دسولې دورځې دلمانځلو په موخه تیره
ورځ چې دجوزا دمیاشتې له دیرشمې نیټې سره برابره وه دافغانستان دمدني ټولنې له لورې دهیواد وتلي، پیاوړیو
یکوالو او شاعرانو هر یو پیرمحمد کاروان او عبدالله خدمتگار بختاني ته د نغدو پیسو ترڅنگ،
دپښتو ژبې تکړه لیکوا
و دسولې جایزې واخیستې.
ښاغلی کاروان له باز محمد عابد سره له جایزې اخیستو وروسته.
ښاغلی عبدالله خدمتگار بختانی له باز محمد عابد سره له جایزې
اخیستو وروسته.
دسولې دورځې دلمانځلو په موخه تیره ورځ چې دجوزا دمیاشتې له دیرشمې نیټې سره برابره وه
دافغانستان دمدني ټولنې له لورې دهیواد وتلي، پیاوړیو لیکوالو او شاعرانو هر یو پیرمحمد کاروان او عبدالله
خدمتگار بختاني ته د نغدو پیسو ترڅنگ، ستاینلیکونه هم دسولې په لار کې ددواړو لیکوالو او شاعرانو دښو لیکنو
او شعرونو په ویاړ ورکړل شول.
دسولې دغه ورځ دهیواد په تاریخ کې په لومړي ځل ولمانځل شوه چې دمشرانو جرگې
او دسولې دکمیسیون مشر حضرت صبغت الله مجددي، دپارلمان غړو، دمدني ټولنو استازو او گڼ شمیر دکابل ښاریانو
پدغه غونډه کې چې په غازي لوبغاړي کې ترسره شوه برخه لرله.
دغونډې په ترڅ کې هغو لیکوالو، شاعرانو او فلم
جوړونکو ته چې دسولې لپاره یې اثر او یا غوره لیکنه او پنځونه لرله جایزې هم ورکړل شوې.
دپښتو ژبې لپاره
دهیواد دوو وتلو او غښتلو لیکوالو او شاعرانو پیر محمد کاروان او استاد عبدالله خدمتگار بختاني ته دسولې پر
موخه ددوی دښو لیکنو او شعرونو تر ټاکنو وروسته دواړو ښاغلو ته ٧٥٠ ډالره نغدې پیسې او دغه راز ستاینلیکونه
دمشرانو جرگې دمشر مجددي په لاس ورکړل شول.
وتلي لیکوال او شاعر پیرمحمد کاروان بینوا ته وویل چې دغه
ول لمانځنې لیکوال او شاعران لا ډېرو لیکنو او شعرونو ته هڅوي چې ټولې مدني ټولنې دې دا ډول غونډې په راتلونکې کې
هم په لا غوره بڼه پام کې وساتي.
ښاغلي کاروان بینوا ته دغه راز وویل چې دمدني ټولنې له لوري دده کتاب"
چنار خبرې کوي" دازموینې لپاره غوښتل شوی وه چې بیا دمدني ټولنې لخوا دسولې په لار کې دښو شعرونو په لرلو سره
دجایزې وړ وبلل شو.
داستاد عبدالله خدمتگار بختاني کتاب "سوله او اسلام د اسلام په رڼا کې" هم دښو لیکنو
په کتار کې راغی.
دمدني ټولنې مشر راز محمد دلیلي دډالیو دویش پر مهال وویل چې هیواد نور سولې ته اړ دی
دټوپک پر ځای دې قلم نور وخوځول شي.
لیکوال اوشاعر باز محمد عابد بېنوا ته وویل چې دغه ډول غونډې لیکوالو
او شاعرانو لپاره خورا گټورې دي.
ښاغلی کاروان یو وار مخکې هم په گردیز کې دلیکوالو او شاعرانو له لوري
په یوه غونډه کې لمانځل شوی وه.