د عبدالرحمان او تيمور تر منځ توپير په دې كي دى چي هغه د
يوولسمو ټولګيو په كټګوري كي او عبدالرحمان د لسمو ټولګيو په كټګوري كي سيالي ته راوتلي وه. چي دواړو په خپل
وار سره د افغانستان نوم او بيرغ ځلانده كړ
محمدعمر واحديار/كندهار
تركيه هغه هيواد دى چي د افغانستان په ګډون يې د نړۍ په څه باندي ۸۰ اتياهيوادونو كي پر تركي
معياربرابر ښوونځى جوړ كړي دي.
تركانو د افغانستان په څلورو ولايتونو كابل، كندهار، مزار او شبرغان كي د
افغاني زده كوونكو لپاره ښوونځى جوړكړي دي. د دې ښوونځيو د عصري علومو ډېرى استادان خپله تركان دي، چي لګښت يې
هم تركيه وركوي.
تركان كه څه هم دلته له افغاني درسي نصاب څخه كار اخلي، خو هركله چي د ښوونځيو د زده كوونكو
ترمنځ كومه سيالي ترسره سوې ده د دولتي ښوونځيو د زده كوونكو په پرتله د افغان ترك د زده كوونكو پوهنيزه وړتيا
لوړه وي. ښايي لامل يې د تركي استادانو ښه ښوونه وي.
په تركيه كي هركال د نړۍ د ټولو تركي ښوونځيو د زده
كوونكو ترمنځ سيالي كېږي، چي سږكال د جون له نهمي څخه تر اووه لسمي پوري د نړۍ د ۸۴ څلور اتيا هيوادونو د زده
كوونكو ترمنځ ترسره سوې. دا سيالۍ د تركيې په استانبول ښار كي وې.
شپاړس كلن عبدالرحمان فيضي د كندهار د شاه ح
سين هوتك (افغان ترك)ښوونځى د لسم ټولګۍ زده كوونكى دى چي ديو څلوېښتو كسانو له منځه يې د تركي ژبي په سيالۍ كي
ومړى مقام وگاټه او د سرو زرو په مډال ووياړل سو.
عبدالرحمان وايي چي هلته زده كوونكي پر دوو ډلو وېشل كېږي،
يو ترك نژاده زده كوونكي او بل هغه زده كوونكي دي چي له تركانو سره كوم نژادي اړيكى نه لري.
ترك نژاده زده
كوونكي د تركمنستان، تاجكستان، ازبكستان، قرغستان او . . . . . . . . هيوادونو دي چي افغان ازبك، تركمن او تاجك
زده كوونكي هم د هغوى په كټګوري كي شمېرل كېږي. د ده په وينا هغوى ته بيا د تركي ژبي زدكړه نسبت غير ترك نژادو
ته اسانه وي.
دا چي عبدالرحمان پښتون دى او د ترك نژادو له منځه يې لومړى مقام خپل كړ، دا يې بل برياليتوب ګڼ
اى سو. دى وايي چي د تيمور احمدى په نامه يو بل افغان چي د مزار شريف اوسېدونكى دى او په خټه ازبك دى، (ترك نژاده
دى) هم يې لومړى مقام ترلاسه كړ. خو د عبدالرحمان او تيمور تر منځ توپير په دې كي دى چي هغه د يوولسمو ټولګيو په
كټګوري كي او عبدالرحمان د لسمو ټولګيو په كټګوري كي سيالي ته راوتلي وه. چي دواړو په خپل وار سره د افغانستان
نوم او بيرغ ځلانده كړ.
د عبدالرحمان فيضي او تېمور احمدي برى په داسي حال كى دى چي تر دوى څو مياشتي وړاندي
دوو نورو افغانانو اسراراحمد كريمزي د كمپيوټر د پروګرام جوړولو په برخه كي او د كندهار د افغان ترك ښوونځي يو
بل تنكي زده كوونكي حبيب الهى د الجبر(رياضي) په علم كي لومړي مقامونه خپل كړه او د سرو زرو له مډالونو سره
خپل هيواد ته راغلل.
سږ كال كه څه هم د تېرو څلورو كالو په پرتله په هيواد كي نا امني ډېره سوې ده، په و
ايتونو كي د نورو دولتي تاسيساتو تر څنګ د دولت د مخالفينو له خوا په يوه او بله بهانه خپلو موخو ته د رسېدو په
خاطر د ښوونځيو سوځولو ته هم ملاوي تړل سوي دي، زده كوونكي او ښوونكي په مرګ ګواښل كېږي، ښوونځى ورانېږي، آن
كتابتونونه او په هغو كي قرآن شريفونه هم سوځل كېږي.
خو له دې ټولو ستونزو سره_سره بيا هم افغان زده كوونكي
نهيلي نه دي، سږكال افغان ځوانان د علم او پوهي پر ډګر په نړيواله كچه وځلېدل او دا يې نړۍ ته په زبات ورسوله چي د
ښوونځيو سوځول د افغانانو كار نه بلكي د دوى د دښمنانو كار دى.
عبدالرحمان په دې سيالي کي هسکه بګړۍ کورته راستون سو
تېمور غوښتل د خپل هيواد د ولسمشر لباس ته ورته کالي په تن کړې ، دا نېک پال يې
بختور سو او بريالی خپل هيواد ته راستون سو
نور عکسونه ددې ځای په کښېکاږلو پورته کړ