” زموږ زياتره خبريالان مسلكي نه دي، پراخ
ليد نه لري او فكر كوي چې يوازې د امنيتي مسايلو څېړل بشپړه خبريالي ده “ صالح محمد صالح، هلمند
ګرځنده: +۹۳۷۹۹۶۷۰۳۰۳
” زموږ زياتره خبريالان مسلكي نه دي، پراخ
يد نه لري او فكر كوي چې يوازې د امنيتي مسايلو څېړل بشپړه خبريالي ده “
دا څرګنده ده چې خبريالي ګڼې څانګې لري، خو موږ به دا وڅېړو چې ايا يوازې د امنيتي ستونزو
منعكسول خبريالي ده كه نور اړخونه هم لري؟
د پوهانو په باور، خبريالان ديوې سيمې او
ولايت رښتينى انځور نورو ته وړاندې كوي، يو چا كه يو ولايت ليدلى هم نه وي، كه په اړه يې په رسنيو كې څه لولي يا
يې اوري، د هغه ولايت په باب يو ذهني انځور له ځان سره لري.
خو په اوس مهال كې چې بحران م
خ پر زياتېدو دى، له دې كبله زياتره دولتي چارواكي يا هم مخالف لورى غواړي چې له خبري رسنيو څخه د ځان په ګټه كار
واخلي، چې له دې كبله اكثره مهال ځينې خپرېدونكي معلومات ضد او نقيض وي، يا هم يوازې د دغو دوو لورو د غوښتنو او
هڅو ښكارندويي كوي.
خو موږ وينو چې نن سبا ځينې ولايتونه خلكو ته ډېر وروسته پاتې او د
چا خبره (ببو) ښكاري، ځكه چې په دغو ولايتونو كې مېشتو خبريالانو لا رښتينى انځور نورو ته نه دى وړاندې كړى- په
دغو ولايتونو كې امنيتي ستونزې شته، خو دومره هم نه، لكه په رسنيو كې چې خپرېږي.
وبه
ګورو چې په دې برخه كې كومې ستونزې پرتې دي، ځينې اړوند فكتورونه به هم وڅېړو:
n لومړنۍ ستونزه خو دا ده چې زموږ زياتره خبريالان مسلكي نه دي، پراخ
ليد نه لري او فكر كوي چې يوازې د امنيتي مسايلو څېړل بشپړه خبريالي ده، حال دا چې يو خبريال په حقيقت كې د ټولنې
هر اړخ راسپړي- اصلي مطلب دا دى چې د سياسي رپوټونو جوړونه اسانه ده، دا ځكه چې پېښه په خپله رامنځته شوې ده، د
چارواكو څرګندونې، د سترګو ليدلى حال، عيني شاهدان او يوڅه هم شاليد (پس منظر) غواړي، بله دا چې د توازن د سات
و لپاره د مخالف لوري رايه هم اخيستل په كار دي. دا ډول رپوټونه لنډ عمر لري، ځكه چې روانه توده موضوع تر يو څه
مهال وروسته سړېږي او بله پېښه كېږي چې لومړۍ پېښه بيا خلكو ته زړه ښكاري.
n زموږ ځينې خبريالان ځكه پر نورو مسايلو رپوټونه نه جوړوي، چې د ټو
نيزو موضوعاتو راسپړل يوڅه ستونزمن كار دى، ځكه اول د وړ او په زړه پورې موضوع پيدا كول، بيا دا موضوع په ذهن
كې پخول، وروسته د مركه كېدونكو موندل، د هغوى د خبرو ايډيټ، د چارواكو نظر، انځور، وړ متن او داسې نورې اجزاوې
برابرول وخت او انرژي غواړي او دا كار د دې تر څنګ ولسواليو او ليرې پرتو سيمو ته تګ هم غواړي، چې په اوسنيو بې
امنيو كې زموږ خبريالان دا كار دومره نه ترسره كوي، له دې كبله د خلكو ګڼ مسايل، ستونزې، غوښتنې او هيلې دغسې پټې
پاتېږي، چې انعكاس نه مومي.
n خلك
زيات مهال پر يوشمېر خپرنيزو ادارو نيوكه كوي او وايي دوى ته يوازې د خلكو مړي ارزښت لري او چې مړي وشي دوى يې
ېر ژر خپروي، خو د ژوندي انسانانو ستونزې او غوښتنې نه رااخلي.
بايد يادونه وشي چې ځينې ادارې علاقه لري چې د ولايتونو خبريالان يې ټولنيز موضوعات هم وڅېړي او
رپوټونه ورباندې ولري، خو خبريالان يې لټي كوي او دومره خواري پر ځان نه وړي چې مايك راواخلي او دغسې مطالب
اواخلي. ان زيات مهال چې خلك په خپله خوښه دوى ته ورځي او غواړي چې ځينې مسايل ورسره شريك كړي، دا خبريالان ورته
وايي چې زموږ اداره دا ډول مسايل نه خپروي!.
دغه ډول ځينې ولايتي خبريالان له خلكو
دومره ليرې دي اواړيكي نه روسره لري چې خلك يې يوازې نوم اوري خو د موندلو چل يې نه ورځي!
n يوشمېر خبريالان، د خبريالۍ تر څنګ ځينې نور كارونه
كوي، چې اصلي دنده يې يوڅه وراغېزمنه كړې ده. د چا خبره خپله اصلي دنده په پوره صداقت سره مخ نه بيايي.
اوس مهال په يوشمېر ولايتونو كې له خبريالانو دا
كايتونه موجود دي، چې ګواكې وړ كار نه كوي او د خلكو رښتينې غوښتنې يې نه دي منعكس كړي.
خو په دې برخه كې ځينې راډيوګانې داسې پاليسي لري چې له امنيتي رپوټونو پرته نور موضوعات دومره نه خپروي، كه
دا ټولنيز موضوعات خپاره هم كړي، د چا خبره د خپلو (دهلېزي) خپرونو په پاى كې ځاى وركوي. يا هم اكثره مهال وخت نه
لري او ټينګار يې دا وى چې رپوټونه دې لنډ جوړ شي، چې په لنډ رپوټ كې ځينې پراخ مسايل نه څېړل كېږ
ي.
n د سياسي رپوټونو په پرتله خلك ټولنيز
موضوعات ډېر خوښوي او په رواني لحاظ هم ښه اغېز ورباندې كوي، ځكه د ناامنيو په باب رپوټونه دومره ډېر خپرېږي چې
خلك يې ستړي كړي دي، ان زيات كسان د دې لپاره چې د مرګ- ژوبلې په باب څه وانه وري ګردسره راډيو نه او
ي!.
ما چې ليدلي ډېرى خلك چې دغه ټولنيز موضوعات يې له راډيوګانو اورېدلي وي،
تر ډېره مهاله يې په ذهن كې پاته وي، چې اكثره مهال دوى په خپله ځينې موضوعات له خبريالانوسره ش
يكوي.
n د ټولنيزو موضوعاتو د څېړلو
پاره تر هرڅه مهم ټكى دا دى چې خبريال بايد په ليكوالۍ او د يوې موضوع په شننه كې برلاسى وي- د ټولنې سليقوي او
واني توپيرونه ورمعلوم وي، د خلكو رښتينې غوښتنې ورمعلومې وي، مناسبه مطالعه ولري، خپل معلومات ولري، د يوې
موضوع حساس ټكي ورمعلوم وي چې ورسره تماس ونه نيسي، ځكه اكثره مهال د يوې وړې خبرې د شننې له كبله ګڼې نورې ستونزې
ولاړېدلاى شي.
كه چېرې دا مهارت ونه لري، يوازې به يې هم
اغه كليشه يي خبرې خپرې كړې وي، ټول خپرېدونكي موضوعات به يې سره ورته او تكراري بڼه لري.
n خلك هغه خپرېدونكي موضوعات ډېره خوښوي چې د ډېرو خ
كو په ژوند پورې اړه لري او اورېدونكي يې هم ډېر وي، په كار ده چې خبريالان او اړوندې ادارې ورته پام وكړي.