افغان ادبي ټولنې د ۱۳۸۴ لمريز لېږديز كال د چنګاښ د م
ياشتې په ۲۷ مه نېټه چې د ۲۰۰۶ ميلادي كال د جولاى د مياشتې له ۱۶ مې نېټې سره يې سمون درلود د پشاور كالج اف ساينس
په انګړ (بورډ زيارت تم ځاى د رېل پټلۍ تر څنګ ) كې خپله پرانستې غونډه د شاعر او ليكوال ښاغلي بازمحمد عابد په
ياست كې تر سره كړه .
اكرام الله ((پېوند))
افغان ادبي
ټولنې د ۱۳۸۴ لمريز لېږديز كال د چنګاښ د مياشتې په ۲۷ مه نېټه چې د ۲۰۰۶ ميلادي كال د جولاى د مياشتې له ۱۶ مې نېټې
سره يې سمون درلود د پشاور كالج اف ساينس په انګړ (بورډ زيارت تم ځاى د رېل پټلۍ تر څنګ ) كې خپله پرانستې غونډه د
اعر او ليكوال ښاغلي بازمحمد عابد په رياست كې تر سره كړه .
مشران مېلمانه يې ښاغلى سعدالله خان بليغ ، م
ولوي صيب سيد ګل خياط او استاد اقامحمد ګړندى و او د وياندوى چارې جلال امرخېل تر سره كولې .
غونډه مازيګر
مهال پنځو بجو ته نژدې د ښاغلي قاري صيب هميم شينواري له خوا د قران كريم د څو مباركو ايتونو په تلاوت سره پ
انستل شوه ،ورپسې د افغان ادبي ټولنې ريس او موسس ښاغلي شهزاده شيرين زوى د پرانستې وينا وكړه چې د غونډې ګ
ونوالو ته يې د ښه راغلاست تر څنګ د غونډې درامنځ ته كېدو په علتونو هم رڼا واچوله .
په پېښور كې د پښتو
ژبې د ادبياتو پياوړي استا د اقا محمد ګړندي په پېښوركې د پښتو ادب د ساتلو او پښتو ادب ته د خدمت كولو لپاره د
افغان ادبي ټولنې رامنځ ته كېدل يو ارزښتناك ګام وباله اوزياته يې كړه چې په دغه ډول ادبي ټولنو كې ځوانان د
ادبياتو په هكله د پوهنتون تر سطحې هم زده كړه كولى شي .
ورپسې ښاغلي استاد فضل مولا توره كي هم د غونډې په
اړه خپل نظريات څرګند كړل ،له ګډونوالو څخه يې غوښتنه وكړه چې په هره غونډه كې دې ورسره ګډون وكړي تر څو د ادب
دغه كاروان بريالي ګامونه پورته كړي .
د افغان ادبي ټولنې مرستيال ښاغلي احمدشاه وردګ هم غونډې ته وينا
وكړه او د افغان ادبي ټولنې د رامنځ كېدو په ارزښت يې رڼا واچوله .
د ښاغلي احمد شاه وردګ تر خبرو وروسته د
مازيګر لمانځه لپاره وقفه اعلان شوه ، د مازيګر تر لمانځه وروسته د هېواد تكړه او انځورګر ليكوال عنايت ساپي (چې
په همدې ورځو كې د سوډان له سفر څخه راغلى و ) او ښاغلي ډاكټر صيب سجاد تشريف راوړ د وياند له خوا ورته د مشرانو م
ېلمنو ترڅنګ د كېناستو بلنه وركړل شوه .
ښاغلي عنايت ساپي د افغان ادبي ټولنې په اړه خپل نظريات څرګند كړل
د افغان ادبي ټولنې رامنځ ته كېدل يې يو په زړه پورې زيار وباله ځوانانو ته يې لارښوونه وكړه چې همېشه دې په ادبي
غونډو كې ګډون كوي تر څو له ادب سره اړيكې يې لا پخې شي . مسولو كسانو ته يې سپارښتنه وكړه چې افغان ادبي ټولنه دې
كه د نورو درې غونډو ( په پېښور كې افغان ادبي بهير ،فرهنګي ټولنې او ادبي انجمن ) په برخليك د ځانځانۍ په مرض نه
اخته كوي ، تل دې خپل مشكلات د غونډو د ګډونوالو په مشوره حل كوي او زياته يې كړه كه چېرې افغان ادبي ټولنه خپلې
هلې ځلې همداسې ګړندى وساتي لكه څنګه يې چې روانې كړي انشاالله ډېر ژر به لوى مقام ته ورسيږي .
پټه دې نه وي
پاتې چې ښاغلي عنايت ساپي افغان ادبي ټولنې سره د ۱۰۰۰ كلدارو نغده مرسته هم وكړه.
ښاغلي سعدالله خان بليغ
د تكل پښتو ادبي ټولنې ، پښتو ادبي ټولنې ( اچيني ) ، ذهير پښتو ادبي ټولنې او پښتوادبي ټولنې ( پلوسۍ ) له خوا
افغان ادبي ټولنې ته د مباركۍ راغلي پېغامونه ولوستل.
تر دې وروسته ازاده مشاعره وشوه چې نږدې سلو تنو
په كې ګډون درلود .
په اخر كې د ننۍ غونډې ريس ښاغلي بازمحمد عابد غونډې ته وينا وكړه ويې ويل :
په ټول
ژوند كې مې دا لومړى ځل دى چې د كومې ادبي غونډې رياست كوم او هغه هم داسې غونډه چې دپرانستې غونډه ده . زه افغان
ادبي ټولنې ته مباركي وايم او ډاډ وركوم كه چېرته خپل هدف ته رښتوني وي نو انشاالله ډېر زر به د ادبي ټولنو په
سر لارو ټولنو كې شمېرل كيږي ، له مسولو كسانو څخه يې هيله كوم چې هېڅكله دې غونډه د يو يا څو كسانو د شخصي غريضو
نه ښكار كوي ،ځكه چې همداشخصي اغراض يې يوازنۍ علت و ي چې د غونډې دسقوط او له منځه تللو لامل ګرځي .كوښښ دې وشي چې
افغان ادبي ټولنه د ځوانانو په سالمه روزنه كې برخه واخلي ، يوازې او يوازې ادب ته دې كار وكړي ، دمشاعرې پر مهال
مې له يو څو تنو ښاغلو څخه واورېدل چې زه شعر نه لرم او اورېدنكى يم دا تر ټولو ډېر دوياړ ځاى دى چې دومره څوك شته
چې شاعر نه وي خو شاعر اوري .
بيا يې د افغان ادبي بهير د رامنځ ته كېدو په اړه خبرې وكړې او زياته يې كړه هغه
مهال چې مونږ سره هرډول سياسي تنظيم غوښتل مرسته وكړه خو مونږ د خپلو مټو په زور افغان ادبي بهير وپاله او هېڅ
ډول تنظيمي او دولتي خلكو ته مو د مرستې لاس وراوږد نه كړ زه د ادبي ټولنې له ورونو څخه هم همدا هيله لرم چې
غونډه دې د يو څو روپو په خاطر د چا د شخصي ګټو له پاره د هغوى په واك كې نه وركوي . بلكه خپله دې يو څه قرباني و
كړي . او كه څوك لكه ساپى صيب د ادب مينه وال و ي او غواړي د ادب لپاره له خپلو اديبانو ورونو سره مرسته وكړي
نو په ورين تندي دې د هغوى مرسته مني .
په دې غونډه كې مې داسې ځوانان شاعران وليدل چې په راتلونكې كې ورنه د
ېرو ښو شاعرانو د جوړېدو تمه كېدى شي . نو ځكه له دې ځوانانو نه هيله كوم چې په خپل وخت دې هرې غونډې ته حاضري وركوي
.
پرېكړه وشوه چې راتلونكې غونډې ته به ښاغلى تحسين الله تحسين خپله ليكنه كره كتنې ته راوړي .
او له
همدې سره غونډه ماښام ته نزدې د ښاغلي استاد فضل مولا توره كي له خوا په اختتامي دعا پاى ته ورسېده
.