې دټولو وګړو په تېره
بيا دځوانانو دژوند په ټولو ډګرونو کې يو مثبت بدلون رامنځ ته کړي، نوموړي دداسې غونډو او مېلو په پراختيا
باندې هم دټينګار په ترڅ کې وويل چې دهېواد په بېلابېلو ولايتونو کې بايد دا ډول غونډې جوړې او پراختيا ورکړل
ي.
په کندهار کې دبېنوا فرهنګي ټولنې مشر عبدالاحمد محمديار دسنځل ګل مېلې په اړه وويل چې دهېواد په کچه
نامتو مېله وه او دخلکو تر منځ يې دداسې مېلو د دودولو په فکر باندې ټېنګار وکړ، ده وويل چې په داسې غونډو کې زموږ
يکوالان او شاعران دنورو له تجربو او کارونو سره اشنا کېږي او دا کار دژوند په هر ډګر کې له موږ سره دپرمختګ م
رسته کوي.
دسينځل ګل مېلې ته په ليکوالانو او شاعرانو برسېره په سلګونه عام وګړي هم راغلي و چې ديوشمېر خلکو
په وينا دا کار د داسې مېلو په دودولو او د فرهنګ په پراختيا کې ارزښتناک رول لوبولى شي.
په غزني کې دلونګ کو
تورټولنې غړي او دلونګ مجلې مرستيال اسدالله بلهار وويل چې دعامو خلکو ګډون له يوې خوا موږ ته له داسې غونډو س
ه دخلکو لېوالتيا او دنظرونو مثبت بدلون راښيې او له بلې خوا د فرهنګ په پراختيا او دودولو کې هم لوى لاس لرلاى
شي.
په غونډه کې دشاعرانو دشمېر دزياتوالي له امله يو شمېر شاعرانو ته دشعر ويلو نوبت هم ونه رسېدو او د
مېر داډول زيات والى داسدالله بلهار په وينا فرهنګ او کولتور ته دخلکو په پاملرنه باندې دلالت کوي.
د مېلې دم
شاعرې دبرخې په ورستيو شېبو کې په يو شمېر مېلمنو اودځايي ښوونځيو په ښوونکو باندې دلونګيو او بېلابېلو
کتابونو او مجلو ډالۍ ووېشل شوې، چې دکتابونه مرسته دخوست ولايت دخپلواکې فرهنګي ټولنې لخوا چې شمېر يې۷٠٠ ټوکه
ته رسېده او دمجلو مرسته په کندهار کې دبېنوا فرهنګي ټولنې لخواچې شمېر ٢٠٠ته رسېده شوې وه. همداراز ځوان ف
هنګپال محمد عارف لودين لخوا هم د بشپړ لمونځ کتاب چې په دې وروستیو کې په ښکلې بڼه چاپ شوی و د ۱۵۰ ټوکو په شمېر
په غونډه کې ووېشل شو، دڅرک مدني او کولتوري ټولنې خپرونه لپه مجله هم د ۲۰۰ جلدونو په شمېر د غونډې ګډونوالو ته
ورکړل شوه. په غونډه کې یو شمېر نورو فرهنګپالو هم یو زیات شمېر کتابونه ووېشل چې دا هم له کتاب سره د مینې یو ښک
ی پیغام له ځان سره لري، چې نورو ته یې لېږدوي.
دسنځل ګل مېلې ته ورته مېلې او غونډې هر کال دهېواد په يو شمېر و
ايتونو کې تر سره کېږي خو دګډون کوونکو شمېر يې دسنځل ګل دډېرو ګډون کوونکو په وينا هومره زيات نه وي لکه سږ کال
چې يې په سنځل ګل کې ګډون کړى و.
سنځل ګل که څه هم عمر يې کم دى خو دګډون کوونکو هېښونکی شمېر يې ديو شمېر ليکوا
واوشاعرانو په خبره سړي ته دا زيرى ورکوي چې په هېواد کې له دوونيمو لسيزو جګړو، شخړو او تاوتريخوالي څخه
وروسته افغاني کولتور او فرهنګ يو ځل بيا دپرمختګ په لور ګامونه اخيستل پيل کړي دي.
دمېلې وروستۍ برخه ملي اتڼ
ته ځانګړې شوې وه، چې پکې ځوانانو اتڼ وکړ او دمېلې په ښکلا يې نوره زياتونه وکړه.
ديادونې وړده چې سينځل ګل ته و
ته دوديزې مېلې هرکال په ننګرهار کې د نارنج ګل، په وردګو کې دمڼې ګل، په کندهار کې دانار ګل، په زابل کې
دبادام ګل په بلخ کې دګل سرخ په نوم جوړيږي او له لېرې لېرې ځايونو څخه په کې مينه وال ګډون
کوي.
&nbs
p; &
nbsp;