دخپریدو نیټه : 2006-06-17 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
په کويټه کي د پاکستان دولت پرضد احتجاجي غونډه
عادل اڅکزئ - چمن پښتونخوا
( پونم ) لخوا يوه لويه او بې سارې پر جوشه غونډه د سهېلي پښتونخوا په مرکز کوټه ( مېزان يا باچاخان ) چوک باندي په پاکستان کي د پوځي حکومت يا د پروېز مشرف دغېر جمهوري امريت په خلاف رابلل سوې وه عادل اڅکزئ ، چمن پښتونخوا - يکشنبه ۱۸ جون ۲۰۰۶
د سهېلي پښتونخوا مرکز کوټه کي دمحکومو قومونو اتحاد ( پونم ) لخوا لويه جلسه ، په پاکستان کي مېشت اولسي ګوندونه لکه دپښتنو ملتپاله ګوند ( پښتونخوا ملي عوامي ګوند ) د بلوڅودوه ملتپا له ګوندونه هر يؤ لکه ( بلوچستان نيشنل ګوند ) ، ( بلوچستان نيشنل حئ ډله ) د سيند ايا لت ( سيند ترقي پسند ګوند ) جيې سيند ګوند) جميعت علماۀ سيندګوند ، سرائيکي نېشنل ګوند ، او نورو ګوندونو لخوا نن په يوه ږغ دګډ ائتيلافي ګډ نوم ( پونم ) لخوا يوه لويه او بې سارې پر جوشه غونډه د سهېلي پښتونخوا په مرکز کوټه ( مېزان يا باچاخان ) چوک باندي په پاکستان کي د پوځي حکومت يا د پروېز مشرف دغېر جمهوري امريت په خلاف رابلل سوې وه ، چي ورکي د هيواد ددغو څلورو قامونو لکه پښتنو ، بلوڅو ، سيندهيانو ، او دسرائکي قامونو مشرانو ، سياسيانو ،او روڼ اندو په ګڼ شمېر تعداد کي برخه درلودله ، بلي خواته د همدې څلورو قامونو اولسونو د زرګونو په شمېر او تعداد کي له بېلابيلو ښارونو او منطيقو ، څخه د ګڼو لارينونو په شکل وار په وار په جلسه کي شرکت کاوه ، دڅېړونکو په اند په سيمه کي نوموړې جلسه يا احتجا جي غونډه بې سارې وه ، په دې غونډه کي ځینو مشرانو په خپل وار سره خپلي ويناوي دجلسې بر خوالو ته واؤرولې ، لکه د پښتنو په استازيتوب ، محترم محمود خان اڅکزي ، د بلوڅو په استازيتوب عطاۀالله منګل ،ډاکټر عبدالحي بلوڅ ، د سيندهيانو په استازيتوب د پخواني جي ايم سيند لمسئ ٠٠٠٠ شاه ، ډاکټر قادر مګسي او نورو قامي مشرانو او سياست پوهانو خپلي ويناوي د هيواد ( پاکستان ) پر روان بوران باندي واؤرولې ، چي دګډونوالو لخوا په وارو وارو په چکچکو او تودو احساساتي نارو او چغو بدرګه کېدلې ، ويناوالو په خپلو ويناوؤ کي زياته کړله ، پاکستان د ټولو ميشتو قامونو ګډ کور دی ، پر ځائ د دې چي ټولو قامونوته په مساوي نظر وکتل سي لا کن متعصفانه خبره د دې څخه برعکس ده ، معنا په ملک کي د ټولو قامونوګډه مشترکه شتمني ،وسائل ،او عائيدات ،يوه ايالت پنجاب يا يوه قام پنجابي وخت په وخت لوټلي دي ، د پونم يا دمحکومو قامونو د ائتيلاف جوړېدل د پنجاب د ناروا بالادستۍ او جبر نتيجه ده ، دوي دا هم وويل چي پاکستان او هندوستان په يوه ورځ ازادي ترلاسه کړې ده ، د هندوستان د جمهوري اصولو او حالاتو مطالعه که موږ وکړو نو دې نتيجې ته رسو چي هندوستان اولسي يا ملي پارلمان هر وخت نه يوازي دا چي ازاد او خپلواک پاته سوی دی بلکې خپل ټاکلی وخت يې د ائين ( اساسي قانون ) سره سم په ازاده جمهوري فضا کي بشپړ کړی دی ،که چيري موږ د هندوستان دتيرو او اوسنيو حکمتونو جاج واخلو دې نتيجې ته رسيږي چي هلته په تېر ه نهه پينځوس ٥٩ کلنه دوره کي تر اوسه پوځي ډکټېټر يا حکمران نه دی قا بض سوی ، د هند ګاونډ پاکستان ته که راسو او د دې هيواد تېر او اوسني سياسي حالات که مطالعه کړو نو ويلاي سو چي دلته تر اوسه پوري ملي پارلما ن خپله ټاکلې موده نه ده بشپړه کړې ، په وارو وارو د ملک فوځي جنرالانو په خپل دور کي په حکومتي چارو کي په عامه او ښکاره تو ګه مداخله کړې ده ،نه يواځي داچي په حکومتي چارو کي په څو څوځله پوځي جنرالان په مداخله ککړدي بلکې د ملک خود ساخته ائين لومړئ همدې پوځي جنرالانو تر پښو لاندي کړی دئ ، جنرال ايوب که يوې خواته دملک تر ټولو غټ چيف جنرال وؤ ، نو وبلي خواته يې د همدې ملک جمهوري پارلمان لکه ښامار تر ستوني تېر کړ ، د نورو ګڼ شمېر جمهوري خلګو او سياسيانو په شمول يې خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزئ ، ورسره يې خان عبدالغفار خان ( باچا خان ) د زندان دتورو ټمبو وشاته لسګونه کلونه په ناجايزه توګه په بند محکوم کړل ، خو بيا يې هم د دوی خولې له حق ويلو څخه بندي نه کړې ، د پاکستان په پوځي ډکټېټرانو کي د جنرال ايوب په شمول جنرال ضياۀالحق او اوسنئ جنرال پروېزمشرف د يادوني وړ دي چي په خپل نو بت سره يې د جمهوريت پر غاړه د ناروا امريت چاړۀ راکش کړې ، او د همدې هيواد مړ ژواندۀ جمهوريت يې حلال او ذبح کړی دی ،مقررينود خپلو ويناوپه ترڅ کي د کالاباغ ډېم جوړېدل وغندله او دا يې هم ورسره زيا ته کړله چي د دې ډېم د جوړېدلو ګټه تش پنجاب ايا لت ته وزي ، او زيان يې د صوبه سرحديا پښتونخوا ايالت مځکو او اولس ته رسيږي ،لکه څرنګه چي د دريو ايالتونو ، ولايتي پارليمانونو ، لکه سيند ، بلوچستان ،او سرحد ،د نوموړي ډېم جوړېدل رد کړي دي ، همداسي دې لويې جلسې د دې زيان من ډېم جوړېدل رد او وغندله ، د دې خبرو ترڅنګ يې په بلوچيستان کي د فوځي قواؤ هغه جابرانه او ظاليمانه حملې او بمبارۍ وغندلې کومي چي يې له ډېره وخته را هيسي پر مظلو مو بلوڅانو وروڼو باندي د ناترسيو په تورتم کي رواني ساتلي دي ، د پاکستاني پوځ دغه کرغېړن عمل نه يواځي وغندل سو بلکې د بشري حقوقو د عوېدارانو باندي يې په بلوچستان کي د مداخيلت کولو ږغ وکړ ، دا احتجاجي جلسه يا غونډه تر ماښام نا وخته پوري روانه وه ، په پائ کي د مظلومو قامونو په ملاتړ له زوږه ډکي نارې او دموجوده پوځي حکومت په ضد او د پنجابي استعمار د ظالمانه چلن پرخلاف نارې او چيغي په دوام داره توګه وار په وار پورته کېدې ، له دريځ څخه د ( ازاد پښتونيستان زنده باد ، ازادبلوچستان زنده باد ، ازاد سيندودېش زنده باد ، ازاد سرائکستان زنده باد ) په نارو دا جلسه پای ته ورسېده .